فرعون ته د موسی ع دعوت او په وړاندې یې ساحران

موسی علیه السلام مصر ته داخل شو او فرعون يې والهي دين ته دعوت کړ

 کله چي موسي علیه السلام  الله جل جلاله  په پيغمبري سره مبعوث کړ، دطور دغره څخه دمصر پر لوري روان سو دشپې پر مهال باندي مصر ته ورسېدئ . دبله پلوه الله جل جلاله  هارون علیه السلام  ته وحي وکړې او دموسي علیه السلام  په راتګ سره يې زېرى ورکړئ . هارون علیه السلام  خبر ورکړئ چي زه الله جل جلاله  دموسي علیه السلام  وزېر جوړ کړى يم او الله جل جلاله  وفرعون ته زه  او موسي علیه السلام  په پيغمبرۍ سره لېږلي يو کله چي موسي علیه السلام  دده سره يوځاى سو نو دفرعون لوري ته ور روان سوه . دفرعون دربار ته چي ورسېده موسي علیه السلام  دفرعون درباريانو ته وويل : موږ ته اجازه راکړئ چي دفرعون سره ووينو ، درباريانو ورته وويل :
فرعون ته  څنګه ووايو چي څوک راغلي دي؟ موسي علیه السلام  ورته وويل : فرعون ته ووايه : چي دټول عالم دخداى جل جلاله  له لوري څخه دوه استازي راغلي دي غواړي چي تاته دعوت درکړي . درباريان دموسي علیه السلام  ددې خبري څخه وبېرېده سيده فرعون ته ورغلل اوورته وې ويل چي دلته دوه ليونيان راغلي دي او وايي چي موږ داله العالمين دلوري څخه استازي راغلي يو فرعون ته دعوت ورکوو فرعون ورته وويل : ورسئ رايې ولئ . درباريان راغله موسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  يې فرعون ته وروستل . موسي علیه السلام  دستي فرعون ته دعوت پيل کړ، دلوي خداي جل جلاله  لوري ته يې راوبلئ ، فرعون دپسخند په ډول ورته وويل : ايازما پرته بل لوى  خداى سته؟ وروسته يې بيا څېړنه وکړه چي دا هغه موسي علیه السلام  دئ چي دده په کور کي لوى سوى اوتربيه سوى دئ. الله جل جلاله  يې داسي بيان کوي:
قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ (18) وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ (19) قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ (20) فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ (21) وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدْتَ بَنِي إِسْرَائِيلَ (22) قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ (23) قَالَ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ (24)  (سورة شعراء الايات ١٨ الي ٢٤)
ژباړه : فرعون موسي علیه السلام  ته وويل : اې موسي! ايا ته موږ  تربيه نه کړې په خپل کور کي دماشوموالي په حالت کي او تا دخپل عمر څخه څوکلونه زموږ په کور کي ګوزاره ونه کړه .او تا هغه کار وکړئ چي تا کړى دئ او ته دناشکره خلګو څخه يې . موسي علیه السلام  ورته وويل : ماهغه کار وکړئ زه په هغه وخت کي دلار ورکو څخه وم زه ددې وجهي څخه ستاسو څخه ولاړم چي ستاسو څخه بېرېدم الله جل جلاله  ماته حکم راکړئ او زه يې درسولانو څخه جوړ کړم .دغه نعمت دئ چي ته يې احسان پر مااچوي چي بني اسرائيل دي دځان لپاره بندګان جوړ کړي دي . فرعون ورته وويل : رب العالمين څوک دئ؟ موسي علیه السلام  ورته وويل : داسمانونو اومځکو رب دئ او  دهغه شيانو رب دئ چي دمځکي اواسمان په منځ کي دي که تاسو يقين پر کوئ.

د فرعون په وړاندې موسی علیه السلام او ساحران

کله چي موسي علیه السلام  فرعون ته خپل رسالت وښودئ او هغه ته يې دحق لوري ته دعوت ورکړ، نوفرعون وموسي علیه السلام  ته په زورولو ، عذابولو ، بندېدو او تبعيد سره اخطار ورکړئ موسي علیه السلام  ورته وويل : که زه تاته معجزه ښکاره کړم چي الله جل جلاله  ماته راکړې ده بيا هم ته ايمان نه راوړې  ؟ فرعون ورته وويل : ته خپله معجزه ښکاره کړه ، موسي علیه السلام  دستي خپله لکړه وغورځول لوي اپي مار ځني جوړ سو بيا يې په خپل ګرېوان کي لاس دننه کړ، ډول ، ډول شغلې ځني راووتلې . فرعون چي دغه حالت وليدئ وبېرېدئ دستي يې خپل نژدې خلګ راټول کړه او پوښتنه يې ځني وکړه چي داڅنګه پېښه ده ؟ هغوى ورته وويل : دا دموسي علیه السلام  سحر دئ خپل ساحران راټول کړه او دده علاج په وکړه ، دفرعون ددوى مشوره خوښه سوه دستي يې  خپل ټول ساحران راجمعه کړه او ورته وې ويل چي تاسو دموسي علیه السلام  مقابله وکړئ که مو موسي علیه السلام  په مقابله کي مات کړ، زه به تاسو ته لوړ ،لوړ انعامات درکړم ، ښه منصب به درکړم اودمقربينو خلګو څخه به مو جوړ کړم . ساحرانو همداسي وکړه څه چي يې په توان وه هغه يې دموسي علیه السلام  دمقابلې لپاره تيار کړه او دموسي علیه السلام  مقابلې ته راغلل بيا يې موسي علیه السلام  ته وويل چي لومړى ته خپل زور ښکاره کوي او که يې موږ ښکاره کړو . الله جل جلاله  ددغه خبري بيان داسي کړى دئ:
قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَنْ تُلْقِيَ وَإِمَّا أَنْ نَكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ (115) قَالَ أَلْقُوا فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ (116) وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ (117) فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (118) فَغُلِبُوا هُنَالِكَ وَانْقَلَبُوا صَاغِرِينَ (119) (سورة اعراف الاية ١١٥ الي ١١٩)
ژباړه : ساحرانو وويل : اې موسي! ته خپله معجزه ښکاره کوې او که موږ خپل سحر ښکاره کړو؟ موسي علیه السلام  وويل : تاسو خپل سحر ښکاره کړئ . کله چي ساحرانو خپل سحر ښکاره کړئ دخلګو په سترګو باندي يې سحر وکړئ خلګ ځني وبېرېدل او دوى په يوه لوى سحر باندي راتلل وکړه . موږ موسي علیه السلام  ته وحي وکړې چي خپله لکړه وغورځوه کله چي ده لکړه وغورځول ناڅاپه يې ټول هغه شيان چي ساحرانو دمارانو په شکل ښکاره کړي وه ــ سره وپېچل او تېر يې کړه . نوحق ثابت سو او هغه څه باطل سو چي دوى يې عمل کړى وو . ساحران مغلوبه سوه او ذليله وګرځېدل.
ساحرانو ډول ، ډول رسياني اوهمسګاني دخپل سحر په  مټ دخلګو په سترګو کي ښکاره کړې او ويل يې دفرعون په عزت دي مو قسم وي چي موږ کامياب يو. موسي علیه السلام  چي ددوى سحر وليدئ موسي علیه السلام  ته ددوى پړي او رسياني دمارانو  په شکل ښکاره سوې نو دده په زړه کي ددې شيانو څخه يوډول بېره پيدا سوه الله جل جلاله  ده ته وحي وکړې چي ته مه بېرېږه خپله لکړه وغورځوه . موسي علیه السلام  خپله لکړه وغورځول دوى ساحرانو چي کوم شيان په درواغو او دخلګو دتېر ايستلو لپاره برابر کړي وه دمارانو په شکل ښکاره کېدل ټول يې تېر کړه ځکه دالله جل جلاله  زور تر هرباطل زيات دئ. الله جل جلاله  ددغه پيښي بيان داسي کوي :
فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُوسَى (67) قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنْتَ الْأَعْلَى (68) وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى (69) (سورة طه الايات ٦٧ الي ٦٩)
ژباړه : دموسي علیه السلام  په زړه کي ددوى دسحر څخه بېره پيدا سوه موږ ورته وويل : ته مه بېرېږه بېشکه ته لوړ يې او هغه لکړه وغورځوه چي ستا په لاس کي ده وبه پېچي هغه څه چي دوى جوړ کړي دي بېشکه دوى دساحر چل جوړ کړى دئ او ساحر به خلاص نه سي هرځاى چي راتلل وکړي.
مؤرخين ليکي : کله چي موسي علیه السلام  په دغه ډګر کي خپله  لکړه وغورځول دده لکړه ديوه لوى مار په شکل جوړه سوه کوم پړي او رسياني چي ساحرانو جوړ کړي وه دهغه په تېره ولو يې پيل وکړئ خلګ چي دغه لوى وېرونکى او هولناک مار وليدئ ډېر سخت وبېرېدل او په تېښته يې پيل وکړئ . لومړي کسان چي دايمان ولوري ته راغلل او په ايمان مشرف سوه هغه ساحران وه چي فرعون دخپلي مرستي لپاره راوستلي وه او دموسي علیه السلام  سره يې مقابلې ته وړاندي کړي وه . دغه کسان پر سجده پرېوتل او پر  حقيقي  خداى جل جلاله  باندي يې ايمان راوړئ او خپل ايمان يې ښکاره کړئ ځکه دوى چي کله دموسي علیه السلام  معجزه وليده په دې پوه سوه چي دا يو الهي قدرت دئ دانسان په توان دومره کار نه دئ پوره ځکه دسحر او جادوګري پوره زور دوى استعمال کړى وو کله چي دموسي علیه السلام  معجزه پردوى غالبه سوه ددوى يقين سو چي داسحر نه دئ ځکه دسحر پوره زور موږ استعمال کړ، داچي دغه معجزه پر غالبه سوه ښکاره خبره ده چي دسحر نه دئ بلکي يو  الهي قدرت دئ نو ځکه په ايمانونو مشرف سوه او وې ويل :
 قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ (121) رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ (122) (سورة اعراف الايتان ١٢١ ، ١٢٢)
ژباړه : ساحرانو وويل : زموږ دعالميانو پر رب باندي ايمان راوړى دئ هغه رب چي دموسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  رب دئ.
فرعون چي کله وليدل چي دده ساحرانو ماته وخوړه او حقيقت برلاسى سو نو ددې لپاره چي خپله دغه شرمونکې ماته پټه کړي او خپل هيبت او ځواک څرګند کړي په همدې موخه يې وويل:
قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ (49)  (سورة شعراء الاية ٤٩)
ژباړه : فرعون وويل : تاسو ايمان راوړى مخکي  تردې چي زه اجازه درکړم . بېشکه تاسو ته موسي علیه السلام  خپل سحر درښودلى دئ نو ژر به تاسو پوه سئ زه به خامخا ستاسو لاسونه او پښې سره مخالف پرې کوم او تاسو ټول به اعداموم.
فرعون ساحران او جادوګران په اعدامولو ، لاس او پښې پرېکولو باندي تهديد کړه او پردوى باندي يې تور ولګاوه چي موسي علیه السلام  ستاسو مشر دئ تاسو ته يې سحر درښودلى دئ دامو ماته چم وکړئ چي په عام محضر کي مو مقابله سره وکړه . دفرعون پردې ټينګ يقين وو چي داچم نه وو بلکي ده ته معلومه وه چي موسي علیه السلام  او دغه ساحران بيخي نه سره  پيژني او نه يې تردې وړاندي سره ليدلي دي ځکه موسي علیه السلام  په مدين کي اوسېدئ او ساحران دلې  اوسېده هيچري سره يوځاى سوي نه وه نو چل به دکومي خوا وو؟ دغه ساحران فرعون دښارونو اواطرافو څخه سره راجمعه کړي وه چي دموسي علیه السلام  دعوه په ورباطله کړي. داچي فرعون ماته خوړلې وه نو دخپلي شرمندګۍ دپوټولو لپاره يې يوه بهانه لټول . په دې نه پوهېدئ چي دا بهاني دحق په وړاندي هيڅ اهميت نه لري همدا وجه وه چي ساحران پر خپل ايمان باندي ټينګ ودرېده دفرعون داخطارونو او تهديدونو هيڅ پروا يې نه ودرلوده بلکي دخپل ايمان  اواز يې پورته کړ ، خپل شجاعت يې قائم  وساته ، دفرعون او دده دسرکښۍ سره يې رقابت پيل کړ. الله جل جلاله  يې داسي بيان کوي :
قَالُوا لَنْ نُؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَاءَنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنْتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (72) إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (73)  (سورة طه الايتان ٧٢ ، ٧٣)
ژباړه : ساحرانو وويل : هيڅکله موږ تا نه اختياره پر هغه څه باندي چي موږ ته دمعجزو څخه راغلي دي او پر هغه ذات باندي چي موږ يې پيدا کړي يو نو ته دهغه څه فيصله وکړه چي کوې يې ، بېشکه ستا پرېکړه ددنيا په ژوند پوري ا ړه لري . بېشکه موږ پرخپل رب باندي ايمان راوړى دئ ددې لپاره چي موږ ته مغفرت وکړي زموږ دګناهونو او دهغه سحر چي تا په موږ په زوره  اجرا کړى دئ او الله جل جلاله  خير او تل پاتى دئ.
سعيدبن جبير رضی الله عنه فرمايي :کله چي ساحران پر سجده باندي پرېوتل دوى خپل ځايونه ، بنګلې او ماڼۍ په جنت کي وليدلې چي دوى ته برابر سوي وه له همدې وجهي څخه دوى دفرعون تهديد ته هيڅ توجه ونه کړه بلکي  دفرعون په وړاندي يې حق خبري ښکاره کړې. فرعون بدبخته خپل تهديدونه او اخطارونه په عملي ډول پيل کړه ددوى لاسونه اوپښې يې ورپرېکړې ، په ډېر سخت او دردونکي ډول سره يې دوى ټول شهيدان کړه . رضوان الله عليهم اجمعين.
ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : په سهار کي ساحران وه خو دورځي په پاى شهيدان اونېکوکاره وګرځېدل.

پر ګمراهۍ باندي د فرعون دوام

فرعون دموسي علیه السلام  پر رښتين ولۍ او دده پر حقانيت باندي ښکار معجزې او يقيني دلائل وليدل خو بيا هم پر خپل کفر باندي پاته سوه او خپلي ګمراهۍ ته يې دوام ورکړ او دموسي علیه السلام  سره پر دښمنۍ باندي ټينګ سو ، کومي څرګندي معجزې چي موسي کليم الله علیه السلام  ده ته ښکاره کړې ده هيڅ پاملرنه ورته ونه کړه. دفرعون قوم ده ته تل داسي خبري کولې چي ته موسي علیه السلام  او قوم پرېږدې چي په مځکه کي فساد وکړي او  پرده به يې نيوکي کولې چي ته ولي ددوى دبربادۍ لپاره اقدام نه کوي لنډه داچي فرعون به يې تحريکوئ دموسي علیه السلام  او دبني اسرائيلو پر ضد باندي . فرعون دخپل قوم دبيري دوجهي دوى ته ډاډ ورکاوه چي تاسو فکر مه کوئ زه به ددوى نارينه وژنم او ښځي به يې پرېږدم موږ خو پردوى برلاسي يو .
 دهمدې وعدې په پوره کولو دغه ظالم  لاس پوري کړ، سخت ظلم يې پربني اسرائيلو باندي پيل کړه ترداسي بريده چي دبني اسرائيلو سخت فرياد پورته سو موسي علیه السلام  ته يې ددغه ظالم شکايت وکړ، موسي علیه السلام  دوى ته دډاډ ، صبر اوزغم تلقين ورکاوه او تل به يې امر ورته کاوه چي تاسو دصبر څخه کار واخلئ ، همدا ډول به يې دوى ته زېرى ورکاوه چي دالله جل جلاله  له لوري څخه تاسو ته مرسته او برياليتوب راتلونکى دئ الله جل جلاله  ددغه پيښي يادونه داسي کړې ده :
وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ (127) قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (128) قَالُوا أُوذِينَا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِيَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا قَالَ عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ (129)  (سورة اعراف الايتان ١٢٧ الي ١٢9)
ژباړه : دفرعون دقوم رئيسانو ده ته وويل : ايا ته موسي علیه السلام  اودده قوم پرېږدې ددې لپاره چي په مځکه کي فساد وکړي ، تا او ستا خدايي پرېږدي؟ فرعون ورته وويل : ژر دئ چي زه به ددوى زامن وژنم او لوڼي به يې ژوندۍ پرېږدم او بېشکه موږ پردوى باندي برلاسي يو . موسي علیه السلام  خپل قوم ته وويل : په الله جل جلاله  سره مرسته وغواړئ ، صبر وکړئ ،بېشکه الله جل جلاله  دمځکي وراثت  هغه چا ته ورکوي چي دخپلو بندګانو څخه يې خوښ سي او ښې پايلي دپرهېزګارو خلګو دي.بني اسرائيلو موسي علیه السلام  ته وويل : دغه فرعون ستا تر راتګ وړاندي هم موږ زورولي يو ستا دمعجزې تر راتګ وروسته  مو هم  زوروي. موسي علیه السلام  ورته وويل : نژدې دئ چي الله جل جلاله  به ستاسو دښمن هلاک کړي او تاسو ته به دمځکي خلافت درکړي نو ودي ګوري چي څنګه دوى عمل کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب