بني اسرائيل د تيه پر مځکه باندې او بیت المقدس ته داخلېدل

کله چې الله جل جلاله  فرعون او د ده فوج هلاک کړه، موسي علیه السلام  او بني اسرائيلو ته يې نجات ورکړ،نو الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي بيت المقدس ته ولاړ سي . پرلاري بني اسرائيل تږي  سوه په داسي حال کي چي موسي علیه السلام  ته په غصه وه شکايت يې ورته وکړ، چي موږ سخت تږي يو . الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي په لکړه باندي دغه لويه ډبره ووهي ،  موسي علیه السلام  چي په لکړه باندي ډبره ووهل دهغې ډبري څخه دوولس چينې راووتلې او دهري چينې څخه يوې ، يوې قبيلې اوبه چيښلې. ددوى د لوږي دليري کولو په موخه الله جل جلاله  پردوى باندي من او سلوي نازول دا ډېر بهترين خواړه وه او دتکليف پرته لاسته راتلل .
 بيا الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي بيت المقدس ته داخل سي او الله جل جلاله  به تاسو دبيت المقدس فتحه درنصيب کړي ، په بيت المقدس کي ځيني ظالمان خلګ اوسېدل چي دکنعانيانو او حيثانيانو پاته کسان وه .موسي علیه السلام  خپل قوم ته امر وکړ، چي دغه ښار ته ورداخل سي او ددوى سره  جهاد وکړي الله جل جلاله  به تاسو ته برياليتوب درنصيب کړي . بني اسرائيل ددې کار څخه لاس پر سر سوه او جهاد کولو ته يې زړه نه ښه کاوه او ورته وې ويل :
فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَا هُنَا قَاعِدُونَ (24) (سورة مائدة الاية ٢٤)
نو ته ولاړه سه ، ته اوستا رب ورسره وجنګېږي موږ دلې درته ناست يو.
مؤرخين ليکي : موسي علیه السلام  تر دې وړاندي چي د بني اسرائيلو څخه و بيت المقدس ته د ننوتلو خواهش وکړي څو تنه بني اسرائيل يې بيت المقدس ته ولېږل څو دهغه خلګو حال اواحوال راوړي ، دغه کسان چي موسي علیه السلام  لېږلي وه دوولس تنه وه دغه کسان چي بيت المقدس ته ورغلل دهغه ځاى خلګ ډېر غټ ، غټ وه دوى چي هغه غټ ، غټ خلګ وليده په زړه کي يې بېره پيدا سوه کله چي بېرته راستانه سوه نورو بني اسرائيلو ته يې قصه وکړه نورو بني اسرائيلو چي ددوى خبري واورېدې په زړه کي يې بېره پيدا سوه ،همت يې دلاسه ورکړ، او دجهاد کولو څخه يې منعه وکړه ، بله خبره لاداده چي بني اسرائيل لا دوړاندي په مصر کي دقبطيانو تر واک لاندي  ډېر وخت په غلامۍ او ذلالت کي تېر کړى وو همت يې  ډېر لږ وو نو ځکه يې دجهاد کولو څخه مخ واړوى او دالله جل جلاله  دامر څخه يې سرغړونه وکړه.
کله چي دوى دغه نافرماني وکړه الله جل جلاله  دوى ته لويه سزا ورکړه هغه داچي الله جل جلاله  د تيه پرميدان باندي دوى څلويښت کاله محبوس کړه ،دوى چي به پر يوه ځاى باندي تنګ سوه نو دهغه ځاى څخه به يې سفر وکړ، هر څومره مزل چي به يې کړى  وو کله چي به کښېناسته بېرته به پر هغه ځاى ناست کوم چي حرکت به يې ځني راکړى وو. الله جل جلاله  يې بيان کوي:
قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ (26) (سورة مائده الاية ٢٦)
ژباړه : الله جل جلاله  وفرمايل : بېشکه پردوى باندي دغه مځکه حرامه سوه څلوېښت کاله ، دوى به سرګردانه وه په مځکه کي نو ته پر فاسقانو باندي مه غمګينه کېږه.
دغه الهي عذاب تر هغه پوري  دوام درلودئ چي دغه موجوده نسل چي په غلامۍ کي يې ژوند درلودئ او همتونه يې  ټيټ وه له منځه ولاړئ د دوى نوى نسل چي په ازادۍ او عزت کي يې ژوند کړى  وو نوي ځوانان سوه هغوى بيا د يوشع بن نون علیه السلام  سره يوځاى بيت المقدس ته ورغلل او هغه يې فتحه کړ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب