له مسلمانېدو مخکې مې د ژوند هېڅ اهميت نه و

کريسټينا پيکردلويديځوال تهذيب له تيارو نه داسلام تر روښنايې پورې

دmtv اروپايې چينل يوه جرمنۍ مشهوره كوربنه چې نوې مسلمانه شوېده پخپل قلم ليكل شوې داستان دى.
داسلام دمطالعې سره مې تنګ اوچسپ لباس اغوستل اوسګريت ځكل پرېښودل ګرچې تردې دمه مسلمانه شوې نه وم.
هغه وايې چې مسلمانان ډېرمينه ناك،مېلمه پال اودنوروآسماني كتابونواواديانودپېروانوډېرعزت كوونكي خلك دي.
دغه خلك ګرچې ډېرغريب دي خوپه څېروكې يې خوشحالي اوسترګوكې يې دايمان ځلاليدل كيږي. ولې دنورې دنياپه خلكوكې داسې څه نه  ليدل كيږي.په ۱۹۹۲م كال كې مې دكركټ لوبغاړي عمران خان سره انټرويو وكړه دا مې ديو مسلمان سره لومړي ملاقات وو، له هغه سره مې د اسلام په هكله مفصلي خبري وکړې. چې ددې خبرو نه وروسته هغه ماته داسلام پېژندنې په خاطر يو څه کتابونه راکړل ، اوددې نه وروسته مي داسلام مطالعه په دقيقه توګه شروع كړه.
اسلام د ټولو دينونو نه نه وړاندي په اومه عيسوي سليزه كې ښځي ته د انتخاب حق وركړى دى.
اسلام زما د ژوندمتاع ده له دى نه مخكى مې د ژوند هيڅ اهميت نه وو.
كريسټينا پيكر په يوې ډيرې متعصبه پروتستاني عيسوي كورنۍ كې پيدا شويده.
نوموړې د جرمني د همبرګ په ښار كې د ماشوموالي نه تر لويوالي پورى پړاونه تيركړيدى. نوموړى په ۲۱ كلنۍ كې د همبرګ په راډيو كې د خبريالې په حيث كار كاوه. ددوه كاله خبريالۍ نه وروسته يې د اروپا د موسيقۍ د يو مشهور چينل  MTV د پروګرامونو د كوربه كيدو د انترويو لپاره چي په زرونو خلك ورته كانديدان وو يو هم پيكر وه چى يواځي همدا ترى انتخاب شوه او بيا همبرګ ته ولاړه.

لندن ته پيكر خپل سرګزشت بياناوه او ويل يى!
پدى زمانه كې وخت ډير ښه تيريده زه پدي وخت كې ۲۵ كلنه ووم او په (نيو ټنګ هل) كې زما ژوند وو. زه دي ښار ته نوې راغلې ووم، او مختلفو دعوتي- پروګرامونو او پارټيو ته دعوت كيدم.
ددي پروګرامونو د جوړولواو وړاندې كولو لپاره ډيرو مشهورو فوټوګرافرانو كار كاوه. ددغو فوټوګرافرانو با وجود زه پدغه پروګرامونو كې خلكو ته ډير د توجه وړ وګرځيدم. پدي فوتوګرافرانوکې ډير مشهور روبى ولميز ويلين ګرافټس  وو…

ما له خپل ژوندنه ډير ښه خوند اخيستۀ. ما به د خپلې تنخوا ډيره برخه د نوو جامو په اخستلو مصرفوله. د يورپ ډېر ځايونه مې ليدلي دي. او د هميشه لپاره به مې د سير سياحت لپاره ښه ښه ځايونه انتخابول. . لكه بارسلونا، استامبول او پاريس او يو ځل مى بوسټن ته د هم سفر اراده وكړه . او هلته مې د (رولنګ سټونر) سره انترويوو وكړله. او يو ځل زه د شهزاده سره په يو رسمي سفر كې د يوې هفتې دپاره انتخاب شوې ووم.  ما پدې وخت كې دMTV چينل د يوې مشهورې كوربنې په ډول کار کاوه. هر وخت به زما ثبت شوې پروګرامونه ددي چينل په پرده نشريدل (خپريدل) په MTV اروپائى چينل باندې د (كوكا كولا) اشتهار زما په آواز ثبت شوى وو.

په همدې چينل باندې د شلو مشهورو سندرو دپروګرام (Mostwanted) ميزباني هم زما په غاړه وه. د ډيرو مشهورو سندرغاړو سره مى  هم انترويوګانې كولې. د T.V په پرده زما تعريف ته ضرورت نه وو. ځكه زما د پروګرامونو له وجې د يورپ لكونو ليدونكو زه پيژندلم. يو ځل د (روك ډانس) يو پروګرام كې زما د شركت په وجه ددې پروګرام د سيالبينو تعداد د (۷۰،۰۰۰) زرو څخه هم زيات شوې وو. د يو كال په جريان كې د MTV چينل په پرده زما مختلف پروګرامونه نشريدل چې زمابه يي د پاپ ميوزك د ستورو پشان درناوى کاوه. ليكن ددې دومره احترام سره پدې خبرو زما هيڅ پروانه وه او دغه نمايشي  ژوند زما زړه ته هيڅ حقيقي سكون او آرام نه وركاوه.
نوزماپه شعوركې داخبره راغله چې زماژوندددغوسرګرميومقصدډيرمحدوددى زه غواړم چې دتعمير اوترقۍ دپاره دنمايشي كردارداداكو لوپرځاى حقيقي كاروكړم .
ګويازماپه سينه كې يوتږى روح وو.اوهغه پرور ش غوښت كله کله به دغه روح تنده اختياروله  ليكن ددى سره څه ډير توجه ورته نه کېده، اوددې لويه وجه داوه چې شايد څه مناسب لارښود ورته  نه ميسرکېده .
نوبيادادالله تعالٰى فضل وبولۍ چې په ۱۹۹۲كال كې زما ملاقات دكركټ لوبغاړي عمران خان سره وشو.په دى وخت كې عمران خان دنړيوال کپ لپاره دپاکستان دډلې کپتاني کوله. دعمران خان ايماني خبرې اوداسلام دروح پروره تعليماتونه دهغه پوره اګاهي زما د روح دپاره درحمت باران ثابت شو.هغه ماته داسلام دنورې مطالعې لپاره يوڅه كتابونه راكړل اوبيامې داسلام مطالعه شروع كړه اوس ماته دټىوي پروګرامونه يو چيلنج جوړشوى دى.اوله دې نه بى نيازه يم چى راتلونكي حالات به څه ډول رُخ اختياروي.

مااوس دقران مجيد مطالعه په اساسي ډول شروع كړې اوس زما نه داسې اعمال كېږي چې په هغوى كې يوڅه معقوليت اوخوښي هم شامله وي.
دكله نه چې ما داسلام مطالعه شروع كړې ده په بعضومسائلو كې مې په خپله خوښه اوذوق سره مطالعه وكړه . چې دازمادپاره يوه فطري رهنمايې هم وه لكه( ښځه داسلام له نظره ) چې دازمادپاره ډېره داهميت وړ موضوع وه.څرنګه چې زه دنوې غربي نړۍ مْؤظفه (وظيفه داره ) ښځه يم نوله دې وجې ماته دايوه ضروري  خبره وه چې په اسلام کې دښځې په اړه ښه مطالعه اومعلومات ولرم .

زمادپاره په فوري ډول اويوځل بدلون نا ممكن وو.لاكن داسلام له وجې ماته داخبره واضحه شوه چې دادين (اسلام)دښځې اونرانولپاره دمساوي حقوقوغوښتونكى اوعلمبرداردى.

اسلام ښځې ته په ۶۲۹م كال كې دراي وركولوحق وركړى وو.دښځې اونرلپاره يومناسب اوښايسته لباس اغوستل غواړي.او په دواړو باندي  يې په مساوي ډول دالازم كړي دى چې دخپلوخپلونظرونوحفاظت وكړي اودبدنظرنه خپل ځانونه وساتي زه پدي پوه شوى يم چې كله يوسړى دخپل جنس دفوقيت له وجې ځان جګ ګڼي دارويه يونامناسبه رويه ده اودادتكبراحساس سړي ته وركوي هغه وايې اوس ماچسپ اوتنګ لباس اغوستل اوسګريت څكل پريښي دي اواوس زه ديومكمل محجب لباس سره دtvدپاره پروګرامونه ثبتوم ماته په هغوښځوچې لنډاوتنګ لباس اغوندي اودمشهوروچينلونودټايټلونودښائسته كولولپاره ځان لوڅول هم عار نه گڼي په زړه كې ويره راځي داپه حقيقت كې دښځو توهين دي او دښځي لپاره چې الله جل جلاله كوم حق او وقار وركړي دي دهغي نه سرغړاوي دى.

ژباړه: رفيع الله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب