د لوط علیه السلام نسب

لوط علیه السلام  د ابراهيم علیه السلام  وراره دئ ، د هاران زوى دئ او هاران د آزر زوى ، د نسب سلسله يې داسي ده لکه دابراهيم علیه السلام  ځکه ابراهيم علیه السلام  دده اکا وو. دابراهيم علیه السلام  په قصه کي بيان وسو چي هاران دده پلار او ناحور دواړه دابراهيم علیه السلام  وروڼه وه . لوط علیه السلام  الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  په زمانه کي په پيغمبرۍ سره لېږلى دئ. لوط علیه السلام  پر ابراهيم علیه السلام  باندي ايمان راوړى او دابراهيم علیه السلام  په لارښوونه يې هدايت په برخه سو لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . سورة عنکبوت الاية ٢٦
ژباړه :لوط علیه السلام  پر ابراهيم علیه السلام  باندي ايمان راوړى او ابراهيم علیه السلام  وويل : زه دالله جل جلاله  لوري ته هجرت کوم بېشکه الله جل جلاله  زيات غالب او زيات دحکمت څښتن دئ.
وروسته لوط علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  سره په هجرت  پيل وکړ، په ټولو سفرونو کي دابراهيم علیه السلام  سره ملګرى وو ، بيا الله جل جلاله  دسدوم خلګو ته په پيغمبرۍ ولېږى البته دغه سيمه داردن په شاوخوا کي ده . لوط علیه السلام  چي کوم قوم ته لېږل سوى وو ده دهغه قوم سره هيڅ نسبي اړيکي نه لرلې ځکه دى دهغه قوم څخه نه وو بلکي دبلي سيمي ورته راغلى وو اونور پيغمبران لکه صالح علیه السلام  ، شعيب  علیه السلام  ، هود علیه السلام  او داسي نور الله جل جلاله  هغه قومونو ته لېږلي وه چي دوى هم دهغه قوم څخه وه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب