دموکراسي او دیکتاتوري نظام

دموکراس تعریف:

حاكميت د خلكو په لاس

ډیمو کراسي د یو حکومت له هغه سیستم څخه عبارت ده چې د عمومي ټا کلو نه وروسته د اکثریت رایو په ګټولو سره منځ ته راځي. دموکراسي د یو داسې هدف مفهوم دی چې د هغې له مخې په یوه ټولنه  کې ټول خلک پرته له امتیازه ، بې له دې چې یو انسان پر بل انسان واکمن وي ، د برابرو  حقوقو  او امکاناتو لرلو سره وکولی شي  خپلو وړتیاو ته وده ورکړي.

یوه دموکراتیکه ټولنه د سیاسي چلند  ټول هغه ډولونه په رسمیت نه پېژني، چې د ټولنې د پرګنو ترمنځ  بې له زوره او بې له آزاد  بحث او خبرو اترو څخه نیول شوي نه وي.

ډيموكراسي له دوو يوناني كلمو څخه جوړه شوې چې د  ډيموسمفهوم خلك او د کراسی ,  د قدرت د نظام او حاكميت په مفهوم  اخيستل شوې ده. د دموکراسۍحکومت فکر 2،500 کاله مخکی په اتن کی منځته راغئ . ډيموكراسي يو عامه حكومت ته وايي، هغه حكومت ته چې په هغه كې حاكميت د خلكو په لاس كې وي اوكارونه عموما دهغو استازو په وسيله ترسره كېږي چې د خلكو له خوا ټاكل شوي وي. په اساسي توګه ډيموكراسي د انسان د فردي ازرښت د اعتقاد پر پايه درول سوې ده.  ناروی یو دیموکراتیک پادشاهی هیواد دی. په ناروی کې هر څوک حق لري چې خپله رایه ورکړي چې څوک ناروی اداره کړي. د ناروی پارلمان غړي د مختلفو سیاسی ګوندونو استازیتوپ کوي او په هر و څلور کلونو کې ټول ټاکنې کیږی. د ناروی ټول وګړي چې ۱۸ څخه اوښتې وي په پارلمانی ټول ټاکنو کې د رای ورکولوحق لري.

د دولت رکنونه:

د ناروې دولت له لاندې درې ګونو قواونه جوړ شوی دی.

  • مقننه قوه: هغه قوه ده چې د خلکو او دولت لپاره قانون جوړوي د ولسي جرګې (پارلمان) څخه متشکله ده.
  • اجراییه قوه: دا قوه د قوانینو د اجرا او تطبیق مسولیت په غاړه لري چي د وزیرانو له شورا یا کابینې او خپلواکو ادارو څخه جوړه ده.
  • قضاییه قوه: د خلکو دعواګانې حل او فصل کوې او عدالت تامینوي چې له ستري محکمې او نورو مخکمو څخه جوړ ده.

 

د وينا ازادي

په یوه ډموکراتیک سیستم کې د وینا ازادی خورا ډیر اهمیت لري. د وینا ازادی مفهوم دا دي چې خپله عقيده، نظر او رايه په ازادانه ډول څرگنده کړي، د خپل ايډيال او ارمان د ترلاسه کولو لپاره روا مبارزه وکړي او هیڅوک د خپل بیان او فکر له امله چې څه وایی او څه فکر کوي ،نه تعقیبیږی.

دموکراسی –  ازاده، بې طرفه او خپلواکه رسنۍ

په یوه دموکراسی کې د ټولنیز رسونې شتون خورا ډیر  مهم دي. په ناروی کې ډیر ورځپانې شته. همدا ډول د تلویزیون او راډیو ډیر چینلونه هم په ناروی کې شته ژورنالیستان تل په حکومت ،نورو دولتي موسسو او هغه وګړو باندې چې په ناروی کې د قدرت خااوندان دی نیوکې کوی.

دیکتاتوری تعریف:

هغه حکومتونه چې استبدادي ځانګړنې لري، عموما د یو شخص له لورې اداره کیږي او په یواځیتوب د ټول هېواد ځواک په لاس کې اخلي. دیکتاتور حکومت هغه حکومت دی چې د یوه کس له خوا اداره کیږي چې د همدې فرد تصمیمونه د خلکو د نظارت او کنترول په موخه هیڅ مکانیسم او قانوني محدودیت نه پرېږدي. په مدرنه دوره کې چې کوم دیکتاتوران د قدرت په حال کې دي، هیڅ کله هم د قانوني حکومت، اساسي قانون یا نورو ټولنیزو، سیاسي نهادونو په واسطه نه شي متوقف کېدلای. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډېری هېوادونه د دیکتاتور حکومتونو له خوا اداره کېدل. د آدولف هیتلر له آلمان ، یوسف استالین له اتحادشوروی کېا و فرانسیسکو فرانکو له اسپانیا  نه کولی شو د وخت د دیکتاتورانو په توګه یادونه وکړو.

ديکتاتورۍ – يوازې يو غږ اورېدل کيږي

په دیکتاتوری هیواد کې د ډله ييزو رسنيو د ديکتاتورۍ مقاماتو تر کنترول لاندې دی او  رسنې ورځپاڼې، راډیو او تلویزیون يوازې هغه څه چې چارواکي غواړي خلکو ته وايي.هیڅ څوک حق نه لري چې خپله عقيده، نظر او رايه په ازادانه ډول څرگنده کړي. دچارواکی له خوا ډېر موضوعات سانسور کېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب