څیړنه: د جغندر اوبه مو د وینې له لوړ فشار څخه ژغوري

نوې څیړنې ثابته کړې چې د جغندر اوبه انسان د وینې له لوړ فشار څخه ژغوري او په دغه ناروغۍ له اخته کیدو څخه مخنیوی کوي.

د څیړنې په اساس هر ورځ د جغندر یو ګیلاس اوبه استعمالول سربیره پر دې چې انسان د وینې له لوړ فشار څخه ژغوري له نورو ډیرو مختلفو ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

برتانوي څیړونکو په وینا جغندر خاصه اندازه نایتریډ لري چې د دې یو ګیلاس اوبه په انسان کې د وینې اندازه او د بدن دفاعي نظام په پیاوړی کولو کې ځانګړی اثر لري.

د جغندر اوبه له پورتنیو ګټو سربیره د انسان په بدن کې د وینې فشار نورمال ساتي له دې سربیره دغه خواړه په بدن کې د کولیسټرول اندازې په کمولو کې هم مهمه ونډه لري.

روغتیايي څیړونکو په وینا د جغندر اوبه د وینې شریانونو نرمولو سره د زړه حملې څخه هم مخنیوی کوي. دغه خواړه له دوامداره استعمال سره انسان له ډیرو نورو ناروغیو څخه هم په امان وي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب