د مخ لکې (داغونه)

 لمړی تاسي ته د مخ د لکو ډولونه بیانو وروسته یې درملنه!

ملاسما یا د حاملګۍ لکه:

د مخ د لکې یو تر ټولو لوی عامل ملاسما دی، چي ډیری په هغه ښځو کي چي د مخ د لکې د درملني لپاره ډاکټر ته مراجعه کوي لیدل کیږي، دا یوه کسبي قهوه اي رنګه لکه ده چي د وخت په تیرېدو سره منځ ته راځي.

 په دې خاطر چي دا لکې ډیری په حامله ښځو کي لیدل کیږي د حاملګۍ د لکو په نامه مشهوره دي. اما کیدای سي په نجونو او په کمه توګه په نارینه و کي هم ولیدل سي. دا لکې ډیری پر باړخو، تندي او زنه باندي په تیاره پوست لرونکي کسانو کي لیدل کیږي.

د پوستکي تاریکي یا لکه معمولآ د ولادت نه وروسته له منځه ځي، ځیني وختونه کیدای سي د څو میاشتو لپاره پاته سي. د مخ دا ډول لکې کیدای سي بیله یو معلومداره علته یا د کورنۍ په توګه، په ځانګړې توګه په هغه کسانو کي چي د لمر په کمو وړانګو سره یې پوستکی تاریکه کیږي ولیدل سي.
ځیني ښځي متوجه کیږي چي د قاعدګۍ څه مخکي یې سمدلاسه پر مخ لکې منځ ته راځي. ملاسما یا د حاملګۍ لکه په پراخه توګه په هغه ښځو کي چي د حاملګۍ ضد دواوي استعمالوي لیدل کیږي چي د لمر وړانګو ته برابریدل نوموړي لکې نوري هم تیزه وي.

نوموړي ښځي چي کله حامله سي، دغه لکې یې پر مخ پیداکیږي، د حاملګۍ ضد دوا د قطع کیدو څه وروسته د لکو ورکیدل ډیر وخت نیسي یا هم کیداي سي چي په مکمله توګه هیڅکله ورکي نسي.

د سوء تغذیې او د ویټامینونو د کمښت لکې:

دا لکې د B12 ویټامین د کمښت له امله منځ ته راځي او په تاریکه پوست لرونکي نژادو کي ډیر لیدل کیږي.
دا لکې د مخ د لکو په شکل وي د A ویټامین د کمښت له امله پراخیږي او د چرګ د پوستکي په څیر ښکاره کیږي، دغه ډول لکې د فولیک اسید، اسکوربیک اسید (C ویتامین) په کمښت او په کم خوني کي هم لیدل کیږي.
قهوه اي ټکي یا فرکل

your ads

فرکل ډیری په هغه کسانو کي چي روښانه سپین پوست، سره یا خرمایي وریښتان او شنې سترګي ولري لیدل کیږي، فرکل د ۵ کلنۍ په عمر کي شروع کیږي، د کوچنیو روښانه قهوه اي لکو په څیر د بدن پر لڅو برخو لکه مخ، اوږو او شاه باندي لیدل کیږي.

 د زوړوالي لکې

دا لکې د لمر وړانګو سره په دوامداره اړیکي او د عمر په زیاتېدو سره منځ ته راځي.
دا معمولآ سطحي قهوه اي رنګه لکې دي چي د یو یا څو سانتي مترو په اندازه پر مخ او د لاسونو پر شاه باندي لیدل کیږي، د ۳۰ څه تر ۴۰ کلنیو په عمر کي شروع او د عمر په ډیریدو سره پراخیږي، رنګ یې تیز او شمیر یې ډیریږي.
که څه هم په بیوپسي معایناتو کي سرطاني تغیرات نه لیدل کیږي، اما کیدای سي په راتلونکي کلنو کي په سرطاني ضایعاتو باندي واوړي، نو لازمه ده چي ژر تر ژره یې درملنه وسي.

 د لکو درملنه

څنګه چي وویل سول چي د پوستکي توري لکې بیلابیل عاملونه لري. نو لازمه ده چي د علمي کتنې، دقیقي معاینې او د ناروغ څه د حال اخیستنې وروسته او په ځینو وختونو کي د معایناتو وروسته د لکو درملنه وسي.
ځیني غیري متخصص کسان یا آرایش کونکي په خپل سر د مخ د لکو د درملني لپاره یو یا څو د لکې ضد کریمونه توصیه کوي. چي په دغه دواو کي ځیني نباتي دواوي کیدای سي پر پوستکي باندي داسي اوږدمهاله حالت راوړي چي حتی د پوستکي د متخصصینو په واسطه هم د درملني وړ نه وي.
د مخ د لکو د درملني او مخنیوي لپاره مناسبي لاري چاري شتون لري چي د پوستکي متخصص د لمړنیو کتنو وروسته دهغه څه استفاده کیږي.

 د مخ د لکو مخنیوی

پوستکی مو د لمر د وړانګو څه وساتی.
د پوستکي د متخصص د مشورې پرته هیڅکله د مخ روښانونکو کریمونو څه ګټه مه اخلی.
د حمام کولو، مخ وچولو او د کریمونو استعمالولو پر مهال د پوستکي د ټینګ مښولو څه ډډه وکړی.
د مخ د لکو درملنه مو د پوستکي د متخصص تر نظر لاندي وکړی.
که چیري ستاسي قناعت په دوایي درملني باندي نه سو ترلاسه، کولای سی د لایې پورته کولو او لیزر ( په ځانکړو حالاتو کي د تجربه لرونکي متخصص په واسطه) څه استفاده وکړی.

 اړین ټکي

ددې لپاره چي ستاسي درملنه د قناعت وړ و اوسي نو لاندي ټکي په پام کي ونیسی.
د لمر وړانګو ته د برابریدلو څه ډډه وکړی.
د لمر ضد کریم چي ستاسي د پوستکي اړوند درته توصیه سویدی په منظمه توګه لږ تر لږه په ورځ کي دوځله (سهار او غرمه) استعمال کړی.
د لمر ضد کریم مو په ډیره اندازه استعمال کړی. ښه به داوي چي د لمر ضد کریم نیم ساعت مخکي د لمر وړانګو ته د مخامخ کېدو نه استعمال کړی.
د لمر ضد په کریم مو ټول مخ غوړ کړی.
د لمر ضد کریم مو هر ورځ که څه هم باراني یا وریځي ورځ وي استعمال کړی.
د لمر ضد کریم تر څنګ د ثانوي ساتونکو فکتورنو لکه صایوان، مجله او پیک لرونکې خولۍ څخه ګټه واخلی، تر څو پوستکی مو د لمر وړانګو ته لږ برابر سي ځکه د لمر ضد کریم سل په سله کي ستاسي پوست د لمر په وړاندي نسي ساتلای.
دوا مو د ډاکټر د لارښوني سره سم استعمال کړی.

د لکې ضد دوا خارش کونکې ده، نو باید هڅه وسي چي په کمه اندازه شروع او د وخت په تیریدو سره زیاته سي.
د ستونزي درلودلو په صورت کي د خپل ډاکټر سره مشوره وکړی.
هیڅکله د بل چاه د دوا څخه ګټه مه اخلی.
که چیري مو درملنه د قناعت وړ نه وي کولای سی د درملني د نوو میتودونو څه( لایه پورته کول، میکرو درمابریش او داسی نور…) ګټه واخلی.

داكتره مريم زينب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب