پوټکی یا پوست (Derma)

اخستونکځي : ويکي پېدیا (Wikipedia) او د المانۍ دثزخذروغتیايي مجلې څخه

پوټکی پر ټول بدن باندي داسي غوړېدلی لکه یو پوښ . د پوټکي آغېزمنه دنده بدن له تودوخي، یخنۍ د بهرنیو فشارونو ځخه ساتل او د اوبو ایستل دي . دلاسود ګوتو دسرکو پوټکی د حس دغړي کار ورکوي . پوټکی د بدن د غړي په صفت په ۲۴ ویشتو ساعتونو کي د ۵۰۰ څخه بیا تر ۶۰۰ ملي لیتره اوبه توښه (بخار) وي .
د خوُلې پر مهال کېداي سي، چې تر ۲ لیترو پوري هم اوبه و باسي .
د خوُلې په اوبو کي مالګه، بولي توکي، بولي تېزاب هم را وځي . پوټکی له درو پوړو څخه جوړ سوی دی :
لومړه :- سربېرن پوټکی (Epidermis)
دوویم : – څرمنیز پوټکی (Corium)
درېم :- لاندنی پوټکی Subcutis)
( ۱ سربېرن پوټکی (Epidermis)؛ دغه پوټکی له دو پوړو څخه جوړ سوی دی . چې یو ئې ښکریز پوړ (Startum corheum) اوبل ئې حجروي پوړ دی . ښکریزپوړ چې له باندنیو پیښو تر آغېزه لاندي راسي مقاومت کوي او تل ځلي له منځه ځي خو د حجروي پوړ له خوا بېرته بشپړ کېږي یاني نوی کېږي . اوپر دغه باندي وېښتیان ولاړ دي .
۲) څرمنیز پوټکی (Corium)،دغه پوټکی له اېلاستکي تړیز نسج څخه جوړ سوی دی، چې د سربېرن پوټکي سره په ریګي ریګي ډول تړل سوی دی،چې و دواړو ته څرمنیز (Cutis) وايي . په دغه پوټکي کښې د وینو باریک رګونه او د نريواعصابو باریک تارونه سته . دغه نري اعصاب بهرني فشارونه، خوږ، یخني، تودوخي چې پر پوټکي باندي راځي و مغزو ته خبر ورکوي . ځرمنیز پوټکی ورو ورو ځي په لاندني پوټکي کښې ورګډیږي یاني ورسره یوځای کېږي .
۳) لاندنی پوټکی (Subcutis)؛ دغه پوټکی تر ډېره ځایه دنسجي وازکي او دلانده نسج څخه جوړ سوی دی . دغه پوټکی ډېره وازګه ساتي نو له دې کبله د یخنۍ مخنېوی کوي . په ځینو برخو کي د بدن دغه وازګه کلکه وي، چې د فشار، دمښتلو د خوږ مخنیوی کوي . لکه د لاسو د ورغو زړه او د کونټو سره دغه ځای .
هغه شیان چې په پوټکي پوري تړلي او اړه لري . لکه : وېښتیان . نوکان او په پوټکي کښې وړوکي مرغړي .
الپ) ويښتیان : وېښتیان د بدن پر ټولو ځایو باندي وېشل سوي دي، مګر دلاسو پر خپړو او د پښو پر تلو باندي نسته . وېښتیا څو ډوله پر بدن باندي شتون لري : وَړین وېښتیان لکه د ( مخ، بدن او اندامو . ) بورسي وېښتیان لکه د ( باڼوګان، ورځي، پزي او د غوږو دننه وېښتیان . ) اوږده وېښتیان لکه د ( سر، بغل، ږره او د شرمځای
وېښتیان . ) وېښته د تنې اوریښې څخه جوړ سوی دی . د وېښته لاندنې برخه ئې په وړوکي پیازک پوري نښتې ده، چې نازک دوینو رګونه او عصب ورسره نښتي .

سربېره پر دې یوه وړوکې غړې هم پوري نښتې، چې ځیني مهال وېښتیان جګ ودره وي . د وېښتیانو درېښې سره نږدې په پوري یوه وړوکې وازګین مرغړی سته ، چې وېښتیان او پوټکی غوړه وي .
ب) نوکان : نوکان کلک پلن توکي دي ، چې دنوکه د پوړیز حجرې له بستر څخه جوړېږي . نوکان د لاسو او د پښو د ګوتو پر سرو باندي ځای لري، چې د مښتي پر مهال د ګوتو نازک ځایونه له خوږه وجغوري .
ج) د خوُلې مرغړي؛ دخولې مرغړي په څرمنیز پوټکي کښې پر ټول بدن وېشل سوي دي . په ځانګړې توګه ډېر ئې د لاسو په ورغوو کي د پښو په تلو کي، پر تندي او په بغلونو کي سته . د خولې د مرغړیو لاري د سربېرن پوټکي د سورویو سره پای ته رسي . دغه مرغړي سربېره پر اوبو، مالګه او بولي توکي راباسي .
په دغه ډول دبدن د اوبو سمون هم کوي .

د) وازګین مرغړې؛ وازګین مرغړي هم پر ټول بدن وېشل سوي دي . دغه مرغړي د هر وېښته د رېښې په بغل کي ورسره مښتي وي . د ښځو د تیو دغه مرغړي ځان ته ځانګړتیا لري، چې دلته د ډېرو مرغړیو لاري سره یو ځای سوي دي، چې د اومیدوارۍ پر مهال د شېدو سوري لوايږي او ډېريږي او ښځه شېدي پیدا کوي .

ژباړونکی محمدسرور وکیلي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب