شریانونه arteries؛ د شریان جوړښت او دندې

شریانونه arteries

شریان artery چې جمع یې شریانونه دي د یوناني ژبې د arteria څخه اخیستل شوې ده معنا یې د وینې رګ دی. شریانونه د وینې یو ډول رګونه دي چې د زړه څخه وینه د بدن بېلابېلو برخو ته لکه انساج،سږي ،دماغ او داسې نورو ته لېږدوي.ټول شریانونه اکسېجن لرونکې وینه لېږدوي پرته له ددو شریانونو څخه چې یو د pulmonary artery په نوم او بل د umbilical artery په نوم یادېږي کوم چې دا دواړه نا پاکه یا غیر اکسېجن لرونکې وینه سږو او پلاسنټا ته لېږدوي.د شریاني وینې موثر حجم هغه خارج الحجروي مایع ده کوم چې شریانونه یې ډک کړي دي.شریانونه د دوراني سیسټم یوه برخه ده کوم چې د بدن ټولو حجراتو ته د اکسېجن لرونکې وینې او غذایي موادو د لېږد دنده په غاړه لري همدارنګه د کاربن ډای اکسایډ او بیکاره توکو لرې کول،د وینې د مطلوب PH ساتل او د انسان د بدن د دفاعي سیسټم د پروټینونو او حجراتو لېږد دنده هم په غاړه لري.

 

د شریان جوړښت Structure:

د شریانونو اناټومي کېدای شي چې په macroscopicچې په سترګو لیدل کېږي او microscopic چې په مایکروسکوپ د لیدلو وړ دي وویشو.د انسان دبدن شریاني سیسټم په دوو برخو ویشل شوی:۱:سیسټمیک شریانونه چې وینه دزړه څخه ټول بدن ته وړي.۲:ریوي(pulmonary)شریانونه چې غیر اکسیجن لرونکې وینه د زړه څخه سږو ته وړي.د یو شریان یا ورید بهرني پوړد tunica externa په نوم یادېږي کله د tunica advantitia په نوم هم یادېږي،د کولاجن په نوم له یو ډول فایبرونو او د elastic انساجو څخه جوړ شوی پوړ دی. لوی شریانونه له ځان سره کوچني شریانونه چې د vasa vasorum په نوم یادېږي لري دا کوچني شریانونه د لویو شریانونو په وینې د مړېدو(blood supply) سبب ګرځي.د شریانونو د دیوال هر پوړ یو څرګند بېلوالی یو له بل سره لري خو tunica externa کوم څرګند بیلوالی له tunica media سره نه لري.tunica media هغه پوړ دی چې د tunica externa داخل خوا ته واقع دی کوم چې د ښویه عضلي حجرو،ایلاسټیک انساجو چې د نښلوونکو انساجو په نوم هم یادېږي او د کولاجن له فایبرونو څخه جوړ دی.دننی پوړ چې د وینې له جریان سره غیر مستقیمه اړیکه لري د Intima په نوم یادېږي.ایلاستیکي فایبرونه شریانونو ته اجازه ورکوي تر څو د قات را قات کېدلو وړتیا خپله کړي او د بدن په بیلابیلو برخو کې سم ځای په ځای شي.دا پوړ په ټوله کې د انډوټیلیل حجراتو او د کولاجن فایبرونو د یوې بډایه شبکې لرونکی دی.او هغه خالیګاه چې وینه پکې جریان لري د لومن په نوم یادېږي.

دشریانونو رامنځته کېدل:

د شریانونو جوړېدل او پای ته رسېدل هغه وخت پیل کېږي کله چې اندوتیلیل حجرې د شریانونو اړونده جینونه رابرسېره کړي.

 

د شریان دندې:

شریانونه بېلابېلې دندې لري او د دوراني سیسټم یوه برخه جوړوي. شریانونه هغه وینه چې د زړه په واسطه پمپ کېږي د بدن بېلابېلو برخو ته لېږدوي د شریانونو یو ډول چې د اکلیلي شریانونو په نامه هم یادېږي د زړه د خړوبولو دنده په غاړه لري ټول شریانونه یو ډول دنده نه ترسره کوي هر شریان خپله دنده تر سره کوي چې د اړوند شریان تر عنوان لاندې به تشریح شي.سیسټماټیک فشار د چپ بطین د شدید تقلص له امله رامنځته کېږي.د وینې لوړ فشار د شریانونو د خرابوالي یو فکتور دی.شریاني روغ فشار د استراحت په حالت کې کم وي یعنې سیسټمیک فشار به د ۱۰۰mm-hg د اتموسفیر وي.په ټوله کې فشار د شریانونو په واسطه ټاکل کېږي. د اصلي شریانونو د حجم او ارتجاعي ځانګړتیاوو په وړاندې د زړه د هر ضربان په واسطه د بهر شوې وینې اندازه،د مغزي سکتې حجم،د وینې په داخل کې د فشارونو سره مقاومت دا ټول د شریانونو دندې دي.د شریانونو په واسطه د نبض فشار هم معلومولی شو.یعنې د وینې فشار په شریانونو کې معلومېږي همدارنګه نبض هم په شریان کې معلوېږي او بله مهمه دنده یې چې مخکې هم ذکر شوه د پاکې او اکسېجن لرونکې وینې د لېږد دنده په غاړه لري.

وړانګه اکبر 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب