ایسپرین (Aspirin) مو د پروستات له سرطانه ژغوري

لکه څنگه چې اکثره خلک خبر دي چې ایسپرین گولۍ د زړه حملې څخه مخنیوی کوي. ستاسو زړه د بدن یوازینی غړی نه دی چې د ایسپرین ورځني استعمال څخه گټه پورته کوي.

ایسپرین په سړیانو کې د پروستات سرطان څخه مخنیوي کوي دغه څیړنه د ډیوک پوهنتون (Duke University) کړې ده چې د امریکن ایسوسیشن فار کینسر (American Association for Cancer) غونډه کې چې د سرطان څخه د مخنیوي په مناسبت د (American Association for Research Frontiers in Cancer Prevention Research Conference) تر نامه لاندې دیارلسمه غونډه کې وړاندې شوه.

دغه ‎څیړنه کې چې د گیلکسو سمیت کلاین (GlaxoSmithKline) دوا جوړونې کمپنۍ په مالي مرسته جوړه شوې وه ۶۳۹۰ کسان چې په شروع کې د پروستات په سرطان اخته نه ول گډون کړی وو.

دغې څیړنې اصلي موخه دا معلومول و چې دیوتستیرایډ (Duasteride) دوا پروستات سرطان کمولی شي که نه.

په دې څیړنې کې چې څلور کاله وخت ونیو ۵۰٪ گډون کوونکې ایسپرین استعمالول او پاتې نورو دغه گولۍ نه استعمالولې. د څیړنې په پای کې څرگنده شوه چې هغو کسانو چې ایسپرین گولۍ استعمالولې په هغوي کې د پروستات سرطان خطر ۱۳٪ کم و نسبت نورو کسانو ته.

په بدن کې د دوه انرایمونو کوکس ۱ (COX-1)او کوکس ۲ (COX-2)ځینې غیر صحي فعالیتونه د بدن حجرات (Cell)خرابوي او د سرطان سبب گرځي خو ایسپرین دغه دوه انزایمونه مهاروي او د دوي د فعالیتونو مخه نیسي.

د ۲۰۱۰ ز کال د لینسیټ عامه روغتیايي مجله (The Lancet general medical journal)کې خپره شوې راپور ښيي چې د پنځو کالو لپاره هره ورځ د ایسپرین ۷۵ گرامه استعمال د غټو کولمو سرطان مخه نیسي.

د وایډل (Vidal) چې د دې څیړنې مشري په غاړه لري په وینا ایسپرین کیدای شي په مثانه کې د خونریزي سبب وگرځی چې په همدې اساس دا ډله دا فیصله نشي کولی چې خلکو ته د ایسپرین ورځنی استعمال وړاندیز وکړي که نه.

میرمن وایډل مشوره ورکوي چې د ایسپرین د استعمال څخه وړاندې باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب