دغه خواړه مو د سر درد معالجه کوي

دغه خواړه مو د سر درد معالجه کوي

د سر درد هم یو له عامو ناروغیو څخه دی چې مختلف لاملونه لري. د روغتیايي کارپوهانو په وینا ۷۵ سلنه د سر درد په بدن کې د اوبو د کموالی له امله رامنځ ته کیږي. له دې سربیره د معدې ځینې ناروغۍ او ځینې نور لاملونه هم انسان د سر په درد اخته کوي.

دلته مو له ځینو هغو خوړو سره اشنا کوو چې خوړل يي د سر درد په کنټرول او له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. که چیرې سر مو درد کوي نو له درمل استعمالولو وړاندې لاندې خواړه یو ځل وازموئ.

۱- غوړ نه لروونکې شیدې
لکه څرنګه چې وړاندې مو هم یادونه وکړه چې د سر درد تر ټولو ستر لامل په بدن کې د اوبو کموالی دی نو له همدې امله زیاته اندازه سودیم (Sodium) لروونکي خوړو څخه ځان ژغورلو سره د سر درد مخه نیول کیدی شي. شیدې نه یوازې دا چې د بدن د اړتیا وړ مایعات پوره کوي بلکه زیات شمیر ویټامینونه او منرالونه هم لري. شیدې د کلسیم (Calcium) او پوتاشیم (Potassium) غوره منبع ګڼل کیږي کوم چې د سودیم لروونکي خواړه منفي اثرات له منځه وړي. له دې سربیره وروستۍ څيړنې ښيي چې له خوړو سره د لبنیاتو استعمال د وینې د لوړ فشار مخه نیسي، د شکر د ناروغۍ خطر له منځه وړي او په بدن کې د اضافي وزن زیاتیدو څخه هم مخنیوی کوي.

۲- کب
ویټامین بي (Vitamin B) ځینې ډولونه لکه بي ۱۲ (B12)، بي ۶ (B6) او فولک اسید (Folic Acid) لروونکي خواړه د سر درد په له منځه وړلو کې ډيره زیاته مرسته کوي نو له همدې امله د ټونا (Tuna) او سالمن (Salmon) نومې کبانو استعمال د سر درد په له منځه وړلو کې ځانګړی اثر لري. یوازې کوچنی سالمن (Salmon) نومې کب مو د سر درد له منځه وړلی شي.

۳- کچالو
کچالو د پوتاشیم (Potassium) یو له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي کوم چې د بدن د پوتاشیم ۳۵ سلنه ورځنۍ اړتیا پوره کوي. له پوتاشیم سربیره کچالو زیاته اندازه ویټامین اې (A)، سي (C) او بي ۶ (B6) هم لري.

۴- اوبه
د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کول هم د سر درد څخه مخنیوی کوي. کوښښ وکړئ په ورځنۍ ډول ځانګړی اندازه اوبه څښلو سره د بې شمیره ناروغیو مخه ونیسئ.

۵- ګیلاس
ګیلاس نومې میوه خپل ترکیب کې داسې مرکب لري کوم چې په وینه کې په نیټریک اکسایډ (Nitric Oxide) بدلیږي. نیټریک اکسایډ (Nitric Oxide) د سر درد په وړاندې د ډال رول لوبوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب