فولک اسید د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغان زړه له حملې او فلج څخه ژغورلی شي

امیدوارې ښځې خپل پیدا کیدونکی ماشوم له ناروغۍ څخه ژغورلو لپاره فولک اسید استعمالوي خو چینايي ساینسپوهانو ثابته کړه چې غه درمل د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغانو ته هم ډیر ګټور دی.

چینايي روغتیايي کارپوهانو په وینا د فولک اسید د ضرورت مطابق استعمال کولی شي د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغان د زړه له حملې او فلج څخه وژغوري.

د چین په بیجینګ ښار کې د پیکنګ پوهنتون پروفیسر یونګ هو په چین کې د وینې لوړ فشار لرونکي ۲۰۰۰۰ ناروغان چې د زړه په ناروغۍ اخته نه ول تر څیړنې لاندې نیولی و.

ډاکټر یونګ هو ځینې ناروغانو ته په ورځنۍ ډول د فولک اسید یو ګولۍ د وینې لوړ فشار مشهور درمل اینالاپرل سره ورکاوه په داسې حال کې چې یو شمیر ناروغانو ته يي یوازې د وینې لوړ فشار درمل اینالاپرل ورکړی و.

څلور کاله وروسته زیات شمیر هغه کسان چې یوازې د وینې لوړ فشار درمل استعمالول د فلج په ناروغۍ اخته شول او یا هم د زړه حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغو کسانو چې د وینې لوړ فشار درمل تر څنګ د فولک اسید ګولۍ هم استعمالولې په هغوي کې د فلج په ناروغۍ اخته کسانو شمیر کم و او کم شمیر کسان د زړه حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

فولک اسید (Folic Acid) یو ډول روغتیايي ماده ده چې په ځینې خواړه لکه سابه، ستروس کورنۍ میوې، لوبیا او ځینې نورو کې په زیاته اندازه پیدا کیږي او د ګولۍ په بڼه هم په درملتونونو کې موجود دی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب