
سترګه څه شی ده؟ جوړښت او برخې یې Eye
سترګه د ځانګړو حسیتونو له ډلې څخه ده. ځانګړي حسیتونه د هغو حسیتونو څخه عبارت دی چې په ځانګړي غړو پورې اړه ولري،لکه: اورېدلو حس، د بویولو حس، د ذایقې حس، د لمس کول حس او د لیدلو حس چې دا هر یو په اړونده غړي پورې اړه لري.
د سترګې د ګاټي دندیزه جوړښت:
د انسان د سترګې ګاټی تقریباً ګرد شکل لري چې 24mm قطر لري. دغه ګاټی د پورته نه ښکته خوا ته مسطح یا هموار وي. د سترګې ګاټی له دوو برخو څخه جوړ دی چې مخکینۍ او شاتنۍ برخه ده. مخکینۍ برخه یې کوچنۍ ده او د سترګې د ګاټي یوازې ۱/۶ برخه یې نیولې ده خو شاتني مخ یې لوی دی او د سترګې د ګاټي ۵/۶ برخه یې نیولې ده.د شاتنۍ برخې نیمایې قطر 8mm دی.
orbital cavity
د سترګې د ۱/۶ مخکینۍ برخې څخه پرته نوره کومه برخه چې په یوه هډوکینه تشه کې پرته ده دغې تشې ته orbital cavity وايي. د سترګې ګاټی د orbital cavity سره د ocular muscle په واسطه یو ځای شوی دی.
د سترګو زېږمې eyelid:
د سترګو زېږمې د سترګو د ګاټو د ساتنې دنده په غاړه لري.د سترګو زېږمې سترګې دهغو ناخوالو څخه چې سترګې ورسره مخ کېږي ژغوري او د خوب په وخت کې په سترګو باندې رڼا بندوي.زېږمې د سیلیاوو لرونکې دي چې هره سیلیا د فولیکلونو لرونکې ده.په پورتنۍ زیږمه کې د ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې سیلیا شتون لري او په لاندینۍ زیږمه کې د ۵۰ څخه تر ۷۵ پورې سیلیا شتون لري.د سترګو په زیږمو کې یو شمېر د غوړو غدې هم شتون لري چې ددغه غدو خولې د فولیکل په برخه کې خلاصې شوي دي.
conjunctiva منضمه:
د مخاطي غشا یوه نرۍ پرده ده کوم چې د سترګې ښکاره برخه پوښوي.د مخکینۍ برخې د پوښولو څخه وروسته د سترګې داخلي برخې ته منعکس کېږي. د منضمې هغه برخه چې د سترګې ګاټی یې پوښلی د bulbar portion په نوم یادېږي.د conjunctiva مخ د lacrimal غدې د افرازاتو په واسطه لوند ساتل کېږي.
lacrimal غده او اوښکې:
نوموړې غده د سترګې د ګاټي د وحشي نهایت په پورته برخه کې موقعیت لري.د دې غدې په واسطه اوښکې تولیدېږي او دغه اوښکې د منضمې په مخ جاري کېږي او د lacrimal duct په واسطه پوزې ته خالي کېږي همدارنګه lacrimal sac او nasolacrimal duct ته هم تخلیه کېږي.اوښکې یو ډول hypertonic ماده ده چې سترګې له التهاباتو څخه ژغوري.
د سترګې د ګاټي دیوال:
له دریوو پوړونو څخه جوړ دی:
۱: بهرنی پوړ چې د tunica externa او یا tunica fibrosa په نوم هم یادېږي د قرنیې او sclera څخه جوړ دی.
۲:منځنی پوړ چې د tunica vasculosa یا tunica media په نوم هم یادېږي د iris,ciliary body,choroid څخه جوړ شوی دی.
۳:دنننی پوړ چې دtunica interna یا tunica nervosa په نوم هم یادېږي د retina څخه جوړ دی.
بهرنی پوړ یا tunica externa or tunica fibrosa :
sclera:د سترګې د ګاټي سپین،کلک،فایبروزي او مستحکم پوړ دی کوم چې د سترګې د ګاټي ۵/۶ برخه نیسي.او د مخکې خوانه د قرنیې په واسطه ادامه لري.سکلرا د سپینو فایبروزي انساجو او elastic فایبرونو څخه جوړ شوی دی.د sclera شاتنی مخ د opticعصب په واسطه سوری شوی دی.سکلرا د سترګو سپین باله شي.
cornea:
د سترګې د ګاټي روښانه، شفافه،محدبه مخکینۍ برخه ده چې iris او pupil پوښلې ده.قرنیه د سترګې د ګاټي بهرنۍ شپږمه برخه جوړوي که څه هم د قرنیې جوړښت شفاف دی خو شفاف نه ښکاره کېږي بلکه په بېلابېلو رنګونو لکه آبي،شین،نصواري،خړ او تور رنګونو سره ښکاره کېږي ځکه چې قرنیه دiris په واسطه پوښل شوې ده او iris د پورته ذکر شوو رنګونو څخه یو لري.د قرنیې قطر په عمودي ډول ۱۱mm دی او په افقي ډول ۱۲mm دی.
قرنیه د لاندې پینځو پوړونو څخه جوړه شوې ده:
۱: د stratified epithelium پوړونه ۲: bowman membrane or anterior elastic lamina :۳ substantia proper۴
:descemet layer or posterior elastic lamina ۵ :د انډوتیلیل حجرو پوړونه.
د قرنیې دانکسار ضریب ۱.۳۷۶ دی. قرنیه د درد،لمس کولو،فشار او یخنۍ سره ډېره حساسه ده .دقرنیې مرکز د درد سره ډېر حساس دی ځکه دا برخه د ډېرو عصبي نهایاتو څخه برخمنه ده.په نارمل حالت کې قرنیه د وینې رګونه نه لري او خپله انرژي او خپل غذایي توکي د aqueous humor په نوم له یوې مادې څخه اخلي.خو په ځینو پتالوژیک حالاتو کې کېدای شي چې د وینې رګونه ولري.په بهرني مخ کې د sclera او cornea تر منځ بېلوونکې برخه د limbus په نوم یادېږي چې د ۱mm په اندازه پراخوالی لري.په limbus کې د وینې رګونه هم لیدل کېږي،دغه د وینې رګونه د superficial marginal plexus څخه جوړېږي چې دا هم په limbus کې ځای لري.
د سترګې د ګاټي منځی پوړ یا tunica vasculosa or tunica media:
منځني پوړ د سترګې ګاټی په بشپړ ډول سره چاپېر کړی دی پرته له یوې کوچنۍ برخې څخه چې په قدام کې واقع ده او دکسي یا pupil په نوم ده. دغه پوړ د دریو جوړښتونو څخه جوړ شوی دی چې هر یو یې په لاندې ډول داسې دی:
choroid:
یو نری وعایي پوړ دی چې د sclera او retina تر منځ قرار لري دا د منځني پوړ د پنځمې خلفي برخې څخه جوړ شوی دی.کوروییډ مخ په وړاندې په ciliary body او iris بدلیږي.
choroid د sclera څخه د perichoroidal space په واسطه جلا شوی دی.
د کورویيډ داخلي مخ د رېټینا د رنګه اپتیلیم خوا ته دی.choroid د شریعه عروقو له یوې بډایه شبکې څخه تشکیل شوې دی چې بې شمېره شریانونه او وریدونه پکې شامل دي.
Ciliary body:د سترګې د منځني پوړ قدامي او پېړه برخه ده چې د choroid او iris تر منځ پرته ده.نوموړی جوړښت د ora serata مخې ته پروت دی.بڼه یې د حلقې په ډول ده او بهرنی مخ یې د سکلرا څخه د perichoroidal خالیګاه په واسطه جلا شوی.د ciliary body دنننی مخ د عدسیې یا lens او د vetrous body مخ ته دی.د ciliary body –suspenory لېګامنټونه دعدسیې سره وصل دی.د ciliary body قدامي مخ د قرنیې مرکز لور ته دی او له دغې سطحې څخه iris منځ ته راځي.ciliary body درې برخې لري:
1: orbiculus ciliaris
2: ciliary body proper
3: ciliary processes
لومړی orbiculus ciliaris: د ciliary body دا برخه د choroid په واسطه دوام ورکول کېږي او دا د ciliary body خلفي ۲/۳ برخه جوړي او ۴ ملي متره پراخوالی لري.
دویم ciliary body proper:د ciliary body دا برخه د دوو جوړو ciliary عضلاتو څخه جوړه شوې ده چې دا دوه جوړې عضلات هر یو د بهرنیو طولاني عضلاتو او دنننیو حلقوي عضلاتو په نوم یادېږي نوموړي عضلات د oculomotor عصب د parasympathetic الیافو په واسطه تعصیب شوي.
دریم ciliary processes: د ciliary body د داخلي سطحې څخه یو ډول ګوتو ته ورته راوتلي جوړښتونه شتون لري چې د ciliary processes په نوم یادېږي چې شمېر یې شاوخوا ۷۰ ته رسېږي دغه راوتنې د سترګې د مرکزي قطب په لور وړاندې ځي تر څو corona ciliaris جوړ کړي.
Iris:
د سترګې دګاټي نرۍ او رنګه،پردې ته ورته جوړښت دی چې د عدسیې مخ ته ځای لري.iris د نرۍ حلقوي پردې څخه چې په مرکزي برخه کې حلقوي سوری لري جوړ شوی دی دغه سوری د د سترګې دکسي یا pupil په نوم یادېږي.iris د لاندې عضلاتو څخه جوړ دی:۱:د pupil تقبض ورکوونکي عضلات یا iris sphincter muscle چې د حلقوي عضلي فایبرونو څخه جوړ شوي دي.ددې عضلاتو تقبض ددې سبب ګرځي چې pupil تقبض وکړي.۲:د pupil پراخه کوونکي عضلات یا dilator papillae چې د شعاعي فایبرونو څخه جوړې شوې عضلې دي.ددې عضلاتو تقبض ددې سبب ګرځي چې pupil انبساط وکړي یا وغځېږي.د پورتنیو دواړو عضلاتو کړنې ددې سبب ګرځي چې دpupil د قطر په پراخوالي کې کموالی یا زیاتوالی رامنځته کړي همدارنګه کسي ته د رڼا د ننوتو تنظیم هم په غاړه لري.یعنې د ډیرې رڼا په صورت کې کسی تنګېږي تر څو د رڼا د زیات تګ څخه مخه ونیول شي.نو ځکه iris په سترګه کې داسې ده لکه کمره کې چې پرده شتون لري.
د سترګې د ګاټي دنننی پوړ tunica interna or tunica nervosa:دې پوړ ته retina هم ویل کېږي.retina یوه شفافه،نازکه،روښانه او حساسه غشا ده چې د سترګې د ګاټي د تر ټولو دنننۍ برخې څخه جوړه شوې ده.په retinaکې د لیدلو آخذې ځای پر ځای شوې دي د جوړښت له نظره retina دلسو برخو څخه جوړه شوې ده.
په سترګه کې نور جوړښتونه:
fundus oculi:د سترګې د ګاټي د دنننۍ برخې شاتنۍ برخه ده چې د fundus په نوم هم یادېږي.fundus ددوو اړینو جوړښتونو درلودونکی دی:۱:optic disk ۲:macula lutea with fovea centralis
لومړیoptic disk:
دې ته ړوند ټکی یا ړنده ساحه هم ویل کېږي.Optic disk یو خاسف او پیکه رنګه disk دی چې د سترګې د ګاټي د خلفي دیوال له مرکز سره نږدې واقع دی.optic disk د optic papilla په نوم هم یادېږي.دغه ډسکونه د ګنګلیاوو د اکسونونو د د کوږوالي څخه رامنځته شوي دي تر دې چې د optic عصب جوړ کړي.optic disk د retina ټول پوړونه په برکې نیسي پرته له rods او cons څخه. کله چې د نور وړانګې په optic disk ولګېږي نو موږ نه شو کولای چې شی ووینو نو ځکه دا برخه د ړوند ټکي یا ړندې ساحې په نوم یادېږي.
دویم macula lutea:
یوه کوچنۍ ژېړ رنګه ساحه ده چې په retina کې د optic disk وحشي خوا ته پرته ده چې د ژېړ ټکي په نوم هم یادېږي.د رنګ ژېړوالی یې د ځینو ژېړ رنګو پګمنټونو د شتون له امله دی.دmacula lutea په مرکز کې fovea centralis ځای لري.
fovea centralis:د macula lutea په مرکز کې داسې یوه برخه ده چې د retina ټول پوړونه په دې برخه کې نازکه شوي دي.د fovea centralis قطر ۰،۵ ملي متر شاوخوا دی.fovea centralis تر ټولو ډېره د بېړنۍ یا چټکې لیدنې ساحه ده ځکه چې fovea centralis یوازې له cons حجرو سره اړیکه لري او cons حجرې د لیدلو په پروسه کې غوره رول لوبوي.
foveal لیدنه:
یعنې د fovea centralis په واسطه لیدنه:کله چې یو کس یو شي یا جسم ته ګوري په دې وخت کې د سترګو ګاټی نېغ په نېغه د شي په لور وي نو د لیدلي شي انځور د هرې یوې سترګې په fovea centralis باندې غورځي(د لیدلو مېخانیکیت یې د لیدلو د پروسې تر عنوان لاندې تشریح شوی)چې شخص په روښانه ډول سره جسم لیدلی شي چې دې ته foveal لیدنه ویل کېږي.دا ډېره حساسه لیدنه ده ځکه چې د جسم سره د مخ کېدو په صورت کې سمدستي لیدل ترسره کېږي.که لیدنه foveal رامنځته شي نو انځور به روښانه وي او ژر به رامنځته شوی وي.
extra foveal لیدنه:
کله چې لیدل د retina په نورو برخو کې ترسره شي دې ته محیطي لیدل یا extra foveal لیدل ویل کېږي.دا یو کم حساسه لیدنه ده یعنې د جسم سره د مخامخ کېدو څخه وروسته کېدای شي لیدل ترسره شي خو انځور به تت ښکاري ځکه ورته کمه حساسه لیدنه ویل کېږي.
intra ocular fluid یا داخل بصري مایع:دا مایع د سترګې په ګاټي کې شتون لري د سترګې د ګاټي د بڼې په ثابت ساتلو کې ونډه لري.نوموړې مایع دوه ډولونه لري:۱:vetrous humor ۲:aqueous humor
لومړیvetrous humor: دا د سترګې د مایعاتو لویه برخه ده او د عدسیې په خلف کې ځای لري یو ډول سرېښناکه لزوجي ماده ده چې د عدسیې او retina تر منځ تشه کې ځای لري یعنې د عدسیې شاته.دې ته vetrous body هم ویل کېږي.دا مایع په ډېره اندازه سرېښناکه او جېلاټین لرونکې ده،چې دا ځانګړتیا یې د proteoglycan مالیکولونو په واسطه په برخه شوې ده.په vetrous humor کې لوی مواد د البومین او هیالورونیک اسید څخه عبارت دی چې د وینې څخه د diffusion(د حجرې څخه د موادو تیرېدنې تر عنوان لاندې تشریح شوی)د عملیې په واسطه vetrous humor ته ځي.vetrous humor د سترګې د ګاټي د ثابت ساتلو دنده په غاړه لري.
دویم aqueous humor: د سترګې د مایعاتو کمه او قدامي برخه ده یوه رقیقه مایع ده د عدسیې او قرنیې ترمنځ چې کومه تشه ده په هغه کې ځای لري یعنې د عدسیې مخې ته ځای لري.دغه تشه دiris په واسطه په قدامي او خلفي جوفونو ویشل شوې ده او د pupil چې د سترګې کسی هم ورته وایي په واسطه دواړه جوفونه یو له بل سره وصل شوي دي.aqueous humor د لاندې ځانګړتیاوو څخه برخمن دی:
حجم:۰،۱۳ mm د انکسار ضریب ۱،۳۴ PH القلي دی او ۷،۵ دی
سرېښناک والی یا لزوجیت ۱،۰۲۹ .
د aqueous humor جوړېدل:د ciliary processes په واسطه تولیدېږي.دا مایع په اصل کې د وینې په پلازما کې جوړېږي چې د خپرېدو یا diffusion،فعاله تېرېدنه او د ultra filtration د عملیې په واسطه د ciliary processes د شعریه عروقو شبکې ته راځي او له هغه ځایه تولیدېږي.aqueous humor له جوړېدو څخه وروسته خلفي جوف ته د suspensory ligament په واسطه ځي چې بیا له دې ځایه د pupil په واسطه قدامي جوف ته رسېږي.د aqueous humor جوړېدل یوه دوام لرونکې پروسه ده چې په یوه دقیقه کې 2-3µl پورې جوړېږي.ددې مایع اندازه په قدامي جوف کې 230-250µl او په خلفي جوف کې 50-60µl دی.
د aqueous humor تخلیه: کله چې Aqueous humor دciliarty processes د suspensory ligament په واسطه په خلفي جوف کې افراز شي د عدسيې د لېګامنټونو تر منځ د تېرېدو څخه وروسته د pupil له لارې قدامي جوف ته ځي او بیا ددې ځایه د schlemm canal له لارې د Anterior ciliary vein په واسطه extra ocular veins ته تشېږي.
د aqueous humor دندې:۱:د سترګې دګاټي د بڼې ثابت ساتل ۲:د سترګې د فشار ثابت ساتل ۳:د سترګې هغه جوړښتونه چې د وینې رګونه نه لري لکه قرنیه او عدسیه دوی ته د غذایي توکو رسول ۴:په عدسیه او قرنیه کې چې د مېټابولېزم په پایله کې چې کوم توکي تولیدېږي د هغوی لرې کول.
د سترګې دنننی فشار:
دا فشار په سترګه کې د شته مایع څخه چې aqueous humor نومېږي منځته راځي.ددې فشار نارمله اندازه د ۱۲ او ۲۰ mm-hgترمنځ د بدلون په حال کې ده.د سترګې دفشار اندازه کول د سترګې د معاینې یوه اړینه برخه ده چې د tonometer په واسطه اندازه کېږي.که چېرې د سترګې فشار د ۶۰څخه تر ۷۰mm-hg پورې لوړ شي glaucoma پېښېږي.
عدسیه lens :
د یو روڼ او محدب الطرفین بیولوژیکي جوړښت څخه عبارت دی د سترګې عدسیه په اصل کې crystalline دی چې د pupil شاته واقع ده ایلاستیکي ده. غیر وعایي هم ده نو ځکه خپل غذایي توکي د aqueous humor څخه اخلي.عدسیه د نور وړنګې ماتوي او په retina کې په لیدلي انځور باندې د تمرکز کولو لپاره مرسته کوي.د انسان د سترګې دعدسیې focal length ۴۴mm دی او د انکسار ضریب یې۲۳D دی.عدسیه د Ciliary bodyد suspensory ligament په واسطه ملاتړی کېږي.
د عدسیې جوړښت:
د دریو برخو څخه جوړه ده:
۱:کپسول ۲:قدامي اپیتیلیم ۳:د عدسیې جسم.
لومړی:کپسول: کپسول یې ډېر ایلاستیکي یا ارتجاعي دی چې ټوله عدسیه یې پوښلې ده.دویم جوړښت چې د قداميepithelium په نوم یادېږي د cuboidal epithelial حجراتو یو پوړ دی چې د کپسول څخه لاندې واقع شوی دی.دا epithelial حجرې د عدسیې په څنډو کې اوږدې شوې دي.epithelial حجرې د عدسیې په جسم کې دعدسیې په فایبرونو پای ته رسېږي.دریم د عدسیې جسم دی چې له اوږدو فایبرونو څخه جوړ شوی دی کوم چې دا فایبرونه د epithelial حجراتو څخه مشتق شوي دي.د عدسیې فایبرونه په اصل کې ځلیدونکي دي او په یوه متحدالمرکز پوړ کې تنظیم شوي دي
په ډېر عمرکې د سترګې په عدسیه کې بدلونونه:
د عمر په ډېرېدو سره د عدسیې ارتجاعي ځانګړنه له منځه ځي ځکه چې په عدسیه او د هغه په کپسول کې فزیکي بدلونونه رامنځته کېږي چې دې حالت ته presbyopia ویل کېږي.
ژباړه:وړانګه اکبر