څه ډول د ښه شخصیت لرونکي شو؟

ټول پوهان په دې باور دي چې د یو انسان ژوند د هغه له داخلي تحرک څخه ښه او بد کېدلی شي. د انسان داخلي تحرک هغه ځواک او انرژي ده چې که په سمه بڼه په کار واچوله شي یقیناً ډېر ژر به هغه څه تر لاسه کړي چې په ټولنه کې نورو ښو اشخاصو تر لاسه کړی دي او که غلطه استفاده ترې وشي نو پایلې به یې نه یوازې د ځان لپاره خطرناکې واوسي، بلکې خپله کورنۍ، دوستان، کلی او سیمه به یې هم زیان وویني.

دلته پوښتنه دا پیدا راپيدا کېږي چې داخلي تحرک څه شی دی؟ ځواب یې اسانه په دې دی چې داخلي تحرک یو بهرنی څېز نه دی چې مونږ یې لټون پسې یوې او بلې خواته ولاړ شو او یا یې له چا څخه وغواړو بلکې هغه څه چې مونږ پرې فکر کولی شو، مونږ پرې تصمیم نیولی شو او مونږ یې احساس کولی شو لکه په نفس کنترول لرل، خپل وجدان پیژندنه، سالم عقل او په هغه باندې تسلط لرل، په ځان قوي باور لرل، فکري قوت، پیاوړې هیله او هوډ، پر ځای او ګټور تصمیم نیول او داسې نور هغه عاداتونه او خواص دي چې په واسطه یې ډېر اسانه ځان پیژندل کېږي.

که چېرته یو څوک پورته ذکر شوي خویونه او خواص په ځان عملي نه کړي، نه شي کولی چې په یوه مسیر مزل وکړي او دا ډول کسانو په حقیقت کې تر اوسه خپل ځان نه دی پیژندلی او نه خپل هم نوعه پيژندلی شي.

یو څوک شاید د ځان پيژندنه په ډېرو ساده الفاظو وکړي داسې به درته ووایي چې زه انسان یم، خدای عقل او شعور راکړی دی، داسې ژوند لرم، دوست او دوښمن لرم، ښه عزت، خوند و لذت او دبدبه لرم مګر دېته ځان پيژندنه نه شو ویلی د ځان پيژندنې لپاره مو څنګه چې پورته یاده کړه همغه کلمات لکه نفس، وجدان، باور، هیله، تصمیم، سالم عقل او ښه فکر لرل هغه څه دي چې هر انسان ورته لکه د ډوډۍ په څېر اړتیا لري، که تاسې ټوله ورځ کې یو ځل ډوډۍ ونه خورۍ هرو مرو به ستاسې فزیکي انرژي کمزورې شي همداسې که دا یاد شوي خویونه په ځان کې مطالعه او عملي نه کړو د کمزوري او ناکامه ژوند سره به مخامخ یوو او ورځ تر بلې به د وږي انسان په څېر په فزیکي، ذهني، معنوي او محیطي ډول د ضعف په لوري را درومو.

هغه څوک چې په ټولنیز ژوند کې لوړو، لوړو منزلونو ته رسېدلي دي، له سختو خنډونو او ستونزو څخه راوتلي دي تاسې څه فکر کوی چې دوی ته په خیرات، صدقه یا په مفتو کې چا ورته ډالۍ کړي دي؟ نه داسې هيڅکله نه دي شوي او ډېره کمه استثناء به پکې وي چې هغه په بریالیتوب کې نه حسابیږي مثلاً له تاسې سره به دا پوښتنه پیدا شوي وي چې څنګه کولی شم خپل ځان په معنوي ډول وپیژنم؟

تاسې خپل سر په ګریوان کې ښکته واچوئ له ځان سره د یو څو شیبو لپاره ژور فکر وکړئ او دا پوښتنې له ځان څخه پیل کړئ چې زه څوک یم؟ زه څه کولی شم؟ زه څه غواړم او څنګه یې تر لاسه کولی شم؟ زما عقل، فکر، نفس، وجدان څنګه اصلاح کولی شم او څنګه یې په سمه بڼه په عمل کې ثابت کولی شم؟ هغه کسان چې ځيني یې ښه ژوند لري او ځیني یې له خپل ژوند څخه نارضا دي څنګه یې تفاوت کولی شم؟ د هغوی تجربې څنګه سره پرتله کړم او څنګه ګټه ترې واخلم؟ د هغوی ښې کړنې کومې دي؟ د هغوی بدې کړنې کومې دي؟ زما لپاره به ښه لومړیتوبونه کوم وي؟ زما لپاره به څومره خنډونه او ستونزې وي؟ او څنګه یې باید پر وړاندې مبارزه وکړم؟ او…؟

تاسې شاید بالا ډېرې پوښتنې له ځان څخه وکړی خو اصلي واقعیت دا دی چې زمونږ او تاسې داخلي تحرک ژوندی وي او پر هغه باندې حاکم واوسو ددې او نورو پوښتنو ځوابونه ورو په ورو او په حوصلې سره په عمل کې ثابت کولی شو او که چېرته مونږ او تاسې د بهرني تحرک په تمه واوسو هیڅکله به ونه شو کړی چې خپل ځان له نورو سره د ټولنیز ژوند په غېږه کې په رقابت کې واچوو او د یو پروت لرګي په څېر به واوسو چې یوازې به نور را څخه ګټه اخیستلی شي په دې مانا چې په ژوند کې له نورو باید تمه ونه کړو، د نورو په مټ باید ځان ونه رسوو، له نورو څخه باید بار، بار غوښتنې ونلرو او مونږ باید د داخلي تحرک، تشویق او انګیزې څخه په استفادې سره په خپلو مټو له صفر څخه یې شروع کړو او مخ پر وړاندې حرکت وکړو یو خبره بله دا ده چې مخ پر وړاندې حرکت اسانه حرکت هم نه دی بلکې ډېر خنډونه او ستا د حرکت لوی، لوی دیوالونه به مانع شي خو کله چې ستا داخلي انګیزه ژوندۍ او پیاوړې واوسي دا فولادي دیوالونه ټول نړوي، تر بریا، منزل او هدف پورې د رسوي او که په داخل د وجود کې انګیزه او تحرک موجود نه وي نو ډېر کوچني موانع، ستونزې او خطرونه به زغم نه شې کړی او ستا په نظر په دیوال باندې په پټو سترګو سره حرکت کولو په څېر به وي چې هره شیبه کې یې د رالویدلو خطر وي نو بالاخره ویلی شو چې په ټولنیز ژوند کې لومړۍ تکیه کول له ځان څخه پیل کړی او خپل ځان داسې عیار کړی چې پوه شې هر څه مې له وسه کیدونکي دي باید هر هغه ښه ژوند چې زه یې غواړم د خپلې ځاني زاویې څخه ورته ورسیږم او د انسان په باطن کې داخلي قوت چې کوم پروت دی هغه په بل هیڅ څیز کې نشته یوازې ځان مطالعه کول او په سمه بڼه د ځان پيژندنې ته اړتیا ده که مو ځان په سمه بڼه ونه پیژنده او خپل باطن مو په مثبت لوري ونه روزه بیا نو داسې فکر وکړه چې یوازې فزیکي وجود یم یعنې د هغو کسانو په قطار کې ثبت شوې چې ځان، ټولنې او ژوند ته ارزښت نه ورکوي چې دا په اصل کې لویه ناپوهي او جهالت دی

په خپل ځان د باور پیدا کولو او ښه شخصیت جوړولو لپاره لاندې سپارښتنې باید په نظر کې ونیول شي:

• هغه څه کوه، چې مینه ورسره لرې: خپله لاره ځان ته وټاکه. د نورو په خوښه قدم مه پورته کوه. خپله اغیزمنه لاره به دې د بریالیتوب منزل ته ورسوي.

• له ناکاميو يې ذده کړئ: موږ ډیر کله د خپلو بریالیتوبونو داستانونه غږو؛ خو د ناکامۍ له پنده ډکې کیسې مو هیرې وي. هڅه وکړئ، چې ومومۍ، ولې دوې ناکام شول؟! د هغوې له ناکامیو څخه يې ذده کړئ.

• هیله مند اوسئ، خو پلان هم ولرئ: هیلې او پلانونه یو له بل سره لازم او ملزوم دي. اړینه ده، چې لوی او پراخه فکر ولرئ، خو خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره ان واړه واړه کارونه هم پلان کړئ.

• خپله جذبه او شوق وپالئ: خپله جذبه، خیال او هیلې په پوره شوق او ذوق تعقیب کړئ. په دې سره به حتما تاسې خپلو موخو ته ورسیږئ.

• نوښتګر اوسئ: نوښت کومه طبعي او ذاتي خبره نه ده. بلکې دا یو شعوري هڅه ده، چې انسان مخترغ، مختلف او بهتر جوړوي.

• مطالعه کوئ: ځینې واړه او کوچنې کتابونه لولئ، داسې چې څنګه یو انسان د ستونزو سره مبارزه کوي او د ستونزو په وړاندې لکه غر ولاړ وي.

• ژوند کې لالچ او د پیسو سره مینه پریږدئ: د پیسو سره مینه، او په ښه لباس او ښه کور او ښه موټر پسې سرګردانه ګرځیدل انسان د ناکامۍ خواته بوځي.

• ښه اوریدونکی اوسه: ښه غوږ نیونه او د اوریدلو حوصله اړیکې غښتلې کوي. نو د ښه شخصیت درلودلو لپاره ښه غوږ نیوونکی اوسه.

• خپل کارونه په سل سلنه صداقت سره وکړئ: کله چې هم کوم کار یا کومه دنده مخ ته وړئ، که څه هم کوچنۍ وي، په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړئ.

• ښه غادتونه خپل کړئ: مثبت عادتونه ستاسې شخصي لاس ته راوړنې څو چنده زیاتوي.
• ځان ښودنه پریږدئ: ځان ښودنه او ځان تشریح کول پریږدئ. په ځان باوري خلک ځان ښودنه نه کوي.

• رهبر اوسه: خپل د مفهامې او خبرو اترو مهارتونه لوړ کړئ. او هڅه وکړئ، چې په طبعي ډول د رهبریت مهارتونه خپل کړئ.

• د کار په اصولو ځان خبر کړئ: دا ذده کړئ، چې څنګه له نورو خلکو سره په یو کاري چاپیریال کې سلوک وکړئ. د نورو سره د مرستې او د مرستې راجلبولو هنر ذده کړئ.

• ‍ د خلاص کتاب په څیر ژوند مه کوئ: ځینې رازونه او خبرې یواځې په زړه کې ښې وي. ځان د یو خلاص کتاب په څیر مه ساتئ، بلکې لږې مغلق اوسئ.

• خپلې د خوښې سپورت او یا هم تفریح وکړئ: دا ډول فعالیتونه به نه یواځې ستاسې د ژوند کوالټي بهتره کړي، بلکې ستاسې کاري فعالیتونه به هم چټک کړي.

• خپله پوهه شریکه کړئ: نور ته د پوهې په انتقال سره تاسې دوه کارونه کوئ. لومړی دا چې تاسې خپله پوهه او مهارت لوړیږي او دوهم دا، چې نور خلک هم له تاسې څخه یو څه نوې زده کولای شي.

• د نوښتګرو او بهتره خلکو سره ناسته پاسته وکړئ: د داسې خلکو سره ناسته پاسته کول، چې تاسې ترې متاثره يې او غواړئ، د هغوې په څیر شئ، تاسې سره مرسته کوي، چې په چټک ډول خپل شخصیت لوړ کړئ.

• د خپل ځان خیال ساته: له هر څه وړاندې د خپل صحت، احساساتو او کورنۍ خیال ساتئ.
• په ځان دوامداره کار وکړئ: په خپلو ژوند کې د مثبتو تغیراتو د راوړلو لپاره په ځان کې د مثبتو د تغیراتو راوړلو او مثبت سلوک خپلولو لپاره کار وکړئ.

• اړین مهارتونه زده کړئ: په ټولو ورکشاپونو، ټراینګونو او صنفونو کې ګډون وکړئ او اړین مهارتونه لوړ کړئ.
• پرهیز او فزیکي تمرین کوئ: د خوړو پر مهال خپل پرهیز په پام کې وساتئ. هره ورځ فزیکي تمرین کوئ. دا کار په خپل ځان ستاسې باور لوړوي او ستاسې ذهني سلامتیا کې هم مهم رول لوبوي.

• خپل کارونه مه ځنډوئ: خپل کارونه په خپل وخت سره ترسره کوئ. د کوم کار د ترسره کولو اړتیا چې همدا اوس وي، هغه مه ځنډوئ.

• سهار وختي پاڅیږئ: سهار کې د انسان طبعیت او ذهن تازه وي. سهار وختي پاڅیدل انسان پرکاره عادتوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب