د ډیر وخت لپاره ناسته مو د بدن وازده( غوړ ) زیاتوي

د برطانيې په لیسیستر Leicester پوهنتون کې د یوې وروستۍ څیړنې له مخې ویل شوي چې اوږدمهاله ناسته د بدن په داخلي غړو کې وازدې زیاتوي.

دغې څیړنې چې د برطانیې په ډیل میل ورځپاڼه کې خپره شوې زیاته کړه، چې د بدن په غړو کې د وازدو مخنیوي لپاره د روزانه تمرین او ورزش کولو ته اړتیا ده.

ددغې څیړنې په ترڅ کې په ۱۲۴ کسانو د مقناطیسي ټکنالوژي په ذریعه تجربه وشوه، څیړونکو وموندله چې د ورځې په اوږدو کې له اندازې زیاته ناسته په ښکاره ډول د خیټې بهرنۍ وازده زیاتوي خو په اصل کې په خیټه کې دننه د ځیګر شاوخوا ته وازده او غوړ زیاتوي، چې د وینې د جام کیدو لامل کیږي.

څیړونکو ددې ناروغۍ لامل کار ته اوږدمهاله ناسته او ورزش نه کول ښودلي دي، او زیاته کړې یې ده، هغه کسان چې په اوونۍ کې په مجموعي ډول له ۱۵۰ دقیقو څخه کم ورزش کوي له ورته ناروغۍ سره مخ کیږي، او هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې هیڅ تمریني فعالیت نه لري له ورته او داسې ناروغیو سره مخ کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب