څیړنه: که روغتیا غواړئ باید خاصه اندازه اوبه استعمال کړئ

روغتیايي څیړونکو ویلي چې د روغ او سالم ژوند لرلو لپاره باید د ورځې څلور لیټره اوبه وڅښل شي.

انساني بدن ۷۰ سلنه له اوبو څخه تشکیل شوی چې په همدې اساس د روغ بدن لرلو لپاره باید خاصه اندازه اوبه استعمال شي تر څو د بدن اړتیا پوره کړي.

اوبه د انسان ژوند لپاره یوه ډیره مهمه ماده ده او که اوبه نه وي نو د ځمکې پر سر ژوند هم ناشونی دی له دې سربیره د روغ ژوند لرلو لپاره هم اوبه ډیر زیات اړین دی.

اوبه د ډیرو خطرناکو ناروغیو یوازینۍ طبیعي درمل دی چې د مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کولو سربیره د انسان بدن نورې برخې هم نه زیانمنوي.

د انسان په بدن کې د اوبه شتون سربیره پر دې چه بدن ته وړتیا ورکوي د اعصابو فعالیت هم ګړندی کوي او له انسان سره په چټک فکر کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

روغتیايي څیړونکو په وینا اوبه له بدن سره د نمي په ساتلو کې مرسته کوي او د انسان پوټکی ځوان او تازه ساتي. اوبه وینې ته د تازه اکسیجن رسولو په مرسته د انسان پوټکی ښایسته کوي.

روغتیايي څیړونکي وايي چې هره ورځ د انسان له بدن څخه ۴ لیټره اوبه خارجیږي نو په دې اساس دا ضروري دی چې هره ورځ بدن ته د اړتیا وړ اوبه ورکړل شي تر څو د ناروغیو څخه وژغورل شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب