د کورنۍ ديني روزنه د چا مسؤليت؟

لویه نیمګړتیا:

تر ټولو لویه نیمګړتیا او کمزوري په کورونو کښى د دین کارونو ته توجه او یا پاملرنه نه کول دی، او نه هم علمې مجلسونو ته تګ او نه د دینی درسونو اوریدل شته. باید په یاد ولرو چې د دې شیانو اړتيا زمونږ په ژوند کښی داسی ده لکه د خوراک او څښاک چه د ژوندی پاتی کیدلو لپاره ضروري وی. ځکه چه دا هغه شیان دی چې د قیامت په ورځ د انسان د خلاصون سبب ګرځی.

لیکنه: ساجده عبدالباقی 

د شخړی لومړی لامل له دين څخه بی خبری

له دین څخه بی خبري:

حقیقت خو دا دی چې ډېر خلک د خپلې کورنۍ ، ښځې او ماشومانو ښوونی او دینی روزنې ته توجه نه کوی او دا کار له نظر غورځوی او بیا د ښځې او اولادونو د سلوک څخه شکایت کوی ولی پدې نه پوهیږی چې د دوی د ناوړه سلوک او تعامل اصلی عاملین دوی پخپله دی. همدا سړی چې کله پخپله د خپل دین څخه بی خبره وی نو نشی کولای د خبل رب عبادت او بندګی په سمه توګه اداء کړی او تر دې لا زیاته دا چی نشی کولای د خپل رب عبادت په هغه توګه ترسره کړی چې رب یی ترې راضی او خوښ شی.

کله چی میړه له دې واجب څخه غافله او بی خبره وی، نو ښځه څنګه کولای شی چی باخبره اوسی ځکه چې دوی علمی مجلسونو او دینی درسونو کی شرکت نه کوی او پایله یی دا وی چه نشی کولای خپل واجبات به صحیح توګه سرته ورسوی ځکه چې هغوی له دغې واجباتو څخه بی خبره دی.

نو میړه باید پوه شی:

د ډېرو کورونو د ړنګیدلو اصلی لامل او سبب د اسلام د لارښوونو نه بې خبری ده. ځکه ډېر ځلې هغوې ته دومره هم په ډاګه نه وی چې د جنابت غسل څنګه باید وکړی نو دومره جهالت کې به هغوی ته د یو بل حقوق څنګه معلوم وی، د دې ستونزی د حل یوازینۍ لار د دینی او شرعی علم زده کړی دی، او څرنګه چې سړی د کورنۍ سرپرستی په غاړه لری نو ځکه پر هغې واجب ده چې خپلې ښځې ته دینې زده کړی وښایی ځکه چې دا د سړی مسولیت دی، الله تعالۍ په قران کریم کی فرمایی: یاایهاالذین امنوا قوا انفسکم و اهلیکم نارا وقودها الناس و الحجارة) التحریم ۶.
ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی خپل ځانونه او خپل کورونه (کورنی) د اور څخه وساتی، هغه اور چې خاشاک یې انسانان او کاڼی دی.

your ads

د پورته ذکر شوی آیت کریمه په تفسیر کې مفسرین لیکی: په هر مسلمان باندې لازمه ده چې خپل اهل، خپلوانو او وینځو ته هغه څه وروذده کړی کوم چې الله تعالې په هغوې فرض کړی او همداسی هغه شیان چې له کومو یې منع کړې تری منع کړی، همدارنګه امام بخاری په خپل صحیح کې د یو باب عنوان داسې ایښودی: ((باب تعلیم الرجل امته و اهله)) (دکورنی درس سړی تعلیم خپلې وینځې او اهل ته د ښوونی فصل)، په دې باب کې یو حدیث ذکر کړې چې رسول الله صلۍ الله علیه وسلم فرمایی: ثلاثة لهم اجران: رجل کانت عنده امة فادبها فاحسن تادیبها وعلمها فاحسن تعلیمها ثم اعتقها فتزوجها فله اجران)) ژباړه: درې ډوله کسان دی چې دوه اجره به تر لاسه کوی: یو هغه کس چه یوه وینځه ولري او هغي ته ښه ادب وروښاي، ښه روزنه يي وکړې او ښه ښوونه ورته وکړي او بیا یې ازاده کړې او واده ورسره وکړې نو هغې لپاره دوه اجره دی. که د نبی علیه السلام سپارښتنه د يوي وینځې لپاره دا وی نود ښځه لپاره خو په ‌‌طبعاً اولی او ډېره حقداره وي.

د سړی نور مصروفیتونه:

ډېر ځله ستونزه له دې هم پیدا کېږی كله چې د سړی نور مصروفیتونه دومره زیات وی چې هغه خپلې ښځې او اولادونو ته وخت نشی ورکولې او يا كم وخت وركوي ترڅو خپلي كورنۍ ته د هغوې دین روزنه وركړی، داسې سړیو ته په کار ده چې کوښښ وکړی څو د خپل وخت يوه برخه خپل اهل او كورنۍ ته د تعلیم او زده كړي لپاره بيله کړی. الله تعالي  به هرو مرو داسي سړي سره مرسته كوي.

ساده، په زړه پوري او اسان منهج:

كيداي شی چې د كورنۍ د تدریس په موخه یو ډېر ساده، په زړه پوري او اسان منهج څخه پيل وكړي كوم چه په لاندې ډول دي:
لومړي: بايد خپلي كورنۍ او اهل ته صحیح او درسته عقیده وروښیی، پدي لړ كي كولاي شي د عقیدې يو ساده او اسان کتاب تدریس کړی. موضوع پوري اړوند ډېر کتابونه شته چې په پښتو او دری ژبو كي لیکل شوې او يا ژپاړل شوي تري استفاده وشي تر څو د ښځې او د كورنۍ د نورو افرادو عقیده قوې او سمه شی. ليدل شوي چې ښځې زیاتره په عقیدوی ستونزي لري. لا ډير وخت هغوې ته دا هم نه وي معلومه چې د هغې عقیده سمه نه او كه ناسمه. د بيلګي په توګه زیارتونو او کوډګرو ته تلل، قبرونو څخه دعا او مرسته غوښتل، فالونه نیول او نذرونه منل. کنجکی او نور ځوړندول او هغه باندې د ښه شګون او فال نيول او ورته عقيده درلودل، دا ټول هغه څه دی چې ښځو کې عادتاً موجود وی او دا ټول د هغوې د جهالت له وجهي وي، نو سړیو ته په کار ده چې لومړي په عقیده اهتمام وكړي او صحیح او غلط ورته ورزده کړی.

دويم: سړې باید خپل كور كي د قران کریم تلاوت، د هغي ژباړي او تفسیر ته توجه وكړي.تر ټولو د مخه بايد د قران کریم تلاوت عام کړې. په کور کې په خپله ښځه لومړي او بيا اولادونو ته د قران كريم لوستل او تلاوت ورذده كړي او بیا د هغې ژباړه او تفسیر ورذده كړي. الحمد لله نن سبا په هر ځاي كي هر ډول تفاسير موندل ترلاسه كيداي شي او اوس خو پښتو او دری ژبو کې هم ډير تفاسیر لیکل شوې د بيلګي په توګه تفسیر ابن کثیر، تفهیم القران او نورو څخه استفاده كيداي شي. ښه دا ده چې پيل له یو مختصر او عام فهمه تفسير څخه  وشي.

دریم: په اوني كي يو ځل بايد د حدیثو یو مختصر کتاب سره د ترجمې او شرحې تدریس شې، همدارنګه فقهی احکامو لکه طهارت، لمونځ، روژه، د حیض او نفاس احکام، حج، زکات او داسي نو مسايل چې مسلمانه ښځه باید ترې خبره اوسی تدريس شي. همدارنګه د خوراک او څښاک اداب، د لباس، زینت، ژوندانه اداب داسې نور د كومو چې په هر کور کې اړتيا وي بايد د تعليم تر څنګ به عملي توګه وروښودل شي. د ژوندانه اداب نومي كتاب چه د وتلي هندي عالم یوسف اصلاحي صاحب لخوا ليكل شوي او پښتو ته ژباړل شوي دي څخه استفاده كيداي شي.

بيروني درسونه كي د سړي او ښځي ګډه برخه اخيستل:

د دي تر څنګ په شريعت كي ددي ممانعت هم نشته كه سړی خپله ښځه دینې درسونو او لیکچرونو ته له ځان سره يوسي ترڅو دواړه تري استفاده وکړې او که چېرته دا ممکنه نه وی نو بیا دې همغه درسونه او محاضرې د کیسټو، فيتو او يا د سي ډي له لارې واورې كوم چې نن سبا ډېرې زیاتې دې او په اساني سره لاس ته راوړل كيداي شي. ښځې کولې شی چې د کور د کارونو او مصروفیتونو سره سره هغه واورې. د كابل او خوا او شا اوسيدونكي كولاي شي د اصلاح غږ رادیو له لاري ډير درسونه واوري كوم چه له یوې خوا هغوې ته د دین احکام ورزده کوی او له بلې خوا به یې له بې حیا فلمونو، سندرو څخه ژغوری چې متاسفانه زموږ په ټولنه کې ډېر رواج شوی.
داسي ښځې چې په دې لټه کې وی چې څوک ورته د دین تعلیم ورکړې او كله چې الله يو نېک خاوند ور په نصیب کړی نو كيداي شي له دې موقع څخه د دين په ذده كړه كي تري پوره استفاده کوی.

نيكمرغه كورنۍ:

هغه کورنۍ څومره نيكمرغه ده چې الله پاک سړی ته یوه نېکه او صالحه ښځه ورپه برخه کړی او يا ښځي ته نيك خاوند ورپه برخه كړي تر څو د الله تعالي په اطاعت او بندګي کې يو له پل سره مرسته کوی.

څومره د خوشبختۍ ځاي دي چې الله تعالې يو كورني كي نيك افراد را ټول كړي كوم چه يو بل سره په نېکو چارو كي مرسته كوي او يو پل نيكي ته هڅوی او د اخرت په کارونو کې يو له بل سره مرسته کوی.
په حدیث شریف کې راځی (اذا استیقظ الرجل من اللیل و ایقظ اهله وصلیا رکعتین کتب فې الذاکرین الله کثیراً والذاکرات) ژباړه: کله چې سړې د شپې راويښ شي او بیا خپل اهل هم راويښ كړي او دوه رکعته لمونځ وکړی نو په هغو کسانو کې به ولیکل شی چې الله ډېر یادوی. رواه ابو داوود.

درنو لوستونكو! له مونږ سره اوسي… ددي لړي تر بلي ليكني پوري…

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب