زیتون

د زيتونو پيژندنه :

زيتون يو تل شنه ميوه ده چي50فوټه په لوړوالي سره وده کوي او کولي شي چي 30 فټه پراخوالي غوره کړي د منظمي شاخبري په صورت کي کيداي شي چي د 20 فټه په اندازه و روزلى شو

دځمکي تيارول او دنيالگيو دکينولو سيستم :

څرنگه چې زياتره بوټي په پسرلي کي کينو ل کيږي همدارنگه دزيتونو بوټي هم دپسرلي په سر اويا دژمي په اخير کي کرل کيږي دبوټو دکينولو څخه مخکي بايد ځمکه ٣٥ سانتي متره په ژور والي ښه قلبه شي

دزيتونو لپاره اب اوهوا:

په ښکاره ډول معلومه ده چې زيتون په هغه سيمو کي کرل کيږي چې اوړي توداووچ وي اوپه ژمي کي اورښت ولر ي زيتون دافغانستا په ټولوتل شنو ميوو کي دسړي هواپه مقابل کي زيات مقاومت لري
دزيتونو ميوه نيونکي وني دسانتي گراد منفي ١٠ ،٥ سانتي ګرادڅخه تر منفي ٥،١٢ سانتي گراد درجي سړي هوا په واسطه ژوبلوي دزيتونو گلان دحرارت په ٣٣ درجه سانتي گراد کي سوځي خو گلان يي دسړي هواپواسطه نه متظرره کيږي

دزيتونو خړوبول:

که څه هم دزيتونو وني دتندي اولوړي تو دوخي په مقابل کي مقاومت لري خو بياهم دنيالگي دکرلو وروسته تر دو ه کلونو په مناسب وخت اوبوخور ته اړتيالري

د زیتونو ګرده پاشنه:

د زيتون ګلان زياتره وخت د باد په وسيله ګرده افشاني کيږي که چيري يي ګلان په کډه سره ګرده افشاني شي نو ميوه يي په درست ډول تشکليږي.

د زيتونو د حاصلاتو راټولول:

د زيتونو حاصل په مختلفو طريقو سره راټوليږى لکه طبيعى غورځيدنى ، د لاس په وسيله ټولول ، د لرګيو د ډبليو په وسيله وهل

دزيتون طبي ارزښت :

دزيتونويعني دزيتونودغوړيوڅخه په طبي درملويعني دکلسترول ضدټابليټونوپه جوړولو کي کاراخستل کيږي زيتون دلوړي کچي روغتيايي اوغذايي ارزښت لري
زيتون يوقوي اوطاقتورسهل دي چي دتبي اوسردردۍ لپاره تسکين ورکوي اوهمدارازدغوړيوځخه يي دعضلاتوددردلپاره استفاده کيږي
زيتون دصفراوي تيږوپه حل کولوکي فعاله ونډه لري
له بله پلوه دزيتون پاڼي دپروتين په لرلوسره دحيواناتولپاره مطلوب خواړه دي دزيتون پاڼي دنهه فيصده پروتين لرونکي دي

دزيتونو د توليداوتجارت ارزښت:

اسپانيا،ايټاليا او يونان دزيتونودلويوتوليدونکوهيوادونودجملي څخه شميرل کيږي .
چي په لمړي قدم کي اسپانيا قرارلري چي په کلني ډول 30000 ټنه خوراکي زيتون امريکا ته صادروي
دغه رازځيني نور هيوادونه لکه،ترکيه،الجزاير،اوارجانټين هم دزيتونودتوليدونکو هيوادونو په ډله کي شميرل کيږي

دزيتونو تولیدات:

دزيتونوغوړي.
93%مهيمه لاسته راوړنه چي دزيتون دکښت څخه په لاس راځي دزيتون غوړي دي ځکه چي دزيتونونړيوال محصول دغوړيودلاسته راوړني په منظوردغوړيوکارخانوته استول کيږي.
دنوروغوړيواصلي اواساسي خاصيتونه اوګټورتوب دوخت په تيريدلوسره له منځه ځي مګر دزيتونوغوړيوتراوسه پوري خپل اصليت اوګټورتوب ساتلي.

د زیتون هغه ډولونه چی غوړ تولیدوی:

هغه مختلفي ورايټۍ چي غوړي توليدوي عبارت دي له
Pendotino او, tglondeue , curolea, marialo
څخه
زيتون داندازي اورنګ له مخي ډول ډول داني لري چي دغوړيو دتوليد له لحاظه هره دانه د 20-25% غوړي توليدوي .

دزيتونو گټي:

دزيتونو گټي په لاندي ډول دي
زيتونو غذائي ارزښت
دزيتونو توليد اوتجارتي ارزښت
دزيتونو پروسس
طبي ارزښت
دزيتونو کنسراو جوړول.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب