د بادرنګ له دې حیرانونکو ګټو څخه خبر یاست!

بادرنګ هغه سبزي ده، چې تر ډیرو میوجاتو هم زیاتې ګټې لري. موږ دلته د بادرنګو ځینې روغتیايي ګټې ذکر کوو:

۱ـ د اوبو غوره سرچینه ده. بادرنګ ۹۶ سلنه اوبه لري. که اوبو ته لاس رسی نه لرۍ، نو بادرنګ وخورئ.

۲ـ بادرنګ د زړه د سوخت مخه نیسي. او که پوستکی وسوځي او بادرنګ پرې کیښودل شي، نو سوخت یې کمیږي.

۳ـ بادرنګ د انسان د سیستمونو په صفایۍ کې مهم رول لري، او د ګردې د تیږې مخه نیسي.

۴ـ بادرنګ د  A, Bاو C ویتامینونه لري، چې په زیاته اندازه انرژي وکوي.

۵ـ بادرنګ مګنیزم، پوتاشیم، او سلیکان لري، چې د پوستکي په روغ ساتلو کې ډير مهم دي.

۶ـ  بادرنګ د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

۷ـ که د بادرنګ ترازې (برخې) په سترګو کیښودل شي، نو سترګې روښانه ساتي.

۸ـ بادرنګ د سرطان د ناروغیو مخنیوي کوي.

۹ـ بادرنګ د وینې فشار نورمال ساتي.

۱۰ـ بادرنګ د خولې بدبوي ختموي.

۱۱ـ بادرنګ ویښتان او نوکان روغ ساتي.

۱۲ـ بادرنګ د عضلاتو د دردنو مخه نیسي.

۱۳ـ بادرنګ د شکرې ناروغۍ مخه نیسي.

۱۴ـ بادرنګ کلسترول کموي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب