ګېډورو وروڼو ته مسئلې او مشورې

 

مجلس کې یوه ملګري د ورزش په اړه درنه خبره وکړه، ول یوه ماهر ورزشکار ویلي دي: که موږ یواځې خپل ورځنی خدمت پخپله وکړو نو ښه ورزش به مو کړی وي. زما ذهن ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او یو مبارک حدیث راغی، هغه به کور کې آن له کوروالو سره هم د کور په کار کې مرسته کوله او بل یې دا مبارک ارشاد فرمايلي دی، چې د ابو ذر رضي الله عنه په کیسه کې یې سره لولو.

ابو ذر رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وروغوښتلم، راته کړه یې: بیعت راسره کوې، ستا له پاره به جنت وي؟ ما ورته وویل: هو، نو لاس مې وروغځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیعت شرطونه راته بیانول او راته ویې وویل: له خلکو هیڅ شی مه غواړه، ما ورته وویل: سمه ده. هغه وویل: آن تازينه دې که ولویدله، پخپل ورکوز شه او دروایې خله. عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، قَالَ : دَعَانِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَقَالَ : هَلْ لَكَ فِي بَيْعَةٍ وَلَكَ الْجَنَّةُ ؟ ” ، قُلْتُ : نَعَمْ ، فَبَسَطْتُ يَدِي ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَهُوَ يَشْتَرِطُ عَلَيَّ : ” لا تَسْأَلِ النَّاسَ شَيْئًا ” ، قُلْتُ : نَعَمْ ، قَالَ : ” وَلا سَوْطَكَ إِنْ سَقَطَ مِنْكَ ، حَتَّى تَنْزِلَ فَتَأْخُذَهُ. رواه أحمد

موږ کورونو کې په ښځو، کشرانو او ماشومانو سخت پیاوړي یو، د ناستې په ځای پوري کلک نښتي یو، د یوه میتر فاصله کې پراته شي ته له مهمه کاره بل څوک راغواړو خو خپله د اړخ بدلولو زحمت هم نه کوو، او د دې سستي او تنبلي په بدل کې، په میرمنو او ماشومانو د زیاتو امرونو د ازار په سزا کې ځکه د اکثره يارانو ګیډې راوتلې او پړسیدلې دي، یقینا د ګیډې لويېدل ستر عذاب دی، هسې خو ګیډه په تدریجي توګه لویېږي نو د سختي او تعذیب احساس یې کم وي او انسان ورسره نورمال شوی غوندې وي، که فرضا یو چا ته ناڅاپه لویه ګیډه وروتړل شي فکر کوم له سختي او عذابه به یې سمې کړیکي پورته شي.

دا هم ولولئ  روژه د طب له نظره

نبوي سیرت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصي ژوند او دې لوړ حدیث په رڼا کې د ژوند خورا مهمې او ګټورې لارښوونې ترلاسه کولی شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو ذر رضي الله عنه ته فرمایي: ” لا تَسْأَلِ النَّاسَ شَيْئًا ” يعني له خلکو هیڅ شی مه غواړه. د اوو قاريانو یوه په اړه مې یو ځای لیدلي و چې آن ځان ته به یې د څښلو اوبه هم پخپله راخیستلې، چا ورته وویل: تاسو ولې بل چا ته امر نه کوئ؟! هغه ورته وویل: زما د قرانکریم شاګردان بیخي زیات دي، نو که چا ته امر وکړم کیدی شي کوم شاګرد مې هم په کې راشي او بیا به مې د قران ښوونې ثواب کې خلل پیدا شي!.

درنو ګېډورو وروڼو ته د ګېډې له تعذیب او بدرنګي نه د ځان خلاصولو له پاره همدا ښه لاره ده چې خپل ورځني کارونه پخپله وکړي، او په دې توګه به یې ښه ورزش هم کړی وي، په دې نبوي حدیث به یې عمل هم کړی وي، په کوروالو به یې ځان هم ګران کړی وي. د ګېډې له ګڼ شمیر صحي، فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره د هغې بدښکاریدل هم لویه ستونزه ده. د انسان ستره ښکلا د هغه مسقیم القامة شکل دی، او ګیډه د قد استقامت او سیخوالی تقریبا له منځه وړي، نو درانه ګېډور وروڼه دې دې مشورو او مسئلو ته متوجه اوسي.

حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب