ریا کاري کول | حدیث

جندب رضي الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې واوريدل ویل یې: څوک چې د دې له پاره عبادت کوي چې خلکو ته یې ور واوروي الله به یې خلکو ته واوروي او چې د دې له پاره عبادت کوي چې خلک یې وویني الله به یې خلکو ته ور وویني.
عن جندب رضي الله عنه، قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: من سَمَّعَ سَمَّعَ الله به، ومن يُرَائِي يُرَائِي الله به.

یعني یو څوک په عبادت کې مخلص نه وي الله یې غرض نه وي بلکي موخه یې دا وي چې خلک یې وویني او خلک یې واوري څو یې خلک عزت وکړي الله به یې په اخرت کې خلکو ته وښيي او وبه یې شرموي، او امام النووي وایي دا معنا یې هم کیدی شي چې څوک خپل عیبونه خلکو ته اوروي او بیانوي یې الله به یې عیبونه ښکاره کړي او وبه یې شرموي . یعني ریاکاري الله او مخلوق ټولو ته شرمندګي او رسوایي ده.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب