د رمضان دریمه کې تاریخي پيښې

د رمضان دریمه نیټه کې ۴ تاریخي پيښې:

۱- د حضرت فاطمي رضي الله تعالی عنها وفات :

د روژي په دریمه نیټه چي د ۶۳۲ میلادي کال د نوامبر د میاشتی له ۲۱ تاریخ سره سمون خوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګرانه لور ، د حضرت علي رضي الله تعالی عنه میرمن ، د حضرت حسن او حضرت حسین رضي الله تعالی او د حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه د میرمني (ام کلثوم) مور حضرت فاطمي رضي الله تعالی عنها له دي فاني دنیا څخه سترګي پټي کړلي .

۲- د تحکیم پيښه :

د روژي په ۳ نیټه چي د ۶۵۸ میلادي کال د فبروري له ۱۱ تاریخ سره سمون خوري وروسته له دوو فتنو ( د جمل جنګ چي د حضرت علي رضي الله تعالی عنه  د لښکر او د حضرت طلحه او حضرت زبیر رضي الله تعالی عنهما د لښکر  تر منځ پيښ شو ، همدا رنګه د صفین جنګ چي د حضرت علي رضي الله تعالی عنه او د حضرت معاویه رضي الله تعالی عنه د لښکرو تر منځ پيښ شو ) د صلحي لپاره مذاکرات وشول ، دا پيښه د تحکیم په نوم یادیږي . له دي پيښي څخه وروسته زیات شمیر کسان د حضرت علي رضي الله تعالی عنه له لښکر څخه جلا شول چي وروسته په خوارجو سره یاد شول ، په همدي تاریخ حضرت معاویه رضي الله تعالی عنه مصر تر خپلي ولکي لاندي راوست .

۳- د بني بویه له لوري د بغداد نیول کیدل :

د روژي په ۳ تاریخ په ۳۱۸ هـ کال کي ابوطاهر جلال الدولة د بني بویه کورني بادشاه د عباسي خلیفه القادر په وخت کي بغداد تر خپلي ولکي لاندي راوست او عباسي خلیفه يي له بغداد څخه ویست .

۴- د رابح بن زبیر شهادت :

د روژي  په ۳ نیټه په ۱۳۰۷ هـ کال کي چي د ۱۸۹۰ میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۲۲ تاریخ سره سمون خوري د مسلمانانو میړنی مشر او په تشاد کي د اسلامي حکومت بنسټ ایښودونکی رابح بن زبیر د فرانسوي یرغلګرو له لوري ددي هیواد د پایتخت دیکوال له نیول کیدلو وروسته په شهادت ورسید .

شفیق احمد ریان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب