له والدینو سره احسان کول الهي امر دی

لیکنه او راټولونه: حمزه حسیني

وَقَضٰی رَبُّکَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوْا اِلَّا اِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا. الآیه

ژباړه: او فیصله کړې ده رب ﷻ ستا چې تاسې به بندګي نه کوئ مګر خاص د خپل رب ﷻ او (ددې فیصله یې هم کړې ده چې) خپلو والدینو سره احسان کوئ.

په صحیحینو (بخاري او مسلم) کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روایت دی هغه وایي: چې ما له نبي کریم ﷺ څخه وپوښتل: کوم عمل الله ﷻ ته ډېر خوښ دی؟

نبي کریم ﷺ وویل: لمونځ چې په خپل وخت باندې اداء شي.

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایي: ما بیا ترېنه وپوښتل: له دې وروسته بل کوم یو عمل دی چې الله ﷻ ته ډېر خوښ وي؟

نبی کریم ﷺ وویل: له مور او پلار سره ښایسته رویه کول او له دې نه وروسته الله ﷻ ته له ټولو عملونو څخه دده په لاره کې جهاد کول غوره دي.

همداراز بل حدیث کې راغلي:

ابو امامه رضي الله عنه وایي: یو کس له نبی کریم ﷺ څخه وپوښتل: ای د الله رسوله! ﷺ د مور او پلار په اولاد باندې څه حق دی؟

نبي کریم ﷺ ورته وویل: مور او پلار ستا له پاره جنت هم دی او ستا له پاره دوزخ هم دی. (ابن ماجه)

یعني: له دوی سره ښه رویه کول مو د جنت مستحق جوړوي او ددوی حق تلپي مو جهنم ته بوځي.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې حضور اکرم ﷺ ارشاد وفرمایه: چې تاسې د نورو خلکو له ښځو پرهېز وکړئ چې تاسې پاک لمني پاتې شئ؛ په دې سره به ستاسې ښځې پاک لمنې وي او له خپلو والدینو سره ښه اخلاق کوئ؛ په دې سره به ستاسې اولاد ستاسې قدر کوي او که کوم مسلمان ورور د عذرخواهي له پاره درته راشي؛ نو دهغه عذر ومنئ برابره خبره ده که په حق وي او یا نه، که مو داسې ونه کړل (معذرت مو ونه مانه)؛ نو زما حوض کوثر ته دې نه راځي. (مستدرک للحاکم:۴/۱۵۴)

له مور پلار سره د بدچلند یوه کیسه په کتابونو کې راغلې ده: وای یو کس خپل سپین ږیری پلار په یو څه شي کې بند او وتاړه، په کوهي (څاه) کې د اچولو په موخه یې وېووړ، چې کله یې د کوهي په غاړه کېښود او غوښتل یې چې کوهي ته یې ور واچوي؛ پلار یې ورته وویل: زویه! په دې کوهي کې مې مه اچوه بل کوهي کې مې واچوه؛ ځکه چې په دې کې ما خپل پلار اچولی و.

زوی یې چې دا واورېدل؛ نو هوش کې راغی، پلار یې چې په څه کې اچولی او تړلی و، خلاص یې کړ او په ډېر ادب او احترام یې کور ته رواست.

زوی یې وپوهېده که زه مې خپل پلار نن کوهي کې واچوم یو وخت به ما هم خپل زامن په کوهي کې اچوي نو له خپلې کړنې لاس په سر شو.

#نوټ: ددې لیکنې په نشر کې راسره پوره همکاري وکړئ او ثواب دارین حاصل کړئ په درنښت.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب