له وږیو اوتږیو سره مرسته | حدیث

ژباړه: ابوهريره رضی الله عنه یی له رسول صلی الله علیه وسلم څخه روايت كوي : الله پاك به په قيامت كي پوښتنه وكړي چي اى بنيادمه ! زه ناروغه شوى وم خو تازما د ناروغۍ پوښتنه ونكړه ؟ بنيادم به ووايي : ياخدايه ! ته خو رب العلمين يي ماستاد دناروغۍ پوښتنه څنګه كړی واى ؟ الله پاك به ورته ورته ووايي اياته نه وي خبر چي زما فلانكى بنده ناروغه شوى وْ خوتادهغه دناروغۍ پوښتنه وه نكړه ؟ ته نه يي خبر كه تادهغه دناروغۍ پوښتنه كړی واى؛ نو زه به دي دهغه خواته موندلاى واى ، الله جل جلاله به بیا بنیادم ته ووای :ماله تاڅخه ډوډۍ غوښتې وه خوتاماته رانكړه ؟ بنيادم به ووايي چي ياخدايه ! ته خو دټولي نړۍ پالونكى وي ما څنګه تاته ډوډۍ دركړی واى ؟ الله پاك به ورته ووايي چي اّيا تاته نده معلومه چي زما فلانكي بنده له تاڅخه ډوډۍ غوښتی وه خو تاهغه ته ورنكړه كه تاهغه ته ډوډۍ وركړی واى نو ددې ثواب به دي زما خواته موندلی وی .اى بنيادمه! ماله تاڅخه اوبه غوښتی وي خو تارانكړی! بنده به ووايي ياخدايه ته خورب العلمين يي نو ماپه تا څنگه اوبه څښلی واى؟ الله پاك به ورته ووايي چي زما فلاني بنده له تااوبه غوښتی وي خوتانه وي وركړی كه تاپه هغه اوبه څښلی واى نو د دې ثواب به دي زما خواته موندلی وی.

عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله يقول يوم القيامة: يا بن آدم، مرضت فلم تعدني، قال: يا رب، كيف أعودك وأنت رب العالمين؟ قال: أما علمت أن عبدي فلانا مرض فلم تعده؟ أما علمت أنك لو عدته لوجدتني عنده؟ يا بن آدم،استطعمتك فلم تطعمني، قال: يا رب وكيف أطعمك وأنت رب العالمين؟ قال: أما علمت أنه استطعمك عبدي فلان فلم تطعمه؟ أما علمت أنك لو أطعمته لوجدت ذلك عندي؟ يا بن آدم، استسقيتك فلم تسقني، قال: يا رب، كيف أسقيك وأنت رب العالمين؟ قال: استسقاك عبدي فلان فلم تسقه، أما إنك لو سقيته وجدت ذلك عندي . [صحيح مسلم ]

د حدیثو شارحین وایې په دې قدسي حدیث کې الله له خپل محتاج بنده سره بې کچه مینه څرګنده کړې ده، هغه لوی ذات له ناروغي پاک، له لوږې او تندي پاک ده خو د خپل ناروغ بنده او وږيو او تږیو بندګانو ناروغي او لوږه او تنده یې خپله بللي ده چې په دې سره نور بندګان وهڅول شي څو د هرمحتاج انسان پوښتنه او مرسته وکړي، که یو انسان ناروغ وي یا یو انسان وږی او تږی وي، دناروغ پوښتنه وکړل شي او له وږي اوتږي سره مرسته وکړل شي د دې ټولو سترو انساني کارونو اجر او ثواب به دالله په نزد خامخا مومي، او که یې ونکړي او یو مومن په دې کارونو کې غفلت وکړي په اخرت کې به دلوی څښتن له خوا له داسي له عتابه ډکو پوښتنو سره خامخ کیږې.

حامدافغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب