روژه دغير مسلمانو مفکرينو په اند 

په روژه کی په طبعی ډول سره انسان ډیرآرام وی، سکون ئې په برخه وی، خوشحاله وی، په هرشی کی واضح وی، دماغی تشنج ئې کډه کړی وي، ددماغ بوج ئې الوتی وی، دژوند په هره شعبه کی انسان بری مندښکاری، روژاتی دتخیل پرځای دیقین په ځانګوکی زانګی، ناارامی ئې لږوی، په طبعی خوب سره بیده کیږی اوپه طبعی ډول سره راپاڅیږی، چې داټولې هغه نیکمرغیانې دی چې په لویدیځ کی ئې هیڅوک په میلیونهاووډالره نشی ولاسته راوړلای، خوبرعکس داسلامی امت هربچې ورڅخه برخمن دی.

 داعصابویوډاکټرواکر(Dr. Walker) وایی چې زمامشاهده داده چې هغه څوک چې روژې نیسی دهغه سره په خوب کی ویره نه وی، هغه دشپې نه بیریږی، خوب ئې ارام وی، اوکله چې یوخوب وینی نوبدخوب (Nightmare) نه وی پکښی، چې په واقعت کی روژه واعصابوته فولاددی.

روژه دغير مسلمانو مفکرينو په اند

۱: روژه په چټکۍ سره احساسات اوجذبات ختموی، بداعمال اوافعال له مینځه وړی اوسړی ودې ته هڅوي چي یواځی واوسي اوخوښ وی۔ (ډاکټرمائیکل)
۲: په هره میاشت کی یویادوه ځلی روژه نیول دروغتیالپاره شرط ده۔(ډاکټرجی جیکب)
۳: که چيری تنده، تکلیفونه اوکړاوونه وزغمل شی نوترروژې غوره شی نشته۔ (ډاکټرهنګر)
۴: روژه دروغتیالپاره ډېره ښه ده، خوبایدخیال وساتل شی چي دروژه مات پرمهال بایدډېرخوراک ونشی۔(ډاکټرفزلنکلین)
۵: دزړۀ داطمنان اوذهن داراموالې لپاره روژه غوره درملنه ده۔ (ډاکټرسمرسټ)
۶: روژه ډېرې بدني ناروغیانې له مینځه وړی،په ځانګړي ډول سره بلغمي ناروغیانې۔ (ډاکټرکلاو)
۷: دمجردواوجذباتی انسانانولپاره روژه ډېره اغیزمنه ده، داځکه چي فکرسموی اوشیطاني ټولې وسوسې له مینځه وړی۔ (ډاکټرابراهیم)
۸: روژه دلوږې لپاره ډېره غوره ده، که څوک لوږه اواشتهاپیداکوی نوروژه دی داسلامي اوصولومطابق ونیسی۔ (ډاکټرایمرس)
۹: هرهغه څوک چي تزکیة النفس کوی، نولازمه ده چي روژه ونیسي، اوزه وخپلودوستانواوملګروته وایم چي دمسلمانانوتقلیدوکی اوددوی په طریقه سره روژه ونیسی۔ (ډاکټرریچړډ)
۱۰: هغه ښځې چي ډېرې چاغې اووزني دی، وهغوته پکارده چي په مسلسل ډول سره روژې ونیسي، روژه ددوی لپاره داولادراوړولوغوره لاره اودرملنه ده، چي روژه ددوی وزن کموی اوحمل صورت نیسی۔ (ډاکټرټینډایوهاشی ګاو)
دجرمني، امريکااوبرطانيې دډاګترانوتجربه
دوی پردې خبری باندی غوروکړئ چي ولی په روژه کې دمسلمانانودغوږو، پزې اوستوني (Ear, Nose, Throat) ناروغیانې کمی اوکنترول شی؟
ددې لپاره ئې د پاکستان و درو لویو ښارونو، کراچي، لاهور اوفیصل ابادته دڅېړنو ګروپونه ولېږل اوداپایلې ئې ولاسته راوړې:
۱: لکه څرنګه چي مسلمانان پنځه وخته لمونځ کوی، اوپه همدغه شمارسره اودسونه کوی؛ اودالمونځونه اواودسونه بیاپه ځانګړي ډول سره زیات په روژه کی صورت نیسی نوځکه په دوی کی دغوږو، پزي اوستونې (E.N.T)ناروغیانې کمی وی۔
۲: په روژه کی خوراک کم شی، اودډوډۍ په لږخوراک سره دمعدې اوینې(ځیکر) ناروغۍ کمیږی۔
۳: لکه څرنګه چي دوی په روژه کی دهرڅه څخه پرهیزوی نوله همدې کبله ئې اعصاب اوزړۀ ډېرښه وي۔
(روزنامه جنګ لاهور ۱۹۹۸)

د امريکاديوه پروفيسر ډاکټرګولډ اسټين وينا

دامریکادبوسټن په ښارکی دامریکادطبعي روغتیاټولنې(American Natural Hygiene Society) دادارې ترسیوري لاندی هرکال کلنۍ غونډه جوړیږی، چي په دې کلنۍ غونډه کې ډاکټرګولډ اسټین وویل:
ارزښتناکه شی چي موږورته متوجه نه یوهغه زموږاستعداددی، ډېرخلک داوږدواواوږدمهالوناروغیوپه جال کی راګیردی ، ددرملنې پرځای دمایوسۍ په ټال کی زانګی اوکله هم داسی وشی چي طب هم ورسره کومه مرسته نشی کولای اوحال داچي ډېروداوږعمرلرونکوخلکودروژوپه نیولوسره دښه روغتیاڅښتنان دی؛ وبل لورته دایوتریخ حقیقت دی چي طب ولی ددې لوی نعمت (روژې) څخه کومه ګټه نه پورته کړی۔

 دکاناډا يوې مشهورې پروفيسرې ډاکټرې وويل:

اوسمهال ډاکټران دناروغیودنښو(Symptoms) درملنه کوی اووبل لورته دوی دناروغیو(Diseases) درملنه نکوی اوزه دادرته وایم چي مالیدلې دی چي قرانکریم دروژې په میاشت کی نازل شوی دی، یقیناداروژه اوقران روح پاکوی اوزړۀ غنی کوي، موږهم بایددقرانکریم څخه فیض اوالهام واخلوروژه ونیسوترڅوناروغیانوته مودپای ټکی کښېښودل شی۔
(Islam and Medical Science/ Arab News)

عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب