د حمل ضد درملو د كارولو حكم؟

پوښتنه:

که چیرې د ميرمنې د ژوند او صحت په نظرکې نیولو لپاره بعضې درمل او یا هم هغه نورې وسیلې وكارول شی د اسلامي شریعت له نظره چه حکم لري؟ ډیره مننه.

د یوه ښه ځواب په هيله ځواب په هیله

ځواب:

د اسلامی شریعت له نظره د ښځې د ژوند او روغتيا د پاملرنې لپاره د درمل او یا داسې نورو وسایلو كارول چې د ولادتونو په منځ كې وقفه راولی د ماهر مسلمان ډاګټر په مشوره چې ميرمنې ته د شنډوالي او یا بل څه زيان د رسولو لامل نه شي، جایز دي. ځکه چې په صحيح بخاري کې له جابر رضی الله عنه څخه داسې روايت راغلى دى:

(كُنَّا نَعْزِل القران ينزل) (صحیح البخاری)

ژباړه: مونږ به عزل کاوه او قرآن کریم د نازلیدو په حالت کې وو‎ (یعنې که دا کار منع او ناروا وای نو مونږ به ترې منع شوی وای) د عزل د مانا دا ده چې نارينه د انزال پر وخت خپلې اوبه د میرمنې د رحم نه د باندې توی کړی.

نو عزل هم یو له دغو وسیلو څخه دی چې د ولادتونو تر منځ د وقفې په موخه کارول کیده.

خو دا بايد پدې عقیده نه وي چې که اولاد مې زیات شي نو روزي رسول ورته ګران دي. او يا هم د اوسنيو استعماری قوتونو د اوږدې استراتیجۍ د خدمت په موخه هڅه وشي نو بيا پدې صورت کې دا مساله د تنظیم النسل په ځای د تحدید النسل بڼه غوره کوي او پدې توګه د اسلام دښمنان غواړي چې په راتلونکې كې د مسلمانانو نسل کم شي.

لنډه دا چې د نسل تنظیم یا په بل تعبیر د روا موخو لپاره د اولادونو تر منځ وقفه کول روا او د نسل تحدید یا بندول د استعماري موخو لپاره یا د عقیدې د کمزورۍ له کبله ناروا او حرام کار دی.

مفتي: مولوي محمد امان رسولي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب