ديوې روسۍ انجلۍ د مسلمانېدو په زړه پورې كيسه- هدایت شوي

يوه روسي تاجر  دبريښنايي سامانونو دتجارت ترنامه لاندي له روسي څخه بي وزله او غريبي پيغلي نجوني دمنځني ختيځ يوه هيواد ته دكار په پلمه راوستلي اوهلته به يي هغوي د بدكارۍ اوحيا پلورلو په بي عزته دنده كي د ښكيل كولو هڅه كوله اوهغه به لدې بي شرمه عمل او د نورو دعزت د لوټيدو په مقابل كي پيسې لاسته ته راوړې.

يوځلې هغه څوتنه نجوني راوستلي اومنزل مقصود ته درسيدو څخه وروسته هغه خپل شوم پلان هغوي ته وړاندي كړ دنجونو له ډلي څخه يوې غيرتمني نجلۍ دده ددي شوم پلان په سختي سره مخالفت وكړ، دې بدفطرته انسان هغي ته په غصه شو اوهغه يي لدي څخه وويروله او
دايي ورته وويل كه چيرته تاسو پر دي كار باندي راضي نه شوي نو زه به تاسي پدي پردي وطن كي يواځي خوشي كړم ترڅو همدلته پاتي او وركې شئږ

نوموړې انجلۍ ( دچا قصه چي په لاندي كرښو كي بيانيږي) د تاجر په شومه اراده باندي پوه شوه اووخت ناوخته به يي دهغه مكار انسان بدي خبري او پټكي اوريدلي خو بالاخره يوه ورځ هغي په ډيره چالاكي او په څه طريقي سره دتاجر څخه خپل پاسپورټ تر ګوتو كړ اوپه منډه منډه لوي سړك ته ووتلهږ

هغي سره دخپلو دځان له جامو څخه نور هيڅ هم نه وه ، هغي په سوچونو كي خپل بدحالت ستايه او دخپل راتلونكي په هكله يي هيڅ فيصله نه شوي كولاي چي چيرته ولاړه شي؟

دهغي فلسطيني خاوند مخكي نوره قصه مونږ ته داسي بيان كړه:

your ads

زه له خپلې مور او دوه خويندو سره له همدي سړك سره نږدي تيريدلو چيرته چي هغه نجلۍ خواشيني او حيرانه ولاړه وه، هغي چي مونږ وليدلو په ډيره چالاكۍ سره يي زمونږ په لور منډه كړه او كله چي هغه پوه شوه چي مونږ په انګليسي ژبه پوهيږو نو د هغي ويره اوهيبت له مينځه ولاړه او پرې تير شوي دمظلوميت او له غمه ډك داستان يي مونږته واورولو.

دقصي داوريدو څخه وروسته مونږ هغي ته د پناه وركولو اراده وكړه،اودهغي دكورنۍ سره مي داړيكو ټينګولو كوښښ شروع وكړ خو بريالي نه شوم ، زما خويندو دهغي سره داسي ښه رويه كوله چي تابه ويلي چي هغه ددوي دريمه خور ده.

مونږ د هغي په وړاندي داسلام د سپيڅلې دين پيژندګلوي وكړه او د اسلام د سپيڅلې دين فضايل او ښيګڼي بيانول مو ورته پيل كړل، خو هغي به زمونږ دخبرو ترديد كولو.

په دي موده كي مونږ ته دا معلومه شوه چي دهغي تړاو ديوي متعصبي كورنۍ سره دی چي داسلام سپيڅلي دين اومسلمانان نه ډيره كركه كوي، دهغي اسلام ته دبلني په هكله ما به د خپلي خور سره مرسته كوله ان تر دي چي په ځينو خبرواترو كي به هم ورسره شريكيدلم.

يوه ورځ مي دهغي لپاره داسلام پوهني يوه رساله چي په انګريزي ژبه وه راوړه.

په ښاركي د يواسلامي كتابتون مسؤول چې ددي قصي شاهد دي وايي چي:

كله چي دا سړي زماكتابتون ته راته دهغه سره به څلور ښځي وي، دهغوي څخه به دريو حجاب اغوستي وو او يوه به يي په حجاب كي نه وه سر به يې لوڅ او ويښتان به يي هم خلاص وو، ماچي دهغي څيري ته وكتل راته معلومه شوه چي هغه كومه روسي نجلۍ ده.

پدي وخت كي هغي د اسلام منلو خواهش وكړ، ما هغي ته د ځينو اسلامي كتابونو په ښه توګه دلوستلو لارښونه وكړه، ځكه چي دلته څوك نوي مسلمانيږي نو د هغه څخه څه لومړني پوښتني ګرويګني كوي، په هرحال څه چي ما هغي ته دلوستلو لپاره وركړي وو هغي لوستلي وو ، او بيا د هغه سړي سره راغله اوپه ازموينه كي بريالۍ شوه.

كله چي هغي داسلام راوړلو اعلان وكړ ما هغه سړي ته دځينو ښځو پتي وركړي ترڅو له هغوي څخه څوك دي نجلۍ ته قرآن شريف ورزده كړي.

څو ورځي وروسته زما د ليدو لپاره دخپلي كوروداني سره راغي (اوس هغه روسي پيغله نجلۍ دفلسطيني مسلمان زلمې دژوند ملګرې وه)  هغه ډير خوښ وو او پدي خبره يې دالله تعالىٰ ډير شكرونه كول چي هرڅه د هغه اند څخه ښه ترسره شول،چي كله مي داځل هغه وليدله كومي خبري چي زه ډير حيران كړم هغه دا وه چي هغه روسي نجلۍ داځل په مكمل اسلامي حجاب كي وه، دخپلي خواښي او اندريندو نه هم زياته، دهغي دبدن هيڅ يو غړي هم نه ښكاريده.

دهغي خاوند د خپلي ميرمني دحجاب اغوستلو قصه ماته داسى بيان كړه:

له واده څخه وروسته مونږ دواړه يوه ورځ دكور دځينو اړينو توكو درانيولو لپاره بازارته ولاړو په بازاركي زما د ميرمني نظر په يوه داسي محجبه ښځه باندي ولګيده چي دبدن يوغړې يي هم نه معلوميده، زما ميرمني هغي ښځي ته په ډير زير سره كتل او بيا يي په حيرانتيا سره له ما څخه پوښتنه وكړه، دي ښځي خپل ځان ولې داسي پټ كړيدي؟

آياهغي دكوم عيب له وجي نه خپل ځان پټ كړيدي؟

ماهغي ته وويل: چي دا ښځه په خپل دي عمل سره دالله تعالىٰ خوښي لاسته راوړل غواړې.

پدي وخت زما ميرمني وويل : چي كله زه بازار ته داخليږم نو خلكو په ماكې سترګي خښي كړي وي چي زه ويره احساسوم.

هغي وويل: ددي مطلب دادي چي زما لوڅه څيره فتني زيږوي ددي لپاره ددي پټول ضروري دي، او بله داچي يواځي زما خاوند او زما د ژوند شريك زما څيره ليدلي شي.

زه اوس لدي بازار څخه د حجاب له اخستلو څخه بغير كورته نه ستنيږم، نو ځكه يي په همدي ورځ حجاب واخسته او سم دواره يي په بازار كي واغوسته.

دكتابتون مسؤول وايي څو مياشتي وروسته هغه دواړه په نظر نه راتله اوغايب شول ، خلكو په خپلو مينځو كي دهغه فلسطيني زلمي او د هغه د ميرمني په هكله پوښتل چي هغوي دواړه څه شوه او چيرته به تللي وي؟

دهغوي په هكله هيڅ څه معلومات و نه شو، تردي چي شپږ يا اووه مياشتي بعد هغه زلمي بيا راښكاره شو، او هغه د خپل د نه ښكاريدو قصه يې داسي وكړه:

زما دميرمني دپاسپورت موده ختمه شوې وه دهغه دمودې د اوږديدو لپاره ضروري وه چي له كوم ځاي څخه پاسپورت اخستل شوي وي نو موده يي هم له هماغه ځاي څخه تمدیديږي، دسفر لپاره مو تياري وكړ او زما ميرمني خپل وطن ته په اسلامي حجاب كي دتلو اراده وكړه.

ما هغه ددي ارادي د سرته رسولو څخه وويروله او ورته ومي ويل چي ستا دحجاب سره سفر كول كيداي شي مونږ ته ډير مشكلات راولاړ كړي، خو هغي زما داغوښتنه په سختي سره رد كړه او د دوزخ د اور لړونو كافرانو په مخكي دسر په ټيټولو اودهغوي دقانون په منلو راضي نه شوه، اوهغي يواځي الله تعالىٰ دسر ټيټولو لايق ګڼه.

سفرمو پيل شو كله چي مونږ طيار ي ته ننوتلو نو ټولو خلكو مونږ ته (زما دميرمني داسلامي حجاب په وجه) بد بد كتل بيا د طياري ميلمه پالي خواړه او ورسره شراب د طياري په سپرليو وويشل چي دشرابو له څښلو نه سم دواره په سپرليو تاثير وكوو اوهغوي په اوتو بوتو ويلو سره پيل وكړ پرمونږ يي هم ټوكي كولي او په زوره زوره يې خندل، خو زما ميرمني د هغوي د ټوكو هيڅ پروا نه كوله او شونډو لاندي به يي دهغوي پدي حالت خندل او هغي به دهغوي خبري ماته ژباړلي خو د هغوي خبري به زما په زړه كي د غشې په څيرخښيدلي خو هغي به ماته ډاډاينه راكوله او ويلي به يي كومي بدي خبري او طعني چي مونږ اورو كوم تكليفونه اوسختي چي صحابه كرامو رضوان الله اجمعين ددين لپاره ليدلي اوګاللي وو دا دهغو په مقابل هيڅ حيثيت نه لري.

په طياره كي مونږ هماغه ښار ته ورسيدو كوم چي مونږ تللو ، ما خو پتيلي وه چي مونږ به سيده د ميرمني د پلاركور ته ورځو اوترڅو پوري مو چي كارخلاص نه وي نو همالته به اوسو، خو زما دميرمني بل سوچ وو او هغي ماته وويلي: چي زما ډيره متعصبه كورنۍ ده زه اوس دهغوي خواته تلل نه غواړم.

لمړي به مونږ يوه كوټه په كرايه ونيسو او په هغي كي به اوسيږو، بيا به د نوي پاسپورت داخستلو مراحل ترسره كړو، بيا به د خپلي كورني دليدلو لپاره ولاړشو، دا به زمونږ دلته دپاتي كيدو پروګرام وي.

سباته مونږ د پاسپورت دفتر ته ولاړو ، مسؤول سړي زمونږ نه زوړ پاسپورت او عكسونه وغوښتل، زما ميرمني هغه مسؤول سړي ته خپل نوي عكسونه چي داسلامي حجاب سره سم يواځي دهغي مخ په كي ښكاريده نور هرڅه يي پټ وو وركړل، خو مسؤول سړي د بي حجابه عكسونو غوښتنه كوله په كوم كې، چې زما دميرمني څيره، ويښتان اوغاړه ښكاريدله، زما ميرمني دنوموړي دا خبره ونه منله، پدي خبره هغه مونږ يو بل صاحب منصب ته وليږلو، تردي چي مونږ دپاسپورت رئيس ته ورسيدو اوهغه يوه ښځه وه چي له مونږ سره يي ډيره بده رويه وكړه.

هغي وويل: چي ستاسو دا مشكل په مسكو كي ناست سكرتر جنرال نه بل هيڅ څوك نه شي حل كولي ، زما ميرمن سمدستي زماخواته متوجه شوه او وې ويل : ځه چي مسكو ته ځو ، ما د هغي قانع كولو ډير كوښښ وكړ او ورته ومي ويل چي ستا عكس يواځي څوتنه مامورين ويني، او زمونږ تګ مسكو ته ماته له اړتيا زيات ښكاري، او بيا ستا پاسپورت دبيا تمديدو نه مخكي څوك ويني؟

هغي ماته ځواب راكړ او ويې ويل: داخبره محاله او ناممكنه ده چي زه په عكس كي خپل سر او ويښتان لوڅ كړم، اوحال دا چي ماته ددي پوهه راكړي چي دا كار كول په دين ناروا اوحرام دي، كه ته چيرته زما سره تلل نه غواړي نو زه به بيا يواځي ولاړه شم، ترڅو دا خپل كار داسلامي قانون په دايره كي دننه سرته ورسوم .

ناچاره مونږ مسكوته ولاړو بله دحل لاره نه وه ، هلته هم دهغه څه سره مخ شو دكوم سره تراوسه مخ وو، ددي ځاي مسؤول كس ډير بد سړي وو، هغه زما له ميرمني وپوښتل: چي زما په مخكي څوك دا ثابتولي شي چي دا ستا عكس دي؟ او هغه بله داخبره وكړه چي دا دي زما په مخكي خپل مخ او سر لوڅ كړي خو زما ميرمني پدي ټنګار وكړ چي هغه دا كار يواځي د يوي ښځينه ماموري په مخ كي كولي شي اوبس.

داخبره چي هغه صاحب منصب واوريدله هغه نورهم په غصه شو، هغه عكسونه اوپاسپورت په خپل ميزكي بندكړل او ويي ويل: چي ترڅو پوري تاسو خپل بي حجابه عكسونه رانوړئ نه به زوړ پاسپورت درته دركړو او نه به نوي پاسپورت تاسو ته دركړي شي، ما بيا پدي خبره دخپلي ميرمني دقانع كولو كوښښ وكړ خو څه فايده يي ونه كړه، اوما هغي ته وويل چي الله تعالىٰ انسان دخپل توان پوري مكلفوي يعني داخبره زمونږ له توان څخه لوړه ده.

هغي ماته ځواب راكړ چي الله تعالىٰ فرمايي: (ومن يتق الله يجعل له مخرجا ويرزقه من حيث لايحتسب ، ومن يتوكل على الله فهو حسبه، ان الله بالغ امره ، قدجعل الله لكل شى ء قدر) ژباړه: څوك چي دالله تعالىٰ نه ويريږي الله تعالىٰ ته به دهغه دمشكلاتو څخه وتلو لاره هغه اسانه كړي او له داسې طرفه روزي ورته وركړي چي دهغه ګومان به هم نه كيږي، او څوك چي په الله تعالىٰ باندي توكل وكړي الله تعالىٰ دهغه دمشكلاتو د حل لپاره كافي دي اوال له تعالىٰ د هرڅه لپاره يو مقرره اندازه ټاكلي.

صاحب منصب په خپل ځاي كي ودريده او مونږ يي له خپل دفتر څخه باندي راويستلو، دميرمني سره مي په همدي اړه خبري اتري كولي، مونږ دواړو د پيښ مشكل په هكله خپل نظر وړاندي كوو اوپه خپلو كي مو يوبل ته قناعت وركوو پدي كي شپه شوه ، مونږ دشپي ډوډي وخوړه بيا زه د ويده كيدو په نيت پريوتم، خو زما ميرمني زه له خپل ځاي څخه جګ كړم او راته يي وويل :چي گرانه خاونده! مونږ اوس پدي حال كي يو چي دلمانځه اود دعاء په واسطه دخپل مشكل دحل لپاره دخپل رب لورته متوجه شو و، ددي لپاره جګ شه زه جګ شوم اوڅو نه مي چي په وس كي وو شپه مي په دعاء اولمانځه تيره كړه بيا ويده شوم، خو هغه دالله تعالىٰ بنده ټوله شپه په عبادت بوخته وه تردي پوري چي زه يي دسهار لمانځه لپاره راويښ كړم.

دلمانځه څخه وروسته هغي د پاسپورت ددفتر خبره وكړه او ماته يي وويل: ځه چي ځو ، ماوويل : چيرته؟ دعكس په هكله به څه كيږي؟ هغي وويل ځه ګورو به، دالله تعالىٰ له رحمت څخه مه ناهيلي كيږه، مونږ ولاړو څنګه چي مونږ دفتر ته ننوتلو د دفتر پياده مونږته غږ كړي اوزما دميرمني په هكله يي وپوښتل، هغه زما دميرمني نوم واخسته چي دا فلانۍ ښځه ده؟ هغي د هوكي په ځاي سر ورته وخوروو، پياده وويل: واخله دا ستاسو پاسپورت ده، له تيري شپي څخه جوړ ايښي دي.

پاسپورت كټ مټ لكه څنګه چي زمونږ غوښتنه وه هماغسي وو، مونږ دپاسپورت فيس هغه ته وركړ او پاسپورت مو دهغه څخه واخسته، د وتلو په وخت كي هغي ماته وويل چي درته نه مي ويلي چي څوك په خپل ژوند دتقوىٰ لاره غوره كړي دهغه مشكلات به الله تعالىٰ په خپله حلوي ، دهغي دي خبري پر ما ډيره ژوره اغيزه وكړه او زما په ژوندانه كي داسي پيښه مخكي كله نه وه مخي ته راغلي.

ددفتر پياده مونږ ته دا هم وويل چي دپاسپورت تصديق به دخپل ښار څخه هم ضروري كوي كوم ښار چي زما دميرمني دپيدايښت ځاي وو، مونږ دا دخپلي خسرګنۍ دليدلولپاره يوه ښه موقع وپتيله، مونږ بيرته هغه ښارته ورسيدو او يوه كوټه مو په كرايه ونيوله، دپاسپورت تصديق موهم وكړ او بيا د ميرمني دكورنۍ دليدو لپاره ولاړو.

كله چي زما دميرمني ورور دروازه خلاصه كړه د خپلي خور په ليدو ډير خوښ شو، او ورسره يي چي كله خپله خور په حجاب كي وليده نو ډير حيران شو، زما ميرمن په خندا شوه اودخپل ورورنه ترغاړي وتله او كور ته ننوتله او زه هم دهغوي پسي وروسته وروسته كورته ننوتلم.

بيا هغه دواړه خور او ورور يوي بلي كوټي ته ننوتل، كوربلكل په ساده اندازكي وو دلوږي اوفقر آثار د ورانه په كوركي ښكاريدل.

هغوي ټولو په بله كوټه كي په روسي ژبه خبري اتري كولي ، هغوي چي څه ويلي هغه زما د پوهي څخه اوچت وو ځكه چي زه په روسي ژبه نه پوهيدم ، خودا ما احساس كړه چي غږونه ورو ورو لوړيدل بيا مي يوه په لوړ آواز كړيكه واوريدله ناڅاپه دري زلميان پرلپسي اوورسره يو ځوړ سړي زما د وهلو لپاره له كوټي نه راووتل او پر ما يي د وهلو پيل وكړ، ددي پرځاي چي ديو زوم په حيث زما ښه راغلاست يي كړي وي.

هغو بي رحمو زه دومره ووهلم چي ما سوچ كاوه چي كيدي شي دا زما د ژوندانه اخري شيبي وي او زما لپاره دتيښتي څخه بله هيڅ لاره نه وه، ما دكور دروازه خلاصه كړه اوپه منډه سړك ته ووتلم، هغوي ما پسي وروسته راپسي وو تردي چي په پياده روانو خلكوكي ورګډ شوم او د هغوي له سترګوڅخه پناه شوم.

مونږ چي چيرته شپه تيره كړي وه هماغلته ولاړم دا ځاي زما دخسرګنۍ له كوره ډير ليري نه وو ، زما پرتندي اوپوزه باندي د وهلو خاپونه د ورانه ښكاريدل، له خولي نه مي وينې بهيدلي او جامي مي هم ټولي شكيدلي شكيدلي وي.

ما په زړه كي سوچ وكړ: چي زه خو خلاص شومه خو زما دميرمني به څه حال وي؟ زه خو اوس دهغي نه ځانته ژوند هم نه شم كولاي، زما خو دهغي سره بي كچه مينه وه كيداي شي چي هغه مړه شوي وي؟

كيداي شي دمجبوريت په وجه هغه ما پريږدي؟ كيداي شي هغه له اسلام څخه بيرته وګرځي؟

يقينا چي شيطان پداسي حالاتو كي خپل كار په ډير ګړنديتوب سره سرته رسوي او هررنګه وسوسي په زړه كي اچوي ، دغه سوچونه اوفكرونه زما په مغزوكي ګرځيدل.

خو آخر په خپل فكر دي پايلي ته ورسيدم چي زما ميرمن به له ما څخه بيله شي.

اوس زه څه وكړم ؟

دميرمني دپلار كورته ولاړ شم؟

دا خو نا ممكنه ده ځكه چي پدي هيوادونو كي خو دانساني ژوند اوعزت هيڅ قيمت نشته،كيداي شي چي زما خسرګنۍ چاته ډير لږ څه وركړي او دهغه پذريعه ما په قتل ورسوي لدي وجي نه مي په كوټه كي اوسيدل غوره وګڼل.

ټوله شپه په همدي فكرونو اوسوچونو په كشمكش كي تيره شوه، سهار مي خپلي جامي بدلي كړي اوله كوټي څخه بهر ووتم ترڅو دميرمني څه حال احوال نه پوه شم.

له وړاندي نه مي دخسر كور څاره، لږ وروسته له كوره هماغه څلور كسه ووتل دري ځوانان او يو دپاخه عمر خاوند كومو چي زه تيره ورځ وهلي وم،

د دروازي له بنديدو نه مخكي ما دخپلي ميرمني دليدو ډيره هڅه وكړ خو هغه په نظر رانغله، لږ ځنډ وروسته هغه څلور واړه سړي بيرته كورته راغلل او زه په سړك باندي په ساعتونوبي فايدي ښكته او پورته تللم،

دري ورځي په همدي شان تيري شوي ، نور زما دهيلو كاسه هم په ډکېدو وه اوما داسي فكر كوو چي كيداي شي زما ميرمن له ما نه منصرفه شي اويا هغه دهغي پلار او ورونه مړه كړي.

خو دهغي په مړينه مي يقين پدي نه راته چي ما د هغوي د كور څارنه په پرله پسي ډول كوله څه داسي دعام معمول په خلاف ماته څه په نظر نه راتلل لكه دخلكو دتګ راتګ ګڼه ګوڼه يا دهغوي دخپلوانو تګ راتګ اوداسي نور، په دي وجه دا ما وپتيله چي هغه تر اوسه ژوندۍ ده.

څلورمه ورځ چي كله هغه څلور واړه سړي دخپلو كارونو لپاره له كوره بهر ووتل نو د كور دروازه خلاصه شوه ما خپله ميرمنه وليده چي ښي اوكيڼ لورته په كور كي ګرځي راګرځي داسي ښكاريده چي د څشي په لټه كي وي ، دهغي مخ ټول سور اوپه وينو لړلې وو.

كله چي زه هغي ته وړاندي ورغلم دهغي دبد حالت په ليدو سره مي حواس بلكل بدل شول يوه زړه ټوټه يي له ځانه را نغښتي وه، په لاسونو او پښو كي يي ځنځيرونه پراته وو ما په ډيره همدردي او ډار سره هغه وليده ما خپل ځان قابو كولي نه شو تردي چي زه په ژړا شوم.

هغي راته وويل: ګرانه خاونده! دري خبري په غور سره واوره: زما پدي بد حالت په ليدلو باندي مه خفه كيږه، ددي لپاره چي زه لا تراوسه پوري په خپل دين باندي ټنګه ولاړه يم، اوقسم په خداي چيپرما باندي څومره ډيره تكليفونه نور هم تير شي دا دهغو تكاليفو په پرتله چي په نبي اكرم صلی الله علیه وسلم اودهغه په ملګرو اوله هغو څخه مخكي په ايمان لرونكو باندي تير شويدي د يوه ويښته برابر حيثيت هم نلري، دوهمه خبره دا ده چي: زما او زما دكورنۍ په مينځ كي ته مداخله مه كوه، او دريمه خبره دا ده چي: دخپل اوسيدو په ځاي كي زما انتظار كوه، كه الله تعالىٰ ته منظوره وي نو زه به ډيره زر هماغلته له تاسره يوځاي شم، دالله تعالىٰ درحمت غوښتونكي اوسه او د هغه له رحمت څخه مه ناهيلي كيږه، او څومره چي كولاي شي دشپي په وروستې برخه كي كوم چي ددعاء دقبليدو د ټولو نه غوره وخت دي زما لپاره دعاء وكړهږ

زه خپلي كوټي ته بيرته راغلم يوه ورځ تيره شوه دوهمه ورځ هم تيره شوه اودريمه ورځ هم نږدي په تيريدو وه چي پدي وخت چا زما د كوټي دروازه وټكوله، زما ميرمني په درنده لهجه وويلي چي زه يم دروازه خلاصه كړه، ما چي څنګه دروازه خلاصه كړه هغي وويل چي مونږ بايد لدي ځاي څخه سمدستي ولاړ شو، هغي خپل حجاب چي د احتياط لپاره يي په كڅوړه كي د ځان سره راوړي وو واغوسته ، بيا مونږ له كوټي نه بهر ووتلو اويو ټكسي موټر مو ودروو ما دټكسي چلوونكي ته وويل: چي هوايي ډګر ته به ځو ، په روسي ژبه كي ما دا الفاظ زده كړي وو خو زما ميرمني وويل: چي مونږ ددي ښار هوايي ډګر ته نه ځو ځكه چي كور والا به زمونږ په لټه كي هلته راشي، لدي وجي نه مونږ بايد دڅو ښارونو نه تيرشو او ليري ولاړ شو.

په همدي طريقه مونږ له پنځو ښارونو نه تير شو او يو داسي ښار ته ولاړو چي هلته هوايي ډګر وو، په هر حال مونږ هوايي ډګر ته ورسيدو او دسفر لپاره مو ټكټونه واخستل خو معلومه شوه چي دالوتكي په الوتو كي څه ځنډ دي لدي وجي نه مو كوټه په كرايه ونيوله تر څو لږ دمه جوړه كړو او په آرام شو.

ما دخپلي ميرمني په بدن كي داسي ځاي ونه ليده چي ټپي دي نه وي.

بيا په هغي باندي تيرشوي د ظلم داستان راته داسي بيان كړ: له ټولو نه لومړي زما پلار او وروڼو د جامو په هكله وپوښتل ما ځواب وكړ چي : دا اسلامي جامي دي ددي لپاره چي زه مسلمانه شوي يم او دا سړي زما سره راغلي دي دا زما خاوند دي ، هغوي خو په اول زما په خبرو يقين نه كاوه، بياما په تفصيل سره هغه څه چي په ما تير شوي وو ټوله قصه وكړه اودا مي هم ورته وويل چي هغه بي عزته تاجر زه څنګه د عزت خرڅولو رذيلي دندي سرته رسولو لپاره مجبورلم.

كله چي هغوي زما خبري واوريدلي ټولو په يو آواز وويل: چي كه چيرته تا خپل عزت خرڅ كړي وي نومونږ ته به هغه كار داسلام د منلو په پرتله ښه اودمنلو وړ وي، اوس ته پوه شه چي ته به ددي كور نه يا خپل منلي دين مني او وځي اويا به ستا مړې لدي كوره اوځي ستا لپاره بله لاره نشته.

ما چې کله د دين له پرېښودلو انکار وکړ نو هغوي زما په تړلو پيل وكړ اوپه هغه حالت كي يي چي پرما باندي څومره ظلم اوزياتي وكړ تا اوريده ، بيا دهغي څخه وروسته هغوي به په وار وار  راتلل او په قمچينو به يي وهلم تر دي چي دهغوي د ويده كيدو وخت كيده، دسهار له خوا به په كور يواځي زما مور اوزما پنځلس كلنه خور وي، زه به دشپي ويده كيدي نه شواي تردي پوري چي پر ما بي هوشي راغله، بيا به نږدي وو چي زه په هوش راشم هغوي به بيا پرما دقمچينو باران پيل كړ تردي چي بيا به بي هوشه شوم، پدي حالت كي هغوي زما څخه بيا بيا داسلام دپريښودلو غوښتنه كوله اوما به دهغوي غوښتنه ردوله او انكار به مي كوو، بيا زما خور راغله او پوښتنه يي راڅخه وكړه چي تا زمونږ او زمونږ د پلرونو او نيكونو دين ولي پريښوده؟

ما هغي ته دهغي د پوښتني ځواب وركړ او د خپلي وسي پوري مي داسلام دسپڅلي دين وضاحت ورته وكوو، هغي هم په اسلام باندي دپوهاوي كار پيل كړ او هغه ټول درواغجن شيان چي هغوي پري په بي بنياده طور سره ايمان درلوده ورته ښكاره شول، او هغي ماته وويل: چي ته پرحقه لاره يي، اوهغه دين دي چي دهغه پيروي كول پرما هم ضروري دي، هغي له ماسره دمرستي وړانديز وكړ.

ما هغي ته وويل چي زما ليدنه زما له خاوند سره وكړه ، هغي زما خاوند كله چي پر سړك باندي تيريده ليدلي وو او ماته يي دهغه خبر هم راكړي وو، هغي زما ځنځيرونه خلاص كړل اوبيا يي دروازه راته خلاصه كړه ترڅو زه دخپل خاوند سره خبري وكړم ، لدي څخه زياته مرسته دهغي په وس كي هم نه وه، ددي لپاره چي زه په دريو ځنځيرونو تړلي وم  په يوه ځنځير زما لاسونه په بل زما پښي اوپه دريم ځنځير يي تريوي ستني پوري تړلي وم اوهغه يي د ستني سره قفل كړي وو، اوزما له خور سره ددريم ځنځيرد قفل كلې وه چي دانساني ضرورت پروخت به يي خلاصوو.

دالله جل جلاله كړه وه دريمه ورځ زما خور هم داسلام سپيڅلې دين ومانه او په ايمان مشرفه شوه او هغي دا عزم وكړ چي تا به زه له دي سختيو څخه خلاصوم اګر كه دا زما دسر دقربانیو په بدل راته هم تمامه شي، زما دلاسو او پښو دځنځيرونو دقفلونو كليګاني زما ديو ورور سره وي، بله ورځ زما خور زما پلار او وروڼو ته د څښلو لپاره سخت تيز نيشه كوونكي شراب وركړل، چي هغوي دڅښلو سره سمدلاسه نيشه شول اوپه ځان نه پوهيدل ، خور مي په چلاكي سره زما دورور له جيب د قفلونو كليګاني را وښكلي او زما قفلونه يي پري خلاص كړل، زه په منډه ستا خواته راغلم خو ما خپلي خور ته وويلي چي هغه خپل ايمان اوس ښكاره نه كړي بلكي پټ يي كړي ترڅو چي وګورو چي مونږ دهغي سره څه مرسته كولاي شوو.

خاوند يي دا وويل او قصه يي سرته ورسوله : بيا كله چي مونږ بيرته خپل هيوادته راغلو د ټولو نه لومړي مي خپله ميرمنه روغتون كي ددرملني لپاره داخل كړه، هغه ډيره موده په روغتون كي تر درملني لاندي وه تردي چي دالله جل جلاه په فضل او كرم سره دهغي صحت په نصيب شو او د هغي له جسم څخه دوهلو ټكولودظلم اووحشت هغه آثار ختم شول كوم چي د ديموكراسي زيږديز ځاي كي په خپل اولاد چي يو حق دين يي دخپل ژوندون دتګ لاري په حيث منلي هم رحم نه كوي پاتي لانور څوك.

پوهانو رښتيا ويلي چي د ډول آوازه له ورانه ښه اوريدل كيږي زمونږ دځينو هيوادوالو خو د ديموكراسي پسې زيړې دي او دي ته سترګې په لار دي چي كله به په هيواد دلوديز دا ناولې ډالۍ زمونږ په دي ګران او غمځپلې هيواد كي پلي كيږي او د دوي دا پخواني ارمان به ترسره كيږي ځكه دوه لسيزي وړاندي خو د ډيموكراټيك پيلي كولو والاو دخپل ددغه آرمان پوره كولو لپاره زمونږ يونيم مليون ګران هيواد وال دخپلو همدغو ډيموكراټانو دوستانوپه مرسته په خپلو وينو كي ولمبول او اتيا په سلو كي يي هيواد په كنډواله بدل كړ خو اوس نده معلومه چي دديموكراسي دنارو پورته كوونكي به څه وكړي.

هغه څه چي ښكاره په سترګو كيږي هغه دا دي چي په هيواد كي ورځ تر ورځي بي حيايي، بربنډتوب ، اخلاقي فساد، قمار بازي ، شراب نوشي او دنورو كلتورونو ته وده وركول زور اخلي دا ټول هغه څه دي چي ددي غمځپلي او بيچاره خو مسلمان او غيرتي ولس ورسره هيڅ ډډه نه لګيږي.

خداي مه كړه كه بيا د ولس فيصلي ته خبره ولويده نو بيا به دديموكراسي د نارو پورته كوونكو پښي په واشنګټن اولندن كي هم راټينګي نه شي اوبيا به هغه وخت نړيوالو ته ورپه ياد كړي چي كله وحشي روسان له افغانستان څخه وتښتيدل په 1989م كال دروسي پارلمان ځينو غړيو داغوښتنه وكړه چي دكمونيزم لفظ بايد له روسي فرهنګ څخه وويستل شي ځكه چي دي لفظ مونږ ته له مصيبتونو اوكړاونو څخه پرته نوره څه ګټه نده راوړولي.

دوي به هم دي غوښتني كولو ته اړ شي چي دديموكراسي لفظ دغرب له فرهنګ څخه ليري كړي، په هرحال پدي داستان كي ډيرلوي د عبرت درسونو وو خصوصا زمونږ يوشمير هغه هيوادوالو پلرونو او ميندو ته چي ددغي د يموكراسي په غولونكو نارو اوسور غوليږي او خپل زامن اولوراني بهرنيو هيوادونو ته د كار لپاره ليږي خداي مه كړه كه د داسي برخه ليك سره مخ شي دكوم سره چي دغه روسي نجلۍ مخ شوي وه نو بيا به يي څه حال وي.

ژباړن: توحيديار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب