روژه پېژندنه

الله عزوجل د روژې مياشتې داخلېدلو سره پر خپلو بندګانو باندې يو حکم واجبوي، هغه روژه ده.روژه د رمضان دمياشتې داخليدو سره د هر مسلمان کور کې مېلمنه ده.

الله تعالی روژه دې لپاره نده فرض کړې چې خلک دې لوږه تېره کړي، بلکه دې لپار يې فرض کړې ترڅو د هغه بندګانو کې تقوی راشي، نفسونه مهذب شي، د شهوتونو له بنده ازادي و مومي او خپلو معنوياتو سمولو ته يې پاملرنه پېداشي.
روژه انسان الله ته نژدې کوي، له غوره بندګانو څخه يې ګرځوي، همدې مېاشت کې الله تعالی ډېرو خلکو ته بښنه کوي، په سمه لار د تللو توفيق ورکوي، او ټول او د ژوند مسير يې بدل کړی ، باېد له ځان سره هوډ ونېسو ترڅو همدا رژه زمونږ د هدايت روژه وي.
روژه د بدلون مېاشت ده. دې مېاشت کې هر انسان د خپل تېر کال کړونو بيا لېدنه کوي، لږ تر لږه هر شپه پخپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانتيا ښايې، او توبه باسي، دی د خپل ژوند مسير په همدې شپو کې بدلوي، نو ځکه ورته تېر ګناهونه بښل کيږي، الله دې توفیق راکړي چې همدې روژه کې مو پاتې ژوند مثبت بدلون ومومي.
روژه برسيره پردې چې انسان الله تعالی ته نژدې کوي، جسما يې هم روزي. هغه روزنه ورکوي چې بل يو عبادت او يا کومه بله کړنه داسې روزنه نشي ورکولای، د يوه سياست مداره انسان همت لوړوي او پرځان باور پکې پېدا او زياتوي يې، د پوځي مجاهد مورال قوي کوي او دهر ډول مشکل مقاومت پکې پېدا کوي، په وګړېز ډول انسان کې د مسؤليت احساس او ټولنېز ډول پکې همدري، محبت او ريښتينولي پيداکوي، د مریض صحت رغوي او جوړ له امراضو ساتي، غريب کې صبر پېدا کوي، او مالداره کې غريب سره د مرستې او لاسنيوي درد پېدا کوي.
روژه پداسې يوه مېاشت کې فرض ګرځي چې قرآن پکې نازل شوی، هغه قرآن کوم چې د رب العلمين کتاب او خبرې دي، هغه قرآنکرېم کوم چې د بشريت لارښود دی، هغه قرآن کوم چې وروستی اسماني کتاب دی، هغه قرآنکريم کوم چې په اشرف الانبيا محمد صلی الله عليه وسلم نازل شو او رسالت او نبوت پرې پای ته ورسېد، او دايې مقام او فضليت نور هم پورته کوي.

 

عبدالولي عمري

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب