د ویبپاڼو لوستل په نالیکه (Offline) توګه

له داسي وخت سره مخ سوي یاست چي په انترنټ کي مو يوه لیکنه تر یو ځایه لوستې وي خو نور درسره وخت ملتیا نه کوي،او یاهم انترنټ مو محدود وي او غواړۍ چی لیکنه بل وخت بی له انترنټ څخه په نالیکه توګه ولولولي؟
ددې لپاره چي یوه ویبپاڼه په نالیکه توګه وګورو باید لاندي کړني عملي کړو.
که مو چیري ویندوز \”XP\” او یا \”7 Seven\” وي ځو Favorites مینو ته او Add Favorites باندي کلیک کوو.
: د Name په خالي ځای کي د وییبپاڼي لپاره نوم لیکوو.
: په Make Available Offline کوچنی بوکس باندي کلیک کوو چي انتخاب سي.
: پر OK باندي کلیک کوو تر څو نوموړې ویبپاڼه خوندي سي.
اوس کولای سو چي نوموړې ويبپاڼه په نالیکه توګه هم خلاصه کړو.
ياده دي وي که مو چیري وینډوز\”8\”په سیسټم کي نصب وي او يامو هم انټرنټ ایکسپلورر نوې نسخه وي نو ياد تغیرات کار نه کوي.
په ویندوز \”8\” او ایکسپلورر نوې نسخه کي د ذکر سویو تغیراتو راوستلو لپاره د خپلي خوښی ويبپاڼه(کوم چي غواړو په نالیکو توګه یې ولولو) راخلاصوو، وروسته ځو File مینو ته او پر Save as باندی کلیک کوو،د فایل د ثبتولو لپاره ځاي انتخابوو او Save باندي کلیک کوو. زموږ پاڼه ثبت سوه او کله چي غواړو بل وخت یې په نالیکه توګه ولولو نو خپل ایکسپلورر خلاصوو،ځو File مینو ته او پر Work offlin باندي کیک کوو وروسته هغه ځاي ته ځو چيري چي مو پاڼه ثبت کړې، په ثبت سوي فایل باندي کلیک کوو او په دې سره به پاڼه په نالیکه توګه راته را خلاصه سي

خلیل منتظر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب