هغه عمومې ستونزي چې زده کوونکي د علمې مقالې په لیکلو کې ورسره مخ کیږي

ایسي (Essay)، هغه لیکلنه ده چې د کره څیړنو ، د دلایلو د وړاندي کولو او د څیړن پاڼو یا ریسرچ پیپرو په موخه یې زیاتره زده کړیالان کاروي خو ډیری زده کوونکي د ایسي په لیکلو کې یو لړ ستونزي لري چې زه یې په لاندي ډول ستونزي په ګوته کوم او تر یوه حده یې حل هم وړاندي کوم:

1- د کره شواهدو نه شتون:

په لیکنه کې یواځې دلایل وړاندي کول بسنه نه کوي ځکه د لیکني اړوند کره او اغیزمند شواهد باید وړاندي کړل شي تر څو لیکنه یا ریسرچ مو قانونی او د منلو وړ شي. تاسو فکر وکړی چې تاسو یو قاضي یې خو که په محکمه کې د خپل قضاوت اړوند کره شواهد ونلری نو قضاوت مو نه منل کیږي په همدي بڼه که تاسو یو څیړونکی لیکوال یې نو د لیکني لپاره مو باید کره شواهد وړاندی کړی تر څو قانونی او ومنل شي. ددي لپاره چې لیکنه مو په علمي بڼه ومنل شي نو د حل غوره لار داده چې ژوره مطالعه وکړی او د موضوع په اړه کره او اړوند معلومات ټول کړی. کله چې مطالعه کوی نو د موضوع اړوند اړین ټکی درسره په لنډ ډول ولیکی او له ځانه سره یې تړاولیکونه یا ریفرینسونه وساتی.

هغه لاري یا طریقي چې د هغو په بنسټ کولی شو خپل شواهد داسې تیار او وړاندي کړو ترڅو لوستونکو ته د منلو وړ او په زړه پوري وي په لاندي ډول دي:

  • هغه شواهد تیار او ټول کړی چې له موضوع سره مو تړلی وي او بیا مو ورسره خپل نظر هم زیات کړی.
  • د تیار شويو موادو او شواهدو سره مو خپله اصلې موضوع پرتله کړی او د هغو شواهدو رد په دلیل وکړی چې له موضوع سره مو خلاف وي ترڅو لیکنه یا څیړنه مو نوره هم پیاوړي شي.
  • د لیکنو سرچیني مو له یوه او بل سره داسې پرتله کړی لکه چې تاسو د لیکوالانو منځګړی یا قاضې یې.

2- وړ او اړوند معلومات

ځینې زده کوونکي داسې معلومات ټولوي چې هغه د موضوع سره هیڅ اړه نلري دا ځکه چې زده کوونکي د لیکني د پلان کولو لپاره پوره وخت نه ورکوي او یا یواځې غواړي د غوښتل شويو لغاتونو شمیر یا لیمیټ پوره کړي. داسې کړه ښایې ځیني وخت هغه جملی هم بې خونده کړي چې زمونږ په موضوع پوري اړوند وي او هغه حقایق یا شواهد چې د څیړني یا لیکني سره تړلی وي له لیکني بیخي بیل کړي ځکه زده کوونکي پدي کې سستي کوي چې لیکني مفهوم له یوه او بل سره ونښلوي او یا د یوي لیکني اصلی موخه د خپلی لیکني سره وتړي. ددي لپاره چې له داسې تیروتنو څخه ډډه وکړو لاندي ټکې باید په نظر کې ونیسو:

  • مخکې له دي نه چې یوه ایسي ولیکی د ایسی لپاره پلان جوړ کړی او چوکاټ ته یې پام وکړی. د خپلی ليکني ټول اړخونه لکه حقایق، دلایل او نور معلومات له یوه او بل سره وتړی.
  • د لیکني په هره برخه کې له ځانه دا پوښتنه وکړی چې ایا دا معلومات زما د لیکني اړوند دي او کنه ؟ او ایا دا مواد د هغه څه سره مستقیمه اړیکه لري چې له ما نه غوښتل شوي او کنه ؟
  • که مو غوښتل چې په لیکنه کې داسې یوه موضوع ورزیاته کړی چې خپله اصلي موضوع ورباندي ثابته کړی نو له څیړني وروسته باید هغه موضوع له اصلی موضوع سره وتړی او دا باید ثابته کړی چې دا دویمه موضوع له اصلی یا لمړۍ موضوع سره اړوند ده.

3- د لیکني روڼوالی

د ایسي یو اړین ټکی داده چې روڼوالی ولري. کله کله لیکوال پدی کې ګنګس وي چې څه یې لیکلی او یا که یو څه لیکوال ته روښانه وي ښایې یو بل لوستونکي ته سم نه وي روښانه نو ځکه دا اړینه ده چې د لیکني لوستونکې مو په پام کې ونیسی.داسې هم کیږی چې یو زده کوونکی ډیر پیچلی لغاتونه وکاروي تر څو ځانه هوښیار او چالاکه معرفي کړي خو مونږ باید په ایسي کې دا کوښښ ونکړو لوستونکې کې مو له اغیز لاندي راولو برعکس مونږ کوښښ کوه چې خپله موضوع په سم او ساده ډول روښانه او اظهار کړو. ددي لپاره چې ایسي مو روڼوالی ولري او لوستونکې پري پوه شي نو لاندي ټکې باید په پام کې ونیول شي:

  • د ایسي د لیکلو په جریان کې داسې وانګیری چې لوستونکي د ځینو لغاتونو تعریفونو ته اړ کیږي تر څو په لیکنه ښه پوه شي دا به له تاسو سره دا مرسته وکړي چې مفهوم یا موضوع په اساني لوستونکو ته ولیږدوی.
  • لوستونکو ته دا وڅیړی چې تاسو څه غواړی؟ هغوی ته خپل هدف واضح کړی او بیا دا په یاد وساتی چې تاسو څه وویل. دا فرموله به د محتویاتو به روڼوالی او د پراګرافونو په تړون کې درسره مرسته وکړی او تاسو به وکولی شی هغه څه په اسانی سره وڅیړی چې د لیکني په سر، منځ او پای کې مو لیکلی وي.
  • پراګرافونه مو یو له بل سره وتړی او کوښښ وکړی چې هره جمله مو له اصلی موضوع سره تړلی او همغږي وي او د پراګراف لمړی جمله لوستونکو ته د پرګراف انځور وړاندي کړي.
  • له کږو وږو او پیچلو جملو او لغاتونو ډډه وکړی تر څو مو لوستونکي په لیکنه سم پوه شی.

4- کمزوري څیړنه

ستونزي-څیړنه
څیړنه

یوه ایسي به منظمه وي، ښه جوړښت به ولري او په ګرامري اصولو به برابره وي خو بیا به هم لوستونکې ته په زړه پوري نه وي ځکه چې موضوع به سمه نه وي څیړل شوي. که تاسو لیکوال یاست نو د لیکوالی د څیړنو وړتیا مو پدي کې ده چې د لیکنې اړخونه لکه معلومات، دلایل او شواهد یو له بل سره منظم وتړی او که چیرته د لیکنی د بڼي د اړولو اړتیا وي نو هلته د یو سم او ښه بدیل وټاکی او په لیکنه کې باید توپیرونه له یوه او بل سره پرتله شی. ددي لپاره چې څیړنه یا لیکنه مو سمه وي لاندي ټکې باید په پام کې ونیسی:

  • لیکنه په غور سره ولولی. د لیکني مواد مو بیل کړی او بیا یې بیل بیل ولولی ترڅو په اصلی موخه او جوړښت پوه شی.
  • د نظریاتو، فرضیو او په نورو اړوند ټکو یې ژور فکر وکړی او د هغو په اړه د پوهانو اړوند څیړني وګوری.
  • کوښښ وکړی چې د څنګه ؟ ولی؟ د څه لپاره؟ او که؟ او داسې نورو پوښتنو ته ځواب ورکړی.
  • د لیکني یا څیړني په جریان کې باید پام وکړی چې مواد مو له بې ځایه تبلیغاتو او یو اړخیز قضاوت پاک وي.
  • په لیکنه کې د مختلفو موضوعاتو اړیکې وپلټی او ټولي په یوه ځانګړي موضوع راټولي کړی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب