د ګرمۍ لپاره ګټور مشروبات

د ګرمۍ لپاره ګټور مشروبات

ګرمیو کې د تودوخې درجه پورته ختل نه یواځې دا چې انسان خوله کوي، بلکې ددې سربېره د انسان د بدن نظام هم ګډوډوي، د خوب ستونزې پیدا کیږي، ناراستي زیاتيږي او ورسره ورسره کارونو ته توجه کمیږي.

د مسالو څخه ډک خوراکونه، ګرم مشروباتو څکل، مالګین کتغونو خوړلو له کبله د جسم یخوالی کمیږي او خوله له بدنه زیات ووځي. همدا راز فاسټ فوډ خوراکونو خوړل هم پر انسان بوج وي، له همدې کبله په ګرمۍ کې دا داسې مشروباتو انتخاب مهم دی چې هم مو خولې کنترول وي او هم مو د بدن نظام صحیح سلامت روان وي.

په ګرمیو کې ګټور مشروبات

د کوپرې اوبه

په ګرمیو طبیعي مشروب لکه د کوپرې اوبه په حقیقت کې د خدای تحفه ده. دغه مشروب د هر ډول طبي ګټو او د بدن د یخولو د قوت څخه ډک دی. په دې کې شامل طبیعي خوږه او د اړتیا وړ معدنیات په بدن کې اوبه کمښت ته نه پریږدي او داسې ثبوتونه هم شته دی چې د کوپرې اوبه د سرطان او د چاغښت مخه نیسي.

ورسره ورسره د کوپرې مېوه د ويټامینونو، منرالونو او پوټاشیم څخه ډک وي چې د بدن لپاره ډیر ګټور دي.

لیمو اوبه

د کوپرې اوبو په څېر د تازه لیمو اوبه هم د بدن لپاره ډیرې ګټورې دي. په لیمو کې وټامن سي او ډیر طبي ګټې موجودې دي. کولای شئ دا خوږې کړئ، مالګه په کې واچئ هم راز لږه اندازه تور مرچ او د زیرې پوډر هم په کې واچوئ بیا یې یخې کړئ او ګرمۍ ته ښه تېزه منډه ورکړئ.

شړومبې

شړومبې نه یواځې دا چې د خوب قوي ګولۍ دي، بلکې د بدن یخولو لپاره هم ګټور مشروب دی. په ګرمیو کې شړومبې څکل د بدن اوبه ډیرې ښې پوره کوي هم ورسره بدن یخیږي.

شین چای

په افغانستان او سیمه کې د «چای ناخوردن جنګ نمېشه» اصطلاح ډيره عامه ده. افغانستان کې به ډیر کم یا د نشت برابر خلک داسې وي چې شین چای نه څکي. شین چای که څه هم ګرم دی خو د ګرمۍ یو سخت مخالف دی. په ګرمیو کې ډاکترانو شین چای څکل یو ښه مشروب او بدن لپاره ګټور ګڼلی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب