د مشروباتو په وسیله د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کړئ

د مشروباتو په وسیله د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کړئ

له ناروغۍ د ژغورلو یوه اسانه طریقه دا ده چې هغه خواړه استعمال کړو چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. د سبزیجاتو او میووو ډیر ډولونه زیاته اندازه اینټې اکسیډنټ، ويټامینونه او منرالونه لري چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کوي او مونږ کولی شو دغه خواړه د جوس په شکل استعمال کړو.

۱ـ د لیمو جوس:

لیمو یو له ډیرو ارزانو میوو څخه ده چې په اسانۍ سره هر چیرته پیدا کیږي؛ خو دغه میوه بیا روغتیا لپاره بې شمیره گټې لري. دغه میوه ډیره زیاته اندازه اینټې اکسیډینټ (antioxidants) او ویټامين سي (vitamin C) لري چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او په بدن کې د القلي او تیزابو بیلنس ساتي.

د لیمو جوس او یا په چای کې د لیمو له ورځنی استعمال سره به په ناروغۍ اخته کیدو چانس کمزوری شي.

۲ـ د مڼې سرکه:

لکه څنگه چې د مڼې سرکه د مڼې له جوس څخه جوړیږی او د مڼې جوس بیا زیاته اندازه هغه ویټامینونه او منرالونه لري چې بدن ته گټه رسوي. مڼې جوس کې موجود صحې مواد عبارت دې له کلسیم، پوتاشیم، سودیم، فاسفورس، کلورین، مگنیزیم، سلفر، اوسپنه او فلورین.

دغه مشروب هم خپل ترکیب کې سرکه لري او سرکه د بدن دفاعي سیسټم فعالیت او د ناروغیو په مقابل کې مقاومت زیاتوي.

۳ـ شین چای:

شین چای د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو لپاره تر ټولو غوره مشروب دی. شین چای کې یو ماده د اي جي سي جې (epigallocatechin gallate, or EGCG) په نامه موجوده ده چې دغه ماده په بدن کې د باکتریا او ویروس د زیاتیدو مخه نیسي.

یوې نوې څیړنې پر بنسټ اي جي سي جي په بدن کې د سرطان جوړیدو مخنیوی کوي.

۴ـ کرن بیري جوس (Cranberry):

کرن بیري یو ډول میوه ده چې په جبه زاره ځمکه کې شنه کیږي او جوس يي ډیر خوندور وي.

د دغو میوې په جوس کې ډیر قوي اینټې اکسیډنټ لکه فلوونایډ (flavonoid) او ويټامین سي موجود دي چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

کرن بیري جوس همدا راز د زړه له ناروغیو مخنیوي کوي او د انسان تشو بولو سیسټم هم تنظیموي.

۵ـ چوغندر جوس:

چوغندر جوس نه یوازې دا چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي بلکې نورې ډیرې گټې هم لري. ځینې مهم او صحي مواد چې د چوغندر په جوس کې موجود دي عبارت دي له کایروټین (carotene)، ويټامین سي، کاریوټینایډ (carotenoid)، سلفر، کلسیم، اوسپنه، منگنیزیم او پوتاشیم.

دغه جوس وینه تصفیه کوي، عصبي سیسټم ،صفرا کیسه او ځیگر پیاوړی کوي.

۶ـ کیوي جوس:

دغه جوس زیاته اندازه ویټامین اې (vitamin A,)، ویټامین سي او ویټامین اي (vitamin E) لري چې د بدن دفاعي سیسټم ته ډیر اړین دی.

کیوي زیاته اندازه فایبر (fiber) او پوتاشیم لری چې انسان د زړه له ناروغیو ژغوري.

۷ـ باراکولي جوس:

د باراکولي ورځنی استعمال بدن دفاعي سیسټم ته ډیره زیاته گټه رسوي ځکه چې سبزیجاتو کې زیاته اندازه بيټا-کایروټین (beta-carotene)، ويټامین بي ۱ او سي، کلسیم، پروتين، پوتاشیم او سلفر موجود وي.

۸ـ د گازرې جوس:

د گازرو جوس یوه خوږه مشروب دی چې د هر عمر انسانان يي خوښوي همدا راز د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سربیره نورې ډیرې گټې هم لري.

گازرو کې ویټامین سي، ویټامین بي کمپلیکس، پوتاشیم، اوسپنه، سودیم او فاسفورس وجود لري چې له ناروغیو مخنیوي کوي، د ځیگر فعالیت پیاوړی کوي، عصبي سیسټم تقویه کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب