که د زړه له نارغیو ویریږئ؛ قندي مواد لروونکي مشروبات مه استعمالوئ

امریکايي څیړونکو خپلو څيړنو کې ثابته کړې چې په مشروباتو کې د فرکتوز چې د قندي موادو یو ځانګړی ډول دی زیات استعمال انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

په امریکن جرنل او نیوټریشن جریدې کې خپره شوې څیړنې پر بنسټ په مشروباتو کې د فرکتوز نومې قندي موادو زیاتوالی په انسان کې د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي.

د کلیفورنیا ایالت ډویس نومې پوهنتون یو څیړونکی پروفیسر کیمبراسټېن هاپ وايي چې په مشروباتو کې د قندي موادو زیاتوالی د انسان په روغتیا ډیره ناوړه اغیز لري.

د څیړونکو په وینا په مشروباتو کې د قندي موادو زیات استعمال یا د هغو مشروباتو زیات استعمال چې زیاته اندازه قندي مواد لري لکه پیسپي (Pepsi) انسان په مختلفو خطرناکو ناروغیو اخته کولی شي.

د خوړو کارپوه هارکومب وايي چې د قندي موادو استعمال په عامو خوړو کې هم ډیر زیان لري. په خوړو کې د قندي موادو استعمال د زړه ناروغۍ سربیره د انسان وزن زیاتوي کوم چې انسان په مهلکو ناروغیو اخته کولی شي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا دوه اونۍ په پرلپسې ډول زیاته اندازه فرکتوز لروونکي مشروباتو استعمالول په انسان کې د زړه د ناروغیو خطر تر ۸۰ سلنه زیاتوي.

د امریکايي روغتیايي کارپوهانو په وینا زیات قندي مواد لروونکي مشروبات د انسان په عصبي سیسټم هم ناوړه اغیز کوي او ځوانان د خفګان په ناروغۍ اخته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب