روبوټونو ماسټران او دوکتوران بې دندې کړی

ځینې ترټولو مالدارو ځیرکو او اغیزمنو وګړو دا اونۍ د نړیوالې قضیې په اړه د خپلې غوندې مهال ټول بشریت ته مهم پیغام لرلی.
د غونډې موضوع «روبوټونه را روان دی» ؤ.
د کلیفورنیا بیورلی هیلز سیمې میلکن انسټیټیوټ کې د غونډې مهال څلور کاری مجلسونو په بازارونو، کان کنستلو او آن په دندو د ټیکنالوژۍ اغیز وڅیړه.
پرون سې شنبه د «آیا ریښتیا هم کومه دنده خوندی ده؟» تر عنوان لاندې ناسته کې د میکنزی ګلوبل انسټیټیوټ ګډونوال مایکل چوی ویل چې« زیاتره ګټې چې مونږ یې د کمپیوټری کارونې له اړخه ترلاسه کوو د ښه کیفیت او لږو غلطۍ ګڼل کیږی خو په زیاتره حالاتو کې یې د کاریګرو شمیر کم کړی دی.»
دا کلنۍ غونډه د تیرې یکشنبې په ورځ پیل شوه او ۴ ورځې یې دوام لره، او ۳۵۰۰ ګډونوال ورته راغوڼدی شوی ول څو د «بشری جنس راتلونکی» وڅیړی.
خواوشا ۷۰۰ ویناوالو وویل چې ټیکنالوژۍ لږ تنخوا والا دندې له منځه وړی دی. دوی ویل چې اسټرالیا کې د ځینې کانونو کیندنه کې لاریو چلولو لپاره د روبوټونو د کارونې ترڅنګ، په ځینې لویو شرکتونو کې ربوټونه د پروګرامونو اداره کولو لپاره کارول کیږی او پدې ډول د لوړو پوهنیزه کدرونو ځای یې نیولی دی، لدې وړاندې د وال سټریټ ژورنال په بانکونو کې د روبوټونو کارونې ددې سبب شوی چې ماستری او دوکتورا لرونکو موظفینو ته اړتیا ختمه او له دندو ګوښه کړل شی.
د کینشو په نوم د مالی څیړنو شرکت اجرائیه رئیس ډینیل نوډلر ویل«هر هغه کس چې دنده یې له یوه جدول څخه بل ته د معلوماتو اړول وی… همدا دندې به ماشین ته اړول کیږی.»
نوموړی زیاته کړه چې «په راتلونکو لسو کلونو کې به ګولډمن ساکس او جی پی مورګان شرکتونه دې حالت ته ورسیږی. دا دوه به د موظفینو د کموالی او مصارفو لږوالی له اړخه ترټولو ډیر وړ شرکتونه وی».
په تیرو لږو کلونو کې وروسته له هغه چې د سندونو خرڅول لږ ګټور په ډاګه شول، لویو بانکونو لسګونه زره دندې له منځه یوړلې. د پانګوالو لخوا د ګټو د زیاتولو او د بانکونو لخوا د عوائدو زیاتولو کې د پاتې راتللو له کبله په ډیری حالاتو کې بانکونو له ټکنالوژۍ کار اخیستی څو خپل مصارف کم کړی.»
د سیټی ګروپ یوه راپور مارچ کې په ګوته کړې چې په اقتصادی څانګه کې موظفین به راتلونکی کې ډیر وکړیږی. د سیټی ګروپ څیړونکو توقع کړې چې امریکا او اروپآ کې به راتلونکو لسو کلونو کې ۳۰ سلنه بانکی دندې کمې شی.

۱۳۹۵ هـ

جمال ابراهیمی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب