د کوپرې (ناریال) اوبو سره لاندې ناروغۍ درمل کړئ

د ناریال اوبه یو له غوره او ګټورو مشروباتو څخه ګڼل کیږي. کولیسټرول، مضر غوړ او کالوري نه لري. د ناریال اوبه له کیلې څخه زیات پوتاشیم لري.

د ناریال اوبو له نورو ډیرو روغتیايي ګټو سره د ځینو ناروغیو په مخنیوی او له منځه وړلو کې هم مهم رول لوبوي. دلته مو د ناریال د اوبه له ځینو مهمو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:

د وینې لوړ فشار ټیټوي

د دې لپاره چې د وینې لوړ فشار ټیټ شي انسان باید ځانګړې اندازه پوتاشیم خپل خواړه کې شامل کړي. په ۲۰۰۵ز کال کې ترسره شوې یو څیړنې ثابته کړې چې هغه کسان چې لږ تر لږه دوو اونیو کې یو ځل د ناریال اوبه څښي د هغوي په بدن کې د وینې دیاسټولیک (Diastolic) فشار ۷۱٪ او سیاسټولیک (Systolic) فشار ۲۹٪ ټیټیږي.

دغه خواړه په کافي اندازې سره پوتاشیم نومې مواد لري او استعمال يي انسان د وینې له لوړ فشار څخه ژغورلی او یا هم د وینې لوړ فشار ټیټولی شي.

هاضمه بهتره کوي

که چیرې د هاضمې له ستونزو او ناروغیو څخه کړیږئ نو د ناریال اوبه د هاضمې د ستونزو په له منځه وړلو کې بې ساری مرسته کولی شي. دغه مشروب د فایبر (Fiber) له غوره منابعو څخه دی کوم چې کولی شي د هاضمې ستونزو څخه مخنیوی وکړي.

له پښتورګو سره مرسته کوي

زیات شمیر هغه خواړه چې لږ پوتاشیم ولري بیا خپل ترکیب کې زیاته اندازه سودیم لري. سودیم له دې امله چې د مایعات په بدن کې ساتل تقویه کوي په پښتورګو فشار زیاتوي. کله چې په بدن کې د سودیم اندازه زیاته وي نو پښتورګي د مایعاتو خارجولو لپاره باید ډیر سخت کار وکړي. پوتاشیم بیا ادرار راوړوونکی خاصیت لري او له پښتورګو سره د مایعاتو په خارجولو کې مرسته کوي.

د ناریال د اوبو یو ګیلاس دومره پوتاشیم (Potassium) لري چې پښتورګي روغ ساتلی شي. په پښتورګو کې د تیږې د جوړیدو مخه نیسي. د ناریال په اوبو کې شته ارګاینین (Arginine) نومې مواد د بدن ټولو برخو ته د پښتورګو په ګډون د وینې جریان بهتره کوي.

د بدن اوبه پوره کوي

د نورو ورزشي مشروباتو په پرتله د ناریال اوبه په ډیره ښه توګه د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي. د سخت ورزش او اوږدې مودې لپاره فزیکي فعالیت څخه وروسته بدن منرال لروونکي مایعات له لاسه ورکوي. د ناریال اوبه د بدن د اړتیا وړ اوبو پوره کولو تر ټولو غوره مشروب دی. د ناریال یو ګیلاس اوبه خپل ترکیب کې ۲۹۴ ملي ګرامه پوتاشیم (Potassium) او ۵ ملي ګرامه طبیعي قندي مواد لري. په کې شته سودیم یوازې ۲۵ ملي ګرامه ده کوم چې د ورزش د نورو مشروباتو په پرتله ډیر لږ دی.

وزن کمولو کې مرسته کوي

د ناریال اوبه ډیره لږه کالوري لري او انسان د اوږدې مودې لپاره موړ ساتي. که چیرې له خواړه خوړلو څخه نیم ساعت وړاندې یو ګیلاس د ناریال اوبه وڅښئ نو ډیره کمه اندازه خواړه به وخورئ چې له دې سره به لږه موده کې ډیر اضافي وزن له لاسه ورکړئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب