د کافي یو شمیر حیرانوونکې ګټې

د کافي په هکله ډیرې څیړنې ترسره شوي چې ټول يي د دغه مشروب د لا زیاتو ګټو پنځولو سره پای ته رسیدلي. دغه مشروب کولی شي د شکر د ناروغۍ مخه ونیسي او د ځیګر د ناروغیو خطر کم کړي.

کافي اعصاب، پوټکی او بدن نور برخو ته له اندازې زیاتې ګټې لري. دلته مو د کافي له ځینو حیرانوونکو ګټو سره چې کولی شي د یو شمیر مهلکو ناروغیو مخه ونیسي او بدن مختلفې برخې غښتلی کړي سره اشنا کوو.

۱- د وینې جریان غوره کوي:

د څیړنو پر بنسټ په ورځنۍ ډول پنځه اونسه کافي څښل په عروق شعریه کې ۳۰٪ د وینې جریان بهتره کوي. د وینې غوره جریان په پایله کې بدن ته زیاته اندازه اکسیجن رسیږي چې په مرسته يي د انسان فزیکي فعالیتونه غښتلې کیږي.

۲- د کالوري په سوځولو کې مرسته کوي

د یوې هسپانوۍ څیړنې پر بنسټ هغه کسان چې له ورزش څخه وړاندې ۱۲ اونسه کافي څښي نسبت نورو کسانو ته ۱۵٪ زیاته کالوري سوځوي. که چیرې ورزش هم نکوئ بیا هم کافي څښل میتابولیزم له ۱۰ څخه تر ۲۰ سلنه زیاتوي.

۳- د ذهني خپګان مخه نیسي

د څیړنو پر بنسټ کافي انسان له ذهني خپګان څخه ژغوري. هغه کسان چې په ورځنۍ ډول اته اونسه کافي څښي په هغوي کې د ذهني خپګان خطر تر ۲۰٪ پورې کمیږي. کافي په اعصابو کې ځینو هورمونونو تولیدولو سره انسان له ذهني خپګان څخه ژغوري.

۴- حافظه غښتلی کوي

د کافي یو له پیاوړو عصبي ګټو څخه د حافظې پیاوړی او غښتلی کول دی. هغه کسان چې په ورځنۍ ډول اته اونسه کافي څخه د هغوي د اوږدې مودې حافظه نسبت نورو خلکو ته ډیر پیاوړی او غښتلی وي.

۵- د سرطان د ځینو ډولونو څخه مخنیوی کوي

کافي د ځیګر او غټو کولمو له سرطان څخه مخنیوی کولی شي. په هغو کسانو کې چې په ورځنۍ ډول کافي څښې د ځیګر د سرطان خطر ۴۰٪ او د غټو کولمو د سرطان خطر ۱۵٪ ټیټیږي. له دې سربیره د سرطان ځینو نورو ډولونو څخه هم مخنیوی کوي.

۶- کافي له ځیګر څخه ساتنه کوي

د ځیګر د سرطان څخه مخنیوی سربیره کافي د ځیګر د زیات شمیر نورو ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي. کافي له ځیګر څخه زهري موادو خارجولو او ځینې هارمونونو تولیدولو سره له ځیګر څخه ساتنه کوي.

۷- کافي ستړیا له منځه وړي

دغه ګټه يي ډیره واضحه ده او زیات شمیر خلک يي یوازې د ستړیا له منځه وړلو لپاره استعمالوي. کافي انسان ته د اړتیا وړ اضافي انرژي ورکوي. په کافي کې شته کیفین (Caffeine) انسان متمرکز او ویښ ساتي.

۸- د شکر د ناروغۍ خطر کموي

د شکر دوهم ډول هغه ناروغي ده چې ۳۰۰ میلیونه کسان پرې اخته دي. خو د کافي هر ګیلاس د دغې ناروغۍ خطر په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. زیات شمیر څیړنو ثابته کړې چې هر ګیلاس کافي ۷٪ د دغې ناروغۍ خطر کموي او هغه کسان چې په ورځنۍ ډول زیات کافي څښي په هغوي کې د دغې ناروغۍ خطر ۶۷٪ کمیږي.

۹- د الزایمر د ناروغۍ مخه نیسي

د میامي او سویلي فلوریډا پوهنتونو کې د ترسره شوو څیړنو په پایله کې معلومه شوه چې کافي انسان د الزایمر له ناروغۍ څخه ژغورلی شي. د دغو څیړنو پر بنسټ په ورځنۍ ډول درې ګیلاسه کافي څښل ۶۵٪ د دغې ناروغۍ خطر کمولی شي.

۱۰- کافي مو خوشحاله ساتي

خوشحاله اوسیدل د روغتیا لپاره اړین دی. او په کافي کې شته ګټور مواد انسان له ذهني خپګان څخه ژغورلو سربیره خوشحاله ساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب