ايا سګرټ پرېښودل اسانه دي؟

ايا سګرټ پرېښودل اسانه دي؟

ډېر خلک به دا ګمان کوي چې سګرټ مو له تشويش او ذهني فشار څخه ژغوري، او دماغ مو اراموي، خو پدې خبر ندي که سګرټ مو له يوه لوري له ذهني فشاره لرې کوي له بل لوري مو ځانته رانژدې کوي، او پخپلو لوخړو او دوړو کې مو پټوي. ته خبر يې چې که سګرټ ـ ستا په نظر ـ دماغو ته ارمتيا رسوي نو سږو ته دې تورې لوخړې هم رسوي.

ايا د يوه سګرټ څښلو سره ستا دماغ تر څومره مودې پورې ارامه وي؟ که ډېر وي دوه ساته؛ خو لدې خبر يې چې سږې به دې تل لپاره لوخړنې وي؟ نو که لږ عقل لرې نو خپله به ووايې: ولې ديو سات ارامۍ لپاره د خپل زړه او سږو روغتيا له لاسه ورکړم او د ټول عمر ارامتيا وبايلم؟ خو که سګرټ دې له هرڅه اراموي خو له ځانه دې نشي ارامولاي، ځکه يوسګرټ بل ته زينه ده، او همداراز نن که ته د يوه څګرت څښلو سره ارامتيا مومې، سبا دې دوه سګرټه هم دومره ارامولی نشي، اخر خبره دې ځای ته رسيږي چې د ورځې به دې په څو قوتيو هم ګذاره کول اسانه نوي، او دا به درته يوبل سر خوږی وي.

نو که ته هم له سګرټه تنګ يې زه به درته د هغو چې پرېښی يې دی، ارواپوهانو، او داکترانو ازموينې او لارښونې لاندې ذکر کړم:

اول کله دې چې د سګرټ پرېښودلو اراده وکړه، دېته دې پام وي چې؛ ځينې خلک يودم د سګرټ پرېښودلو توان لري، خو ځينو نورو ته بيا دا کار ډېر ګران دی، او دوی اول بايد ځان په نفسي ډول دې کار ته تيار کړي، او د نفسي لارښوونو لپاره هم يوه ټاکلې موده وټاکه چې لدې وروسته به عملي کار شروع کوم، او لاندې لارښوونې نظر کې ونيسه:

• اګر که د سګرټ پرېښودل ګران کار دی خو محال ندی، او ډېرو په پوره برياليتوب سره پرېښي دي.

your ads

• سګرټ هېڅکله ارام نکړم، او د يو له څښلو بل رامخته کيږي.

• ترکومه به سګرټ څښم؟

• ايا دا ذهني فشار به مې نورڅه راکم نکړي.

• دا نور خلک څنګه بې سګرټه وخت تېرولای شي؟

• زه خپل نفس پخپله هلاکت کې اچوم، دا ماسره د الله تعالی لخوا امانت دی، او ما څخه به د دې پوښتنه کوي.

لدې وروسته عملي کار پيل کړه:

• سګرټ ځاينو پورې محدود کړه؛ پخلنځي، خوب کوټه، دفتر، ټولګی، موټر، تشناب کې يې پرېږده.

• سګرټ خلکو پورې محدود کړه؛ والدينو، ورونو او خويندو، اولاد، ښځې،عالم، استاد پروړاندې يې پرېږده.

• غير معمولي يې کړه؛ د کېښودلو جب دې بدل کړه، جب دې په ربړ وتړه، له ځانه سره يې هېڅکله قوتی مه ګرځوه، او مه ګوګړ له ځانه سره ساته، او که چا درنه سګرټ وغوښتلو نو ورته وايه:زه سګرټي نه يم، الحمدلله پرېښي مې دي.

• جب کې د سګرټ پرځای مسواک ګرځوه، او چې کله دې ورته اشتيا راغله مسواک خوله کې ووهه، خصوصا هغو وختو کې چې دې سګرټ عادت دی مسواک را اخله.

• تدريجا د سګرټ استعمال کموه، ترڅو يې په ټاکلې موده پرېږدې، داسې يو تاريخ لکه: وايې: د دې مياشتې په شلم تاريخ به څرګټ پرېږدم.

• د پرېښودلو وروستی ورځ بايد داسې وي، چې پکې د کوم ځانګړي مشکل او تشويش سره مخ نه يې، ښايې دا ورځ د ملګرو سره يوځای په ګډه ناسته، کورني پروګرام، او يا د عالمانو سره ناسته کې تېره شي.

• که د پرېښودلو په ورځ دې روژه ونيوله نو دا به ډېره غوره وي.

کله چې دې پرېښودلو:

• د الله تعالی شکر اداء کړه؛ اګر که په لږ شي هم وي.

• ملګري دې بدل کړه؛ کوښښ وکړه د سګرټي ملګرو سره له ګډې ناستې او ګرځېدلو ځان وژغورې.

• د سګرټو په پيسو يو خوراکي شي اخله، او که صدقه يې کړې ډېره به غوره وي.

• د خپلې کورنۍ غړي او ملګرې لدې خبر کړه چې دې کار کې درسره مرسته وکړي.

• له يواځېوالي او ګوښه کېدو ځان وژغوره، هر خبره کې نور له ځانه سره ګډوه، او هيڅکله ځان فشار لاندې مه راوله.

• د قرآنکريم تلاوت، ذکر، تهجد، ضحی، او نفلي لمونځونه ډېر کړه، ترڅو دې زړه غافله نشي، او د دې يوه عملي بېلګه درته ښايم، تاريخ هم وګوره. مجاهدين چې دې د تاريخ هر پړاو کې ليدلي د صحابه رضي الله عنهم اجمعين له تاريخه راواخله تر اوسه؛ د نشيي توکوو استعمال پکې نشت دی، او د دې عمده لامل دا دی چې د قرآنکريم تلاوت کوي او فکر پکې کوي، بلخوا کافر جنګيالي شراب، چرس او نورو نشيي توکو ته پوره لاس رسی لري، ځکه انسان باندې ترټول لوی فشار جګړه کې راځي او د هغې ارامولو لپاره دوی نشيې توکو استعمال ځکه کوي چې د نفسي ناروغيو سره د مخکېدو وېره ورسره موجوده وي، خو هيڅ ارامتيا نه ورکوي.

• ورزش شروع کول؛ ورزش هم د ذهني فشار کمولو کې پوره مرسته کوي، ځکه ورزش سره جسم کې هغه کيمياوي موارد افرازيږي کوم چې د ذهني فشار کمولو کې دماغو سره مرسته کوي.

• کتابونه پېدا کول؛ هرډول مطالعه چې ستا خوښه وي،فقهي، تاريخي، علمي، سياسي…

دې لپاره چې بيا راونګرځې:

• د الله تعالی له وېرې نه وروړاندې کېدل،؛چاچې د الله تعالی د رضا لپاره يوشی پرېشودی الله به ورته ښه بدله ورکړي.

• پدې کې غور وکړه چې ولې مې سګرټ پرېښودل.

• د ملګرو، کورنۍ او چاپېريال مرستې ته اړتيا لري ترڅو ورسره پوره همکاري وکړي.

• د سګرټ څخه پېداکيدونکو ناروغيو کې فکر کول.

• د سګرټ له استعمال څخه نور خلک منع کول.

• سګرټ خراب ځای کې اېښودل ترڅو نفرت يې ورسره پيدا شي.

• د سګرټيانو پنډار کې هيڅکله نه چای وڅښې او نه پدې خبره دوکه شې چې يو سګرټ ضرر نلري.

• صبر کول؛ هر کله چې ډېر اړ هم شولې، بېا هم ځان ټېنګوه او مه يې را اخله.

• مايوسه کېدل؛ هيڅکله دا فکر هم ونکړې چې سګرټ به وڅښم.

خواړه هم لږ بدل کړه:

• کوښښ وکړه ترڅو د اوبو څښل ډېر کړې.

• د هر ډول چای څښل اولو وختو کې کم کړه.

• شيدې ډېرې څښه ځکه دا درسره ډېره مرسته کوي.

• تازه ميوو ته پاملرنه پيداکړه.

• کله چې دې سګرټ ته اړتيا پيدا شوه؛ لږ خوراک وکړه، لکه: کيله.

• بيا درته وايم:

ملګري بدل کړه!

ملګري بدل کړه!

ملګري بدل کړه!

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب