زړه له ناروغیو څخه مخنیوی لپاره دغه عادتونه خپل کړئ

په نړۍ کې زیات شمېر خلک د زړه په مختلفو ناروغیو اخته دي خو انسان کولی شي ځینې عادتونو خپلولو سره د زړه د ناروغیو مخه ونیسی.

دلته مو د هغو عادتونو سره اشنا کوو چې د زړه د ناروغیو څخه مخنیوی کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي:

۱- خواړه: د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی لپاره خپل خواړه ته ځانګړی پاملرنه وکړئ. باید کوښښ وشي چې حبوبات لرونکي خواړه، میوه، سبزیجات او غوښه له زیات نه زیات وکارول شي.

۲- سګریټ: دا یو ثابت حقیقت دی چې سګریټ څښل د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي. د زړه د ناروغیو مخنیوی لپاره باید له سګریټ څښلو څخه ځان وژغورل شي.
یوې څیړنې ثابته کړې کوم چې سګریټ څښل پریږدي د ۵ کلونو په موده کې ۴۰ سلنه د ناروغیو خطر کمولی شي.

۳- ورزش: فعاله ژوند لرل او په ورځنۍ ډول خاصه اندازه ورزش د ۲۵ ناروغیو تر ټولو غوره درمل دی چې کولی شي انسان د زړه له حملې او ناروغیو وژغوري. ناروغیو څخه مخنیوی لپاره باید انسان هره ورځ خاصه اندازه ورزش وکړي.

۴- ذهني فشار: ذهني فشار یو له هغو لاملونو څخه دی چې انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. د زړه ناروغیو سربیره ذهني فشار په انسان کې د کولیسټرول او د وینې لوړ فشار لامل هم ګرځي. له ذهني فشار څخه ځان وژغورئ. له ملګرو او کورنۍ سره مجلس وکړئ، هر ورځ ورزش وکړئ او خپل ځانته وخت جلا کړئ.

۵- خوب: ډیر شمېر هغه خلک چې کمه اندازه خوب کوي د زړه په ناروغیو اخته کیږي. کمه اندازه خوب کول د انسان وزن زیاتولو سربیره انسان د شکر او وینې لوړ فشار په ناروغیو هم اخته کولی شي چې دغه ناروغۍ بیا انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي. د زړه ناروغیو خطر کمولو لپاره کوښښ وکړئ هره شپه ۷ ساعته خوب وکړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب