هوښیاران وایي!

کله چې ته له یو چا سره مرسته کوې، څو غره ته وخیژي نو ته هم ورسره د غره څوکې ته نژدې کیږې.
کله چې نصیحت کوې نو پوره تمه لره ، کیدای شي ځینې دې خبره ومني.
د هغه چا چې غواړي کتاب ولولي او هغه چې کتاب د لوستلو لپاره غواړي ترمینځ ډیر توپیر موجود دی.
ته راته  هغه څه راوښایه چې تا په خندا راولي… زه به درته ووایم چې ته څوک یې.
نااشنا دنیا ده… هغوی چې د مړښت نه مري له هغه چانه ډیر دي چې لوږه یې ژوند اخلي.
که خپل تفکیر او د زړه غوښتنې بدلې کړې نو ژوند دې هم ورسره بدلیږي.
خوښي ، په آرام زړه د اوامرو اجراء کولو ته وایي.
له هغه چانه لیرې ګرځه چې د قرآن او سنت سره مخالفت کوي، څو یې زیان تاته  در ونه رسیږي.
له دوو دښمنانو نه ځان ساته، یو هغه چې خلک د شبهاتو او شکوکو او غوړو او چربو خبرو په وسیله بې لارې کوي، بل هغه چې د خپلې دنیا او ریاست په مینه  کې غرق وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب