ځان جوړونه

که ډیری سختي دا روزګار پرتاسو راولي، بیا هم هماغه یواځینۍ لاره د مهربانۍ ونیسئ ، خپل شخصیت دننه ضمیر باطن ته د بدو اعمالو په تر سره کیدو بدلون مه ورکوئ، کوښښ وکړئ مهربانی، او زړه سوی ولرئ ، او په نورو کې هم د محبت او زړه سواندی او عاطفې احساس وروزۍ په زړه کې ځای د محبت ډیر پریږدئ ،ځینې د روزګار په سختو کې خپل شخصیت ته بدلون ورکوي، یعنی بیا هغه مهربانه کس نه وي ، لکه چې  پرون وو ، انسان باید پرځان ډیر کار وکړي ، تر څو خپله یو ښه او بی سارۍ شخصیت د ځانه څخه جوړ کړي ، مونږ باید یو نمونه اوسو ، تر څو زمونږ په لیدلو ، نور زمونږ څخه د ځان جوړونۍ درس واخلي ،مونږ باید آ دې عوامو په اصطلاح په ډزو کې هم مهربانی پرې نږدو ، او خپل ضمیر او باطن بدل نه کړو ، د مهربانی څخه د نوي نسل په ذهنونو کې ډیر ښکلي خاطرات پاتی کیږي ، په مهربانۍ کې زړونه یو بل ته نږدې کیږي ،او نوی نسل چې مونږ ووینې نو زمونږ نقش قدم ځي ، او دا به یو لوی درس راتلونکو ته پاتي شي.

سید عبیدالله نادر

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب