کتاب‌ او مطالعه؛ په اړه یې د پوهانو ویناوې

د کتاب ارزښت هر وخت او هر دور پر خپل ځای دی. ځینې فکر کوي چې د انټرنیټ او کمپیوټر له راتلو سره د کتاب ارزښت لږ څه زیانمن شوی دی، مگر داسې نه ده.

نن هم تر ټولو ډېر خرڅېدونکي کتابونه خپرېږي، چې دا په خپله د دې ثبوت دی چې لا هم کتابونه نه یوازې دا چې چاپېږي، بلکې خرڅېږي او ورسره ورسره لوستل کېږي هم. کوم خوند چې د چاپي کتاب مطالعې کې دی په هېڅ ډول د کمپیوټر له سکرینه نه شو څکلی.

لیکوال: ډاکټر رئیس احمد صمداني
ژباړن: ذاکر جلالي

موږ چې څومره هم چټک پرمختگ کوو، د کتاب واقعیت پر خپل ځای مستحکم پاتې کېږي. کتاب سره د مینې او تړښت بې‌شمېره بېلگې د تاریخ برخه دي. ویل کېږي چې علامه ابن رشد خپل ټول عمر د کتاب په مطالعې تېر کړی و.

د ده د ژوند یوازې دوې شپې داسې رڼې شوي چې نه دی توانېدلی مطالعه پکې وکړي: لومړی د واده پر لومړۍ شپه او دویمه هم د مور د مړینې شپې داسې دي چې بې له مطالعې يې رڼې کړي.

همداراز جاحظ خپل ځان هم د مطالعې د ذوق قرباني کړ. دی د ژوند په وروستیو کې فلج شو، مگر بیا به هم د کتابونو کوټونو ایسا کړی و.

له کتاب سره د جاحظ د مینې ثبوت لپاره همدا کافي ده چې یوه ورځ د کتابونه کوټ پرې لنگر وکړ او تر لاندې او مړ شو.

جاحظ د کتاب په باب ویلي:
«تر څو چې ته غواړې کتاب چُپ پاتې کېږي، مگر کله چې ستا زړه خبرو ته وشي، بیا په ډېر فصاحت سره خبرې پیلوي. که ته پر کوم کار بوختېږي، دی مزاحمت نه کوي، مگر که دې یوازېتوب احساس کړ، بیا دې مهربان دوست دی. کتاب داسې دوست دی چې نه دي غمجنوي، نه درته غوړه مالي کوي او نه هم درنه بېلېږي».

یو بل عالم وايي:
«کتاب د مړو ژبه او د ژوندیو غږ دی. کتاب د شپې پر مهال داسې دوست چې تر هغې نه ویده کېږي، تر څو ته نه یې ویده شوی. تل هغه خبره کوي چې ستا خوښېږي. دا دوست دې کله هم رازونه نه افشا کوي. دی بې‌سارې وفادار گاونډی دی. یو معقول ملگری، خاکساره استاد او غم شریکوونکی مهربان هم دی».

اسحاق بن سلیمان واده نه و کړی، تر دې چې سل کلن شو، چا د اولاد په باب ترې وپوښتل، د کتاب دې ميين ویلي و: «کله مې چې خپل کتاب (حمیات) وي، نو د اولاد سوچ څنگه وپاللای شم؟!». ارواښاد خان بهادر خدابخش د «خدابخش اورینټل کتابتون» په څېر د ستر کتابتون بنسټ ډبره کېښوده. ده به د کتابونو ترلاسه کولو لپاره د قانوني محدودیتونو پروا نه ساتله. مولوي خدابخش ویل: «د نادرو او نایابو څیزونو ټولولو هنر له محدودیتونو مستثنا دی». همداراز د کتاب په تړاو وايي: «ړانده په درې ډوله دي: یو هغه چې له بصیرته بې‌برخې وي، دویم هغه چې پر سترگو لرلو سربېره خپل ارزښتناک کتاب چاته په پور ورکوي او درېیم هم هغه چې له کتاب اخیستو وروسته یې بیا بېرته هم ورسپاري!».

سرسیداحمد خان چې د مطالعې ډېره مینه‌وال و وايي «حیات جاوید» چې زر مخه دی، په دوو شپو کې لوستی! دی وايي: «زما عادت دی چې د نوي کتاب ترلاسه کولو وروسته د یوه وخت ډوډۍ خو ضرور رانه پاتې کېږي. څو ځله مې له دې وېرې چې له مطالعې پاتې نه شم، له ماښامنۍ بې‌برخې شوی یم».

نامتو لیکوال، مرزا فرحت الله بیگ د کتاب لوستو دومره شوقي و چې د ډوډۍ خوړو پر مهال به یې تل په کیڼ لاس کې کتاب و او مطالعه به یې روانه وه.

نامتو قانونپوه، ارواښاد خالد اسحاق درې نیم میلیونه روپۍ پر کتاب پېرودلو لگولې وې. د ده شخصي کتابتون لکونه کتابونه لرل. نامتو څېړونکي، مشفق خواجه د کور له لسو خونو یوازې یوې کې اوسېده، نورې ټولې له کتابونو ډکې وې.

سقراط وايي: «کوم کور کې چې ښه کتابونه نه وي، داسې کور په حقیقت کې د کور ویلو وړ نه دی، دا خو د ژوندیو مړو هدیره ده». فیلسوف ایمرسن وايي: «ښه کتاب، بې‌سارې دوست ته ورته دی، چې تل پر ښې لارې تگ مشوره درکوي». کارلایل فکر کوي: «د گټورو کتابونه یوه ټولگه د نن زمانې یوه ښه پوهنتون ته ورته ده».

له دې خبرو سره ټول موافق یاستئ، اوس ستونزه دا ده چې د مطالعې مینه او تلوسه ورځ تر بلې په کمېدو ده. د علم خوښونې کلتور ورځ تر بلې تتېږي.

د دې لیکنې په دې برخه کې لیکوال د خپلې ټولنې د یو شمېر روڼ اندو خبرې رااخلي چې د مطالعې کلتور له کمېدو شکایت کوي. لیکوال پر دې معترف دی چې ټولنه بلکې ځوان نسل په ځانگړې ډول له کتاب لوستو په لرې کېدو دی. یو لامل یې د انټرنیټ خورېدا په گوته کېږي؛ خو زموږ ټولنه کې بیا د انټرنیټ له اسانتیا هم پر ځای استفاده نه کېږي. د فېسبوک لنډې مطالعې ته هم څوک وخت نه ورکوي.

څه ولولو؟

دغه پوښتنه تل د هغو ځوانانو له خوا مطرح کېږي چې په راويښېدو دي، د مطالعې ارزښت او اړتیا یې درک کړې ده؛ خو نه پوهېږي چې له کومه یې پیل کړي. زه وایم هر څه ولولئ، هو، هر څه. دا پورته مقاله خو مو ولوسته، ما هم لوستې، خوښه مې شوه، له اردو مې راپښتو کړه. تاسې څه فکر کوئ دا به مې له کوم کتابتونه او له کومې معتبرې خپرونې اخیستې وي؟ د ژباړې پر مهال مې د خپرونې نوم هم نه و زده، بلکې اوس مې هم نه دی زده؛ ځکه چې ما دا مجله نه ده اخیستې، دا مقاله د مجلې هغه پاڼه کې لیکل شوې وه چې ما نن پکې له نانبايي کور ته ډوډۍ راوړه. ماته یې توده ډوډۍ پکې راونغاړله، د دې مقالې سرلیک مې خوښ شو او دا دی تر تاسو مې ورسوله. دغسې هر څه ولولئ، که مو گټه نه وي کړې، تاوان نه کوئ.

هو، دا منم چې یو محصل یا له پوهنتونه فارغ باید د خپلې مطالعې لپاره ځانگړې ساحه ولري. پوهې ډېره وده کړې، ډېرې څانگې منځ ته راغلي دي. تاسو کې چې څوک لوړې زده کړې لري، هغوی پوهېږي چې کوم ډگر کې مطالعه وکړي، څه ولولې او څه ونه لولي؛ خو هغوی چې لوړې زده کړې نه لري، هغوی دې هر څه ولولي، کله چې یې تر یوه بریده مطالعه وکړه، بیا خپل ذوق او مینه، اړتیا او وړتیا د همدې کړې مطالعې پر مټ درک کوي او خپله لار مومي. داسې ډېر کسان یادولای شو چې بې له لوړو زده کړو نن د هغو په پرتله چې د پوهنتون د لېسان سند لري، دوی په عین مسلک کې تر هغو ښه ځلېدلي؛ ځکه چې دوی مطالعه کړې، شپې يې رڼې کړي او هغو نورو یوازې د پوهنتون پر سند بسنه کړې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب