د ویټامینو (Vitamin) ارزښت او دهغو دنده
په مختلفو حیه وو کي مختلف توکي (مواد) د ویټامين په حیث قابل داعتبار دي . د بېلګي په توګه خنځیر (خوګ) پخپل بدن کي ویټامین (C) جوړه وي . په انسان کي بیا دغه ستاینه نسته، ولې چې انسان
ل-ګالاکتونولاکتون – اُکسیداسې (L- Galactonolacton-Oxidase) نه لري . نو له دې کبله خنځیرانو ته ویټامین (C) هیڅ مانا نه لري، ځکه چې دی ئي پخپله جوړه وي . په عمومه توګه ویټامین د انسان لپاره یو حیاتي مهم شی دی ، مګر چې بدن ئي پخپله جوړه وي هغه ته ویټامین نه سو ویلاې . یو استثناي حالت د ویټامین (D) جوړه وي . که چیري سړی د لمر رڼا ته کښېني او بسنده د لمر رڼا ئي بدن ته راسي نو ئي بدن ویټامین (D) جوړه وي .
ویټامینونه په بدن کي د توکودبدلون لپاره دنده لري .د دوي دنده داده، چې په بدن کي د قندو، پروتینو او معدني مواد تنظیم کړي او سم ئي په کار واچوي . ویټامینونه د دغو درو توکو په بدن کي دسونګ او ښه بدلون لپاره دنده لري او په دې توګه سمه انرژي لاس ته راولي . ویتامینونه د معافیت سستم ځواکمن او فعاله کوي . د حجراتو د جوړښت، د وینو کرویات ، د هډوکو د جوړښت، او دغاښو د ساتلو لپاره اړين دي .
هر ویټامین جلا خپله دنده پر ځائ کوي . د ویټامینو تفاوت د دوي د ډول ډول اغیزو څخه پر بدن څرګنديږي .
د ۱۹۲۰ او ۱۹۸۰ ز کال ویټامینونه په ۲۰۰۴ ز کال کي نامتو ویټامینونه ئي په ترتیب سره انځور سوه . د دغو ویټامېنو لپاره هم کیمیاوي تړښتي لیاره و ښودل شوه . هغه ناروغۍ چې د ویټامین له لږتیا څخه منځ ته راځي د شلمي پړۍ په پایل کي و پېژندل سوې . که چېري په اټکل سره د خوړو په اړه ناروغي پېښه شي زیار ایستل کېږي ، چې دغه ناروغي بېرته د خوړو له لیاري درمل سي . د ژوو ازموني و ښودل، چې ځیني ناروغۍ د لږتیا څخه د خوړو منځ ته راځي . د نورو ژوو د ازموینو په لړ کي و ښودل شوه، چې دا خوړیز توکي کوم دي، چې دغه ناروغي ئي منځ ته راوړې ده . او په پایله کي دا ممکنه سوه، چې له دغو خوړو څخه ئي ویټا راپیدا کړي . په ۱۹۱۳ ز کال کي ویټامینونه د لاتیني الپ او بې د غټو تورو څخه ئي لنډیز ورکی . لاندي د ويټامینو لوحه وګورۍ
د پیداکولو کال ز – د ویټامین (Vitamin) – هغه توکي چي ویټامین لري
۱۹۰۹ ویټامین (A ) دماهي د ایني غوړي
۱۹۱۲ « « (B د وروجو نېشایسته
۱۹۱۲ « « (C) لېمو
۱۹۱۸ « « (D) د ماهي د ایني غوړي
۱۹۲۰ « « (2 B ) اګۍ
۱۹۲۲ « « د غنمود تجګ غوړي
۱۹۲۶ « « (B12 اینه
1929 . « « (K) کاهو
۱۹۳۱ « « (B5) اینه
۱۹۳۱ « « (B7) اینه
۱۹۳۴ « « (B6) د ورجو نېشایسته
۱۹۳۶ « « (B3) اینه
۱۹۴۱ « « (B9) اینه
ژباړه د (Wikipedia) څخه
محمد سرور وکیلي