دانبیاو علیهم السلام عمرونه او مزار

۱»  حضرت ادام (د بشریت پلار ) علیه السلام، زرکاله عمر درلود، د خښیدو په ځای یی درې قولونه دي، ویل کیږی په هندستان کې خښ دی ، بله قول وایي په مکه مکرمه کې خښ دی، دریمه رایه وایي چې په بیت المقدس کې خښ دی.

۲ » ادریس علیه السلام : ادریس ع په ځمکه ۸۶۵ کاله ژوند کړی ، خو د خښیدو ځای یی نه دی مالوم .
۳» نوح علیه السلام ،(۹۵۰)  کاله ژوند درلو، او ټول ژوند یی قوم ته په تبلغ کی تیر کړی ، ویل کیږی چی د عراق د کوفی ښار په جومات کی خښ دی ، خو بله رایه وایی چی د سره غره په لمن کی خښ دی ، یو بل قول کی راغلی چی په حرم الشریف کی خښ دی.

۴ » هود علیه السلام ، ( ۴۶۴ ) کاله عمردرلود ، او دیمن د حضرموت د ښار په لودیځه برخه کی خښ دی .
۵ » صالح علیه السلام . د صالح ع د عمر په اړه په کتابونو کی څه نه دی ویل شوی ، او ویل کیږی چی د یمن د حضرموت په ښار کی یی قبر دی .
۶» لوط علیه السلام ،  د لوط ع د عمر او قبر په اړه په کتابونو کی څه نه دی راغلی ،
۷ » ابراهیم خلیل علیه السلام ،  دوه سوه  ۲۰۰  کال یی عمر وو ، او د طوفان نه روسته په کال ( ۱۳۷ ) کی پيدا شوی وو، او دفلسطین د الخلیل په ښار کی یی قبر یا زیارت د خپلی لومړی مرمنی بی بی ساره سره په څنګه کی دی ،

۸ » اسماعیل علیه السلام ،  ( ۱۳۷ ) کاله ژوند درلود ،  قبر یی  په مکه مکرمه کی د خپلی مور هاجری سره په څنګ کی دی ،

۹ »   اسحاق علیه السلام ، (۱۸۰ ) کاله ژوند کړی ،  او د فلسطین د الخلیل په ښار کی د خپل پلار حضرت ابراهیم علیه السلام سره خښ دی ،

۱۰» یعقوب علیه السلام ، (۱۴۶ ) کاله ژوند کړی ، او په مصر کی وفات شوی ، خو د خپل وصیت په اساس ، یوسف علیه السلام فلسطین ته یوړ او د الخلیل په ښار کی یی خښ کړی .
۱۱» یوسف الصدیق علیه السلام ، (۱۱۵ ) کاله ژوند درلود ، په مصر کی وفات شو ، خو د خپل وصیت په اساس ورونو د فلسطین د نابلس په ښار کی خښ کړی ،

۱۲» شغیب علیه السلام ،  د عمر په اړه یی په کتابونو کی څه نه دی زکر شوی ، خو دا ویل شوی چی د فلسطین د حطین  په نامه ځمکه کی یی مزار شته .
۱۳ » ایوب علیه السلام ، ( ۹۳ ) کاله ژوند درلود ، او د سوریی پلازمینی دمشق ته نیژدی د شیخ سعد په قریه کی د خپلی مرمنی تر څنګ خاورو ته سپارل شوی ،

۱۴ » ذ والکفل علیه السلام ،  د عمر په اړه یی څه نه دی یاد شوی ، خو ویل کیږی چی په مصر کی پیداشوی ، او د مصر د سینا په ولایت کی وفات شوی ، او د خپل پلار ترڅنګ د شام په ځمکه خښ دی ،

۱۵ » یونس علیه السلام ، په هیڅ کتاب کی د هغه د عمر او قبر په اړه څه نه دی ویل شوی ،

۱۶ » موسی علیه السلام ، ( ۱۲۰ ) کاله عمر درلود ، او دمصر د سینا په ولایت کی وفات شوی او همدغلته خښ شوی دی ،

۱۷ » هارون علیه السلام ، ( ۱۲۲) کاله عمر درلود ، او د مصر د سینا په ولایت کی وفات شوی او همدغلته یی قبر دی ،

۱۸ »  الیاس علیه السلام ، د عمر په اړه یی څه نه دی یاد شوی ، خو ویل کیږی چی قبر یی د لبنان دولت په علبک نامه ځای کی دی .
۱۹ » الیسع علیه السلام ، د عمر او ځای په اړه یی څه نه دی راغلی ، خو ویل شوی چی کله د شام د بانیاس خلکو نافرمانی وکړه ، نو الیسع علیه السلام له دغه ځایه کوچ وکړ ، او دا مالومه نه ده چی په کوم لوری تللی .
۲۰» داود علیه السلام ، ۱۰۰ کاله ژوند کړی ، و یل شوی چی پاچاهی یی ۴۰ کاله وه ،

۲۱ » سلیمان علیه السلام ، ( ۵۲ ) کاله عمر درلود ، او په ۱۲ کلني کی ورته پاچاهی له پلار نه پاتی شوی وه ، او ۴۰ کاله د سلیمان علیه السلام پاچاهی دوام درلود .
۲۲ » زکریا علیه السلام ، ۱۵۰ کاله عمر درلود ،

۲۳ ) یحی علیه السلام ، په کتابونو کی دا نشته چی هغه به څومره ژوند کړی وی ، خو دا ویل شوی چی د عیسی علیه السلام دزیږیدو په کال یحی علیه السلام هم زیږیدلی وو، او دیوی فاجری ښځی په لمسون ظالمانو یحی علیه السلام په محراب کی حلال کړ ، په کتابونو کی يواځی داراغلی چی  سر مبارک یی د سوری د پلازمینی دمشق په اموی مسجد کی خښ دی ،

۲۴»  المسیح عیسی بن مریم علیه السلام ، په ځمکه یی ( ۴۴) کال ژوند کړی ، او دبعثت نه دری کاله روسته الله پاک له ځمکی پورته کړی دی، په کتابونو کی راغلی چی مور بی بی مریم  یی د هغه نه روسته ۶ کاله ژوندۍ وه ، او د ۵۳ مالو په عمر وفات شوه .

۲۵ » حضرت  محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم ، اخیری پغمبراو د انبیاو او رسولانو امام ، په   ۵۷۰ کال کی په مکه مکرمه کی دی دنیا ته راغلی وو، او د ۶۳ کالو په عمر له دی دنیا څخه تللی دی ، او د حضرت عایشی رضی الله عنها په کور کی ( مسجد نبوی) کی یی مزار دی .

 

نجم شینواری …مصر ..قاهره

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب