هغه شیان چی الله (ج) رسول الله (ص) ورباندی امرکړی وو-حدیث

ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما رب زه په نه شیانو باندی امرکړئ یم: ۱ – په پټه او ښکاره باندی د الله پاک څخه په ویری. ۲ – د خښم او خوشالۍ په حالت کی د عدل په خبری. ۳ – په فقر او غنا کی په توسط او میانه روۍ. ۴ – داچی د هغه چاسره صله رحمی وصل کړم چی دئ یې زما سره قطعه کوی. ۵ – هغه چاته ورکړه وکړم چی ماته شئ نه راکوی. ۶ – هغه چاته عفو وکړم چی پرما باندی یې ظلم کړئ وی. ۷ – او داچی زما چوپتیا فکر وهل وی. ۸ – خبری می د الله پاک ذکر وی. ۹ – او کتل می عبرت وسی. او بل یې پدې باندی امر کړم چی په ښه کار باندی خلګ امر کړم.

یعنی الله پاک زه په نه شیانو باندی امر کړئ یم:
۱ – داچی په هر حالت کی باید الله پاک څخه وویریږم که ښکاره او علنی حالت وی او که پټ او مخفی حالت وی.
۲ – داچی په هرحالت کی باید دعدل او انصاف خبری وکړم چی دخښم حالت وی او که خوشالۍ حالت وی.
۳ – په هر حالت کی توسط او میانه روی وکړم فرق نلری که حالت د فقروی او که غناء.
۴ – داچی صله رحمی وصل کړم که څه هم د هغه چا سره وی چی زما څخه یې صله رحمی قطعه کړیوی.
۵ – ورکړه او سوغات هغه چاته وکړم چی ماته یې شئ ندی راکړی او یایې نه راکوی.
۶ – هغه چاته بخښه او عفوه وکړم چی زما سره یې ظلم کړئ وی.
۷ – ددې لپاره چوپ پاته سم چی د الله پاک په قدرت او مخلوقاتو کی فکر ووهم.
۸ – کله چی خبری کوم نو دالله پاک په ذکر باندی خبری وکړم.
۹ – چی هر شی ته ګورم نو عبرت ورڅخه واخلم.
او بل پدې  باندی یې امر کړم چی امر بالمعروف وکړم.

أَبِي هُرَيْرَةَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: ” «أَمَرَنِي رَبِّي بِتِسْعٍ: خَشْيَةِ اللَّهِ فِي السِّرِّ وَالْعَلَانِيَةِ، وَكَلِمَةِ الْعَدْلِ فِي اوَعَنْلْغَضَبِ وَالرِّضَى، وَالْقَصْدِ فِي الْفَقْرِ وَالْغِنَى، وَأَنْ أَصِلَ مَنْ قَطَعَنِي، وَأُعْطِي مَنْ حَرَمَنِي، وَأَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَنِي، وَأَنْ يَكُونَ صَمْتِي فِكْرًا، وَنُطْقِي ذِكْرًا، وَنَظَرِي عِبْرَةً، وَآمُرُ بِالْعُرْفِ» ” وَقِيلَ: (بِالْمَعْرُوفِ) . رَوَاهُ رَزِينٌ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب