هر خاوند او میرمن یې ولولئ او له ژوند څخه خوند واخلئ!

 

یو قاضي وایي چې یو ځل یوه قضیه محکمې ته راغله چې ښځې یې له خپل خاوند څخه طلاق غوښت، خاوند او ښځه دواړه دومره جیګرخون شوي وو چې بالآخره ګډ ژوند ته د پای ټکی ايښودل یې آخري حل بللی و.

په اوله ورځ مې ډیر کوشش وکړ چې د دواړو ترمنځ روغه وکړم ترڅو چې ستونزې یې ختم شي او خوشالۍ سره ژوند وکړي، مګر ښځې هیڅ خبره نه اوریده او پرلپسې یې د طلاق غوښتنه کوله! بالآخره مې دواړه رخصت کړل او قضیه مې یو څو ورځې وځنډوله، ترڅو که دواړه سره جوړ شي او د طلاق مخنیوئ وشي.

دوهم ځل چې راغلل نو ډیر ټینګار مې ورته وکړ چې د خپلې پریکړې نه را وګرځي، ځکه چې ژوند به یې نور هم تریخ شي، مګر دوی ونه منله او طلاق باندې یې اصرار کاوه.

بیا مې دواړو ته وویل چې زما یو شرط دی، تاسې به هغه پوره کوئ نو بیا به زه ستاسې ترمنځ پریکړه وکړم!

دواړو شرط ته غاړه کیښوده، لومړی مې خاوند ته وویل د خپلې ښځې لس نیک خویونه یو کاغذ باندې ولیکه! یوازې به نیک خویونه لیکې، بد خویونه به یو هم نه لیکې، او ډاډه اوسه چې زه به ستا لیکل ونه لولم، نو مهرباني وکړه د خپلې میرمنې لس نیک خویونه ولیکه!

خاوند قلم او کاغذ رانه واخیستل او لیکل یې پیل کړل، کله چې لیکلو نه فارغ شو نو بیا مې ورته وویل چې اوس دا کاغذ خپلې ښځې ته ورکړه چې له ځان سره یې پټ ولولي.

ښځې له خپل خاوند نه کاغذ واخیست او پټ لوستل یې پیل کړل! د لوستلو دوران کې مسکۍ مسکۍ کیده، بیا به یې خپل خاوند ته په مینه وکتل، کله به خپل خاوند ته مسکۍ شوه او کله به بیا ډیره خجالت شوه او سترګې به یې ښکته کړې!

خاوند یې هم خپلې میرمن ته په داسې انداز کې کتل چې په څېره کې یې خوښي له ورایه ښکاریده!

بیا مې ښځې ته وویل چې اوس د خپل خاوند لس نیک خویونه ولیکه چې تا ته ډیر خوښ وي، بد خویونه بلکل له پامه وغورځه او ډاډه زړه باندې لیکل وکړه زه به هیڅکله ستا لیکل ونه لولم بلکې یوازې ستا خاوند به یې لولي.

ښځې هم د خپل خاوند لس نیک خویونه ولیکل او بیا یې خپل خاوند ته کاغذ ورکړ چې له ځان سره یې پټ ولولي.

خاوند هم په مینه باندې کاغذ ترې واخیست او په لوستلو یې پیل وکړ، کله به مسکئ شو او خپلې ښځې ته به ور وکتل نو ښځه به یې هم مسکئ شوه او کله به یې ځمکې ته کتل.

نو زه هم د دوی څخه د دوه دقیقو لپاره له خپل دفتر څخه ووتلم، دوی دواړه مې یوازې پريښودل!

کله چې بیرته را ننوتم نو د دواړو په شونډو مسکا خوره وه، د خوښۍ نښې یې څیرو کې له ورایه ښکاریدې، بیا مې دواړو ته وویل چې نن به ما سره یوه خبره هم نه کوئ دواړه لاړ شئ او سبا ته راشئ چې ستاسې ترمنځ خپله پریکړه وکړم!

دواړه لاړل او سبا چې راغلل نو داسې خوښ بریښیدل لکه نن یې چې د واده لومړۍ ورځ وي، یو او بل ته یې په مینه لاسونه ورکړل او مسکا یې کوله.

ما ورته وویل اوس به د طلاق پریکړه اعلان کړم؟!

دواړو را غبرګه کړه چې نه؛ هیڅکله داسې کار ونه کړې! ځکه چې مونږ پرون له خپلې پریکړې څخه را وګرځیدو، د یو او بل په غلطیو مو سترګې پټې کړې، بد خویونه مو له پامه وغورځول او یوازې نیکو خویونو ته مو زړونو کې ځای ورکړ.

قاضي وایي چې نه زه او نه تاسې تراوسه پوه شوئ چې دوی دواړو څه ولیکل؟! مګر دومره ویلای شم چې د دوی ترمنځ شیطان ستونزې را ولاړې کړې وې، د یو او بل بد خویونه یې بربنډ کړي وو او نیک خویونه یې له پامه غورځولي وو.

نو هر ځوان او هرې پیغلې هر کله مو چې ګډ ژوند پیل کړ نو یوازې او یوازې د خپلې ښځې او خپل خاوند نیک خویونه په زړه کې وساته!

هر انسان نیمګړتیاوې لري، هیڅوک مکمل نه دی، خامخا بدخوی او یا بله نیمګړتیا لري، نو که چیرې د بل نیمګړتیا باندې سترګې پټې کړئ، ستاسې نیمګړتیا باندې به نور سترګې پټې کړي، بالآخره کرکه او نفرت به مو له زړونو څخه د تل لپاره کډه وکړي او زړونو کې به مو مینه ځای ونیسي.

هیڅکله د شیطان خبرو ته غوږ مه نیسئ! په معمولي خبره باندې ټول ژوند مه خرابوئ، هیڅکله د ژوند ملګري او ملګرې له حال بل څوک مه خبروئ.

کوشش وکړئ چې د خپل خاوند او خپلې میرمن پر وړاندې داسې کار ترسره نه کړئ چې د هغه غوسه را وپاروي، چې په پایله کې لوی سرخوږی ترې جوړ شي.

په ځانګړې ډول هره میرمن باید په دواړو غوږونو واوري چې اوس د خپل خاوند تر لاس لاندې ژوند کوي، بل هیڅوک د دې لپاره په درد نه خوري، یوازې خاوند یې د ښې او بدې ورځې د ژوند ملګرئ دی، نو باید چې د هغه تر لاس لاندې د شریعت په رڼا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

نو خپل ګریوان خپله وګنډئ، اکثریت خلک ستاسې هوسا ژوند او خوشالي نه غواړي، نو د خپل ژوند اسرار چا ته مه بیانوئ او مه چا ته اجازه ورکوئ چې ستاسې کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

که پورتنۍ تګلاره مو خپله کړه نو له ژوند څخه به خوند واخلئ، هیڅکله به خفګان سره مخ نشئ، او نه به مو کورنئ ژوند تریخ شي، بلکې د شاتو په څېر خوږ ژوند به ولرئ!

له لوستلو وروسته یې خپلو ملګرو سره هم شریکه کړئ ترڅو چې هغوی هم خوشاله ژوند وکړي!

فضل الهي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب