د هود (ع) ژوندلیک

هود (ع) زوې د شا نح زوې دارمخشذ زوې د سام زوې د نوح(ع) ده ، دده کیسه له عاد زوی د عوص زوې دارم زوې د سام زوې د نوح (ع) سره پیل کیږې. دُوې د سعودې عر بستان په جنو بې بر خو کی ږوند کاوه ،چی نن ورته یمن وایی ، دوی تر طوفان نه ورسته ورو ورو بیرته بوت پرستی ته را وګر ځیدل چی ښکاره – مشهورو – بو تانو ته یی : صمدا ، صمودا ،و هرا ، ویل کیدل ، کله چی په دوی کی ګنا ګانی ډیری شولی ،دروغ ویل وپور وپاګندی پکښی ډیری شولی ، لار پری کونکی غله و ډاکوګان پکښې بې اندازې شول ، پاک الله د دوې دلار ښودنی ـ هدایت ـ لپاره هود (ع) پیغمبر را ولیږه ، تر څو چی د یوه خدای عبادت ته یی را وبولی ،او له بوت پرستې نه یی را وباسې،     پا ک الله وایی: ( والی عاد اخا هم هودا قا ل:  یا قوم اعبدو الله ما لکم من الله غیره افلا تتقون ) الاعراف:65   مګر کوم کسان چی دهغه له قوم څخه کافران وه، هغه ته یی وویل ،چی موږ تا په لیونتوب کی وینو، ګمان کوو چی ته له دروغجنو څخه یی ، هغه ورته وویل چی زه نه لیونی او نه دروغجن یم ،  زه پاک الله تاسو ته پیغمبر را لیږلی یم ، تر څو چی د خدای لاری تاسوته بیان کړم .

هود(ع) هم د خپل قوم دهدایت په لاره بر یا لی نشو ، او دهغوې لار ښو ونه یی پاک خداې ته پریښوده ، پاک الله په دوې باندی دری کاله باران ودراوه، چی ګوندې دحق لارې ته به را وګر ځې ،خو هغوی په خپله سر تمبګی کی روان وه، ورسته بیا پاک الله په هغوی باندی ډیر سخت باد – چیغو ن – را ولګاوه چی کورونه او مالونه یی ټول له خاورو سره برابر کړل ،او ټول یی په ریګونو کی ډوب کړل ، ( کذ لک نجزی قوم المجر مین ) چی هغوی دخدای او دهغه د پیغمبرخبری دروغ بللی ( فکذ بوه فآ هلکنا هم ).

وایی چی دعاد اصلی ځای – الاحقاب – ده ،چی دعربستان په جنوبی صحراء کې د – عد ن و عمان – تر منځ پروت ده ، چې تر اوسه پوری نرم خو ځو نکی ریګونه دې ، هر څه یی چی په سر باندی راځی پکښی ډو بیږی .

د عاد دقوم تر هلا کید و نه ورسته ، هود (ع)  په حضر موت کی دخپل خدای غیږی ته ور غی ،چی د مړینی او دقبر دځای په هکله کوم درست معلو مات په لاس کی نشته. ( لکل اجل کتا ب ).

صد ق اللـــه العظیم

استاد علي خان ساپی

د نصاب کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ