کالنجر کلا

چې پرکوټ دکالنجر خپله سپاه
خیژوله توریالي پښتون شیرشاه
( علامه استادرشاد بابا )

د کالنجر कालिंजर- kalinjar پیاوړې او مضبوطه تاریخي کلا چې د هند پښتون واکمن سوري شیرشاه فتحه کړې وه :
دکالنجر نوم به مو ضرور د افغانستان په تاریخو نو کې لو ستلی وي . داهغه ( قلعه ) ده چې دهند پښتون واکمن سوري شیرشاه فتحه کړې وه. کالنجر په پخوانیو زمانو کې د هند يو لر غونى ښار و چې اوس هم ددغه لر غو نې ښار زړې ودانۍ او نښې نښا نې پا تې دي .کالنجر د هند داتراپراديش ايالت د بونديل کهنډ دسيمې دبنده اولسوالۍ ( ډیستریکټ )پورې اړونده سيمه ده.

دکالنجر نوم د هندوانو په زړو او مذ هبي متونواو له هغې جملې نه په مها بهارت کې راغلى دى . کا لنجر له آره يوه سنسکريت کلمه ده چې کال (وخت) ته او جر يعنې(ورانوونکى) يعنې د( وخت او زمانې ورانوونکى) ته وايي .
کالنجر د تا ريخ په اوږدو کې ډير نو مو نه در لو دلي دي.ويل کيږي چې ددغه ښار لو مړنى نوم (کر تهي نگر )و چې وروسته په (مد هيا نگر)،(سينگهال گر) او په پاى کې په کالنجرسره ونو مول شو .
که څه هم اوس د کا لنجرد اصلي ښار نښې نښانې نه ليدلې کيږي، خو ددغه ځاى مشهوره کلا او معبد اوس هم شته چې ديونسکودنړيوالې ټولنې له خوا دنړي دخلکو دګډ نړيوال تمدن دميراث په ليست کې شا مل دي .
پر کالنجر باندې دتاريخ په اوږدو کې ډيرو واکمنا نو پا چا هي کړې ده چې کولاى شو دچندالا،ګوپتا،سولانکي او را جپو تانو د واکمنيو نه يا دونه وکړو.

دلارډ شيوا معبد هم په کالنجر کې دى چې نيل کانت يې بولي .همداراز دشيو لينګ سمڅه او دبهاى راوا،تريمورتي يا د برهما ،شيوا او ويشنو اوهم د پاروتي مجسمې هم هلته شته چې ډيرې لر غو نې دي.
کالنجر دتاريخ په اوږدو کې د بيلا بيلو فاتحينوتر بريدو نو لا ندې راغلى دى . د کالنجر پر مشهورې کلا باندې دهند پښتون واکمن سوري شیرشاه په ۱۵۴۵زیږدیزکال هغه وخت برید وکړ چې دکالنجر راجا کرت سینګ دشیرشاه خلاف یو بل یاغی راجا بیر سینګ دیو بندیله ته دکالنجر په مشهورې او تاریخي کلا کې پناه ورکړې وه .

شیر شاه د۱۵۴۵ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۱۳ نیټه دغه کلا ونیوله ،خو پخپله پکې دباروتو دچاودیدو او لمبو له کبله مړشو.د کا لنجر کلا ته زيات زيان ورسيده کله چې په ١٨١٢ زيږديز کال کې پيرنګيانو پر بونديل کهنډ باندې بريد وکړچې ددغې تاريخي کلا ډيرې برخې د تو پونوپه ډزو ورانې شوې .دافغانستان ستر لیکوال او محقق ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد بابا دسوري شیرشاه دکالنجر دسوبې او فتحې په ویاړ یو اوږد شعر لري چې یو بیت یې دادی: چې پر کوټ دکالنجر خپله سپاه خیژوله توریالي پښتون شیرشاه

لنډه داچې د کا لنجر تاريخي کلا او معبد ډير پخوانى او د عيسى مسيح عليه السلام تر زيږيدو دوه پيړۍ وړاندې ودانه شوې ده اوکالنجر د هند د لر غونو ښارونو نه يو مهم ښار ګڼل کيږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب