عبد الله بن عمر رضی الله عنهما

 

د ځوانو صحابه کرامو لړۍ په درېیمه برخه کې غواړم د ځوان او عالم صحابي عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ژوند لیک درته وړاندې کړم، په دې هیله چې د توجه وړ مو وګرځي.

د عبد الله بن عمر رضی الله عنهما ژوند لیک

ځوان صحابي عبد الله بن عمر – رضي الله عنهما – له بعثت یو کال مخکې په مکه مکرمه کې پیدا شوی دی، دی لا ماشوم ؤ چې په اسلام مشرف شو او له خپل پلار امیر المؤمنین حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره یوځای یې مدینې منورې ته هجرت کړی ؤ.

حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنه د خپل پلار حضرت عمر رضي الله عنه په څیر قوي، هوښیار، علم دوست او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره زیات محبت کوونکی انسان ؤ، همدا وجه وه چې د علم، جهاد او تقوا په ډګرونو کې له ځانګړي مقام څخه برخمن ؤ.

نوموړی صحابي به له وړوکوالي څخه په رسول الله صلی علیه وسلم پسې ؤ، او د هغه کړه وړه او خویونه به یې زده کول آن چې په مسجد نبوي کې به ویده کېده. یوه شپه یې په خوب کې د اور ویروونکې لمبې او دوه کسان ولیدل چې ده ته یې ویل: مه ویریږه، سباته یې خپل خوب د خپلې خور او د مسلمانانو د مور حضرت حفصې رضي الله عنها په واسطه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویلو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ((عبد الله ښه سړی دی که چیرې یې د شپې لمونځ کولو)) له هغې ورځې نه پس عبد الله بن عمر رضي الله عنه د شپې لمونځ نه دی قضاء کړی او د شپې ډیره حصه به یې په لمانځه باندې ويښه تیروله.

لاخو پوره ځوان شوی نه ؤ چې د بدر او احد په غزاګانو کې یې د برخې اخیستلو کوشش وکولو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د کم عمرۍ له کبله اجازه ورنه کړه. د خندق په غزا کې ورته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا په جنګ کې د برخې اخستلو اجازه ورکړل شوه، چې له هغې وروسته بیا له یوې غزا څخه هم ناسوب نه شو.

داچې حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنه په سفر او حضر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاته ملګرتیا کړې وه، ځکه خو د احادیثو په زیاتو روایت کوونکو اوو(۷) صحابه کرامو کې د دویم(۲) مقام څښتن ؤ چې له رسول الله صلی علیه وسلم څخه يې زیات شمېر احادیث روایت کړي دي.

ځوان صحابي عبد الله بن عمر سره له دې چې د صحابه کرامو په علماوو او باتورانو کې شمېرل کېده ډیر حلیم او سخي انسان هم ؤ، له ۱۰۰۰ څخه زیات غلامان یې آزاد کړي دي. دده غلامانو ته هم دا معلومات وو چې عبد الله بن عمر رضي الله متقي دی او تقوا داره خلک خوښوي، هرکله چې به د هغه کوم غلام وغوښتل چې آزاد شي؛ نو له جومات او تقوا سره به یې خپلې اړیکې ټینګې کړې، کله چې به عبد الله بن عمر رضي الله عنه خپل یو غلام د دیندارۍ او تقوا په حالت کې وکتلو نو پرته له ځنډه به یې آزادولو.

ځینې ملګرو یې ورته وویل چې ستا غلامان له تاسره چل کوي او د خپل ځان خلاصون لپاره تقوا ظاهروي، نو عبد الله بن عمر رضي الله ورته تاریخي ځواب وویلو: « څوک چې مونږ ته د الله په نوم باندې دوکه راکوي؛ مونږ هم ورباندې دوکه شوي یو».

حضرت عبد الله بن عمر رضي الله له ۸۶ کاله عمر کولو وروسته چې په سخاوت، میړانه، علم، عبادت او جهاد کې مصرف کړل په مکه مکرمه کې د هجرت په ۷۳ کال باندې وفات شو.

الله دې ورباندې ورحمیږي او زمونږ ځونان دې هم الله جل جلاله د هغه په شان تقوا داره، له مسکینانو سره نیکي کوونکي او د اسلامي دعوت او مبارزې لپاره د ژوند ترپایه متعهد وساتي. آمین

ژباړه: قدرت الله «تنها»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب