د بلال رضي الله عنه یوه جالبه کیسه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه وروسته د هغه مؤذن حضرت بلال رضي الله عنه امیر المؤمنین حضرت ابوبکر الصدیق رضي الله عنه ته ورغی او ورته یی وویل:اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای ناستیه! له رسول الله صلی الله علیه  وسلم څخه مې اورېدلي چې د مؤمن لپاره بهترین عمل د الله په لاره کې جهاد کول دي.

ابوبکر الصدیق رضي الله ورته وویل: بلاله څه غواړې؟

بلال رضي الله عنه ورته واېي؛ نیت مې کړی چې د ژوند ترپایه د الله په لاره کې مرابط شم او جهاد ته ولاړشم.

ابوبکر الصدیق رضي الله عنه ورته وویل: چې مونږ ته به اذان څوک کوي؟

بلال رضي الله عنه په داسې حال کې له سترګو یې  اوښکو روانې وې، وویل: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته هیڅ چاته اذان نه کوم.

لیکن امیر المؤمنین ابوبکر الصدیق رضي الله عنه ورباندې ټینګار وکولو چې مدینه منوره کې پاتې شي او اذان ورته کوي، نو بلال رضي الله عنه ورته کړل چې که: چیرې تا زه ددې لپاره آزاد کړی یم چې ستا د خدمت لپاره به یم نو بیا چې ته څه غواړې هغسې به کیږي او که چیرې د الله پاک رضاء لپاره دې آزاد کړی وم بیا مې پرېږده چې ولاشم.

ابوبکر الصدیق رضي الله ورته وویل: اې بلاله ته مې د الله پاک د رضاء لپاره آزاد کړی یې او هرې خواته چې ستا خوښه وي ولاړ شه. له هغه وروسته بلال رضي الله عنه شام ته د مجاهدینو له لښکرو سره ولاړو او همالته په جهاد باندې مصروفه شو.

حضرت بلال رضي الله عنه د خپل ځان په اړه داسې واېي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه وروسته مې مدینه منوره کې هیڅ طاقت نه کېده. ځکه چې مدینه منوره کې د اذان کولو پروخت به کله چې (اشهد ان محمدا رسول الله) ځای ته ورسیده له سترګو به یې د اوښکو سیلاب جاري شو او ډیر زیات به یې ژړل تردې چې له نورو مجاهدو صحابه کرامو سره شام ته د جهاد لپاره ولاړو.

ډیره موده وروسته حضرت بلال رضي الله عنه په خوب کې رسول الله صلی علیه وسلم ویني چې ورته واېي: اې بلاله! دا دومره هجران د څه لپاره؟!! آیا ددې وخت رارسېدلی نه دی چې زما زیارت وکوې؟

له دې سره حضرت بلال رضي  الله وېرېدلی او غمجن راپاڅېدلو، په چټکئ سره د مدینې منورې په لورې رهي شو، هلته د رسول الله صلی الله وسلم په روضه مبارکه کې ناست ؤ او ژړل یې چې د جنت سردارانو: حضرت حسن او حسین رضي الله عنهما ورباندې سترګې ولګېدلې دواړه ورغاړې وتل؛ ښکل یې کړ؛ له ډیرې مینې ښکاره کولو وروسته یې ورته وویل: چې سهار به نبوي مسجد کې د لمانځه لپاره اذان خامخا راته کوې.

سهار چې حضرت بلال رضي الله عنه په نبوي مسجد کې د اذان پروخت د الله اکبر الله اکبر ناره پورته کړه، ټوله مدینه منوره یې ولړزوله، کله چې اشهد ان لا اله الا الله وویلو لړزه نوره هم زیاته شوه، خو کله چې اشهد ان امحمدا رسول الله ته ورسیده  آن د مدینې ښځو خپل پرهیز مات کړ او له کورونو راووتلې؛ تردې چې د مدینې کوڅې له خلکو ډکې شوې او یوه ملکوتي فضاء په ټولې مدینې خپره شوه، ټولو ته د رسول الله صلی علیه وسلم وختونه ورپه زړه شول او ژړاګانو فضاء نوره هم روحاني کوله.

بیا څه موده وروسته د عمري خلافت په زمانه کې کله چې امیر المؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه له شام څخه لیدنه کوله، د الجابیه سیمه کې د صحابه کرامو او امیر المؤمنین عمرفاروق په زیاته غوښتنه بلال رضي الله عنه د یوه لمانځه لپاره اذان وکولو، خو کله چې بلال رضي الله عنه په منبر لپاسه اذان پیل کړ، ټولو صحابه کرامو رضوان الله عنهم ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دور هغه په زړه پورې تېر وختونه ورپه زړه کړل چې په دې کار سره بې اختیاره د ټولو له سترګو د اوښکو رودونه روان شول او سخت یې وژړل، تابعینو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یارانو د ژړا دغه پرجوشه حالت وکتلو هغوی هم ورسره په ژړا شول، خو تر ټولو زیاته ژړا د امیر المؤمنین عمرفاروق رضي الله عنه وه چې ډېر زیات یې وژړل.

خو…

هرکله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رښتوني عاشق او مؤذن حضرت بلال رضي الله عنه د وفات وخت رانېږدې شو، ښځه یې خواته ناسته وه او ژړل یې، نو بلال رضي الله ورته واېي؛ چې مه ژاړه؛ سبا ته به محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم او هغه یارانو سره ملاقات وي او دا به ډیر شیرین ملاقات وي، له هغې وروسته د هجرت په ۲۰ کال وفات او د دمشق ښار په باب الصغیر کې دفن شو، چې اوس یې هم هلته مزار شتون لري.

یادونه: د اردن پلازمینې عمان ښار اړوند وادي السیر سیمه کې د بلال کلي کې دننه د مقام بلال په نوم ځای شتون لري چې دا یوازې د حضرت بلال رضي الله یوه یادګار په توګه آباد شوی او قبر یې هلته وجود نه لري، ځکه بلال رضي الله په دمشق کې وفات شوی او له خپل وصیت سره سم همالته دفن شوی هم دی.

ژباړه: قدرت الله «تنها»

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب