د هارډیسک یا میموري فارمټ څنګه بیرته راوړي؟

هیڅکله مو له کمپیوټر یا موبایل سره فارمټ سوئ میموري کارډ یا هارډډیسک مه خرڅوئ.

کله چي له کمپیوټر څخه یو فایل ډیلیټ کړئ، ډیلیټ سوئ فایل چیري ځي؟ ولي ځیني فایلونه د Recovery Software په زور پیدا کیږي او ځیني نه پیدا کیږي؟ 
د کمپیوټر په میموري کي ټول فایلونه د هارډسک په وړو وړو برخو یا Segments کي پراته وي او هر فایل ځان ته ادرس لري او هر ادرس یو پوانټر لري. مثلا که ستاسي یو فایل د afg په نامه ثبت وي. د کمپیوټر په میموري کي په
p=111\’0’0000000000000000000…..
01234567891011121314……
ثبت وي. صفرونه ټول خالي سیګمنټونه دي چي ستاسي راتلونکي فایل ساتي او لاندي له صفر څخه نیولې بیا تر………….. پوري د میموري ادرسونه دي چي یوازي د P په غاړه دي. نو موږ چي لکه فایل خرابوو، لومړئ Recycle Bin ته له میموري ادرس سره یو ځای ځي او هلته پروت وي، که یې وغواړئ چي بیرته یې خپل پخواني ځای ته واستوئ Restore کوئ یې او که یې وغواړئ چي یو مخ یې دایمي خراب کړئ بیا یې خرابېدل دوه ډوله دي.

لومړئ! تېز فارمټ (Quick Format): په دغه طریقه سره یوازي هغه پوانټر چي ستاسي د فایل ادرس یې ساتلی دی خرابیږي او معلومات مو په هارډ ډیسک کي همغسي پاتیږي خو لاسرسئ نه ورته کیږي ځکه ادرس یې خراب سوئ وي مثلا لکه په پورته مثال کي p. او کله چي تاسي نوی فایل غواړئ ثبت کړئ هغه نوئ ادرس اخلي او پر هغه زاړه فایلونو باندي ثبتیږي چي په انګلیسي کي Overwrite ورته وایي. تر اووه ځله Overwrite وروسته بیا هغه فایل له منځه ځي. دغسي فایلونه بېرته د مختلفو سافټوېرونو په زور پیدا کیږي. سافټوېر یوازي هغه زوړ ادرس پیدا کوي فایلونه خو مخکي له مخکي موجود وي.
دوهم: فارمټ (Hard format): په هارډ فارمټ سره د فایل ادرس خرابیږي او فایلونه هم ټول خرابیږي او خالي ځای یوازي له صفرونو څخه ډکیږي. کله چي نوئ فایل ثبتوئ هلته له سره په نوي سیګمنټ کي ثبتیږي او د Overwrite پروسه بیخي نه لري.
هیڅکله خپل فارمټ سوئ میموري کارډ او هارډیسک له کمپیوټر یا موبایل سره مه خرڅوئ ځکه ستاسي ټول زاړه شیان بې
بیرته راپیدا کیږي.
ښه خبره داده چي هارډ ډیسک یا میموري کارډ مو له ځان سره خوندي کړئ یا یې بیخي میده میده کړئ.

خلیل احمد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. واقيعت چي دا يو ډير ښه ويب سايټ دي
    له تاسی څخه مي غوښتنه ده چي د کمپيوټر ساينس مضامين پکی په پښتو ژبه ډير کړی د نيټ ورک برخه کې پکی ډيره شي نو مهرباني به مو وي

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب